امریکايي تعرفو پر هندي روپۍ سیوری غوړولی دی

د هند پر صادراتو او وارداتو د امریکايي تعرفو له امله به روانه اونۍ هندي روپۍ تر سخت فشار لاندې وي. د هندي روپۍ ارزښت د جمعې په ورځ د ډالرو پر وړاندې ۸۷.۵۴ ته راټيټ شو، چې دغه چارې د هندي روپۍ د ارزښت په اړه اندېښنې لا زیاتې کړې دي.
هندي روپۍ د روانې اونۍ په اوږدو کې ۱.۲سلنه ارزښت له لاسه ورکړی دی، چې لامل یې له هند څخه د بهرنیو پانګهوالو وتل او پر هندي صادراتو د ۲۵ سلنه تعرفو لګول وو.