سراجالدین حقاني د سېشنبې په ورځ له سمیعالله سره په لیدنه کې ژمنه وکړه، چې هغه ته به د زدهکړې زمینه او په افغانستان کې د باعزته ژوند لپاره لازم امکانات برابر کړي.
په دې لیدنه کې حقاني یاد ماشوم ته نغدي پیسې او یو لپټاپ ډالۍ کړی دی.
سمیعالله چې د لوګر ولایت اصلي اوسېدونکی دی، دا مهال له خپلې کورنۍ سره د پښتونخوا په اکوړه خټک سیمه کې د کډوالو په یوه پنډغالي کې ژوند کوي او د ریاضي په حسابونو کې ځانګړی استعداد لري.
د طالبانو چارواکو هغه ته د «حساب ماشین» لقب ورکړی او د ده مهارتونه یې د هېواد لپاره د «ارزښتمنې بشري پانګې»په توګه ستایلي دي.
خو یاد ماشوم ته د طالبانو له خوا دا دروند درناوی او ورکړل شوي امکانات یوه بنسټیزه پوښتنه راپورته کوي، چې ایا یوازې هلکان حق لري چې استعداد وښيي او زدهکړې وکړي؟
په ورته وخت کې، زرګونه ذکاوت لرونکې، ځیرکې او استعداد لرونکې افغان نجونې د طالبانو د سختدریځو پالیسیو له امله له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه محرومې دي.
دا نجونې نه یوازې چې له علمي ودې بېبرخې پاتې شوي، بلکې د یوې روښانه راتلونکې هیلې هم ترې اخیستل شوې دي.
بلخوا، د طالبانو د بدني روزنې او سپورټ ادارې مشر احمدالله وثیق د سمیعالله استعداد «نابغهګي» بولي او وايي چې هېواد ورته اړتیا لري، خو دا یې نهدي ویلي چې ولې د همداسې استعداد لرونکو نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي.
پوښتنه دا ده، که طالبان د استعدادونو وده غواړي، نو ولې د نفوس نیمایي برخې، یعني نجونو ته د زدهکړې حق نه ورکوي؟
داسې ښکاري چې د طالبانو دا کړنه د بشپړ دوهمخیتوب څرګندونه کوي؛ له یوې خوا له یوه هلک سره ظاهري مینه، مرستې او تشویق، خو له بلې خوا پر نجونو مطلق بندیز، چوپتیا او ټولنیز محدودیت. دا نه یوازې د زدهکړې د حق نقض دی، بلکې د اساسي بشري ارزښتونو او عدالت پر ضد چلند هم دی.
د دې تناقضونو تر شا دا پیغام نغښتی دی، چې طالبان په ریښتیني معنا پر زدهکړو باور نه لري، بلکې یوازې د خپلو سیاسي موخو د پلي کولو او د عامه ذهنیت د کنټرول لپاره ځانګړي موارد ستایي.