تېره ورځ له ایران او پاکستانه تر زرو ډېرې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي

له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو پر دوام؛ تېره ورځ دوشنبه (د زمري ۱۳مه) له ایران او پاکستانه ۱۱۷۴ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

له دې ډلې د ننګرهار د تورخم له لارې ۷۴، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۴۸، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۲۲۱ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۸۳۱ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.