امریکا او فرانسې د غزې او اوکراین د جګړو پر پای ته رسېدو ټینګار وکړ

د امریکا او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو د غزې او اوکراین د جګړو د پای ته رسېدو او د سیمې او نړۍ پر وضعیت خبرې وکړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، مارکو روبیو او ژان نوېل بارو ټینګار کړی چې د اوکراین او غزې جګړې باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.