طالبانو په کابل او میدان وردګ ولایتونو کې ۱۰ کسان په دُرو ووهل

د طالبانو سترې محکمې په کابل او میدان وردګ ولایتونو کې نن سې شنبه (د زمري ۱۴مه) ۱۰ کسان له لسو تر ۳۹ دُرو ووهل او ځينې یې تر ۱۸ میاشتو پر تنفیذي بند محکوم کړل.

د طالبانو سترې محکمې په کابل او میدان وردګ ولایتونو کې نن سې شنبه (د زمري ۱۴مه) ۱۰ کسان له لسو تر ۳۹ دُرو ووهل او ځينې یې تر ۱۸ میاشتو پر تنفیذي بند محکوم کړل.
د دغې محکمې د خبرپاڼې له مخې، د کابل ولایت له نشهیي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتداییه محکمې د پرېکړې له مخې ۹ کسان د نشهیي تابليتو ذيکپ او ټابليټk، شیشې او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو، له لسو تر ۲۰ دُرو ووهل او هر یو یې تر ۱۸ میاشتو تنفیذي بند محکوم کړي دي.
له دې سر سم، د ميدان وردګ ولايت د دايميرداد ولسوالۍ د ابتداییه محکمې د پرېکړې له مخې یو کس د غلا په جرم په عام محضر کې په ۳۹ دُرو ووهل شو.


د امریکا غږ (VOA) مشر مایکل ابرامووېټس له دې امله له خپلې دندې ګوښه کړل شو، چې په شمالي کارولینا کې یې کار کول و نه منل. ابرامووېټسپر په ښکته پوسټ کې د هغه ګومارل ناقانونه کار بللی دی.
د امریکا د نړۍوالو رسنیو ادارې (USAGM) د جمعې په ورځ د امریکا غږ مشر ته لیک استولی او ورته یې لیکلي، چې هغه به له اګست میاشتې وروسته له دندې ګوښه کړل شي.
ابرامووېټس وايي، د فډرالي قانون له مخې د امریکا غږ د مشر لرې کول د نړۍوالو خپرونو مشورتي بورډ تصویب ته اړتیا لري چې دا بورډ ولسمشر ټرمپ مخکې لا منحل کړی دی.
یوه فډرالي قاضي بیا دغه پرېکړه «حیرانوونکې» بللې او ویلي یې دي، چې «موږ په دې پرېکړه نه یو خبر.»

د پاکستان حکومت په راولپنډۍ کې د عمران خان لهخوا د نن ورځې لپاره د رابلل شویو لاریونونو له امله په دغه ښار کې په هر ډول اعتراضي غونډو او لاریونونو بندیز ولګاوه.
د راولپېنډۍ ځایي چارواکو ویلي، چې د اګست له ۴مې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې غونډې، لاریونونه، وسله ګرځول، کرکه خپرول او پر موټر سایکلونو د دوو کسانو سپرېدل منع دي.
بل خوا د تحریک انصاف ګوند ویلي، چې دوی به کومه مرکزي غونډه نه جوړوي؛ بلکې د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې به لاریونونه کوي.
عمران خان دغه احتجاجونه په زندان کې د خپل دویم کال پوره کېدو په مناسبت رابللي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له لوري د مور په شیدو د تغذيې د نړۍوالې اوونۍ په مناسبت د عامه پوهاوي په غونډه کې د دغه وزارت د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي رييس له همکارو ادارو د زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې مېندې باید وهڅول شي، څو خپلو ماشومانو ته پوره شیدې ورکړي.
په دې غونډه کې چې د دوشنبې په ورځ (د زمري۱۳مه) په کابل کې د روغتیا د نړۍوال سازمان، یونېسف او د خوړو د نړۍوال پروګرام د استازو په ګډون جوړه شوې وه، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني د مور شیدې د ماشوم لپاره لومړنۍ غذا، واکسین او درمل وبلل او ماشومانو ته یې د مور د شېدو پر ورکړې هم ټينګار وکړ.
د دغه وزات د عامه تغذیې رييس حکمت الله معصومي بیا وویل، د مور شیدې نه یوازې بشپړه، ارزانه او خوندي غذا ده، بلکې د بېلابېلو ناروغیو په مخنیوي کې هم ځانګړی رول لري.
په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د خلکو د اقتصادي وضعیت په رکود کېدو سره کورنۍ نشي کولی، امیندواره مېندې په سمه توګه تغذیه کړي نو ماشومان یې کمزوري وي او مېندې د سمې تغذیې د نشتوالي له امله نشي کولی خپلو ماشومانو ته شیدې ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق «یونېسف» څه موده مخکې په همدې مناسبت خپور شوي راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې له دوه پر درېیمې برخې ماشومانو ته یوازې په لومړیو شپږو میاشتو کې د مور شیدې ورکول کېږي.
د دوی په خبره، په افغانستان کې له ۶۰٪ لږ ماشومان یوازې په لومړیو ۶ میاشتو کې د مور شیدې خوري.
دغې ادارې زیاته کړې، چې د مور شیدې ماشوم له شپږو میاشتو وروسته نه مړوي او نور خوراکي مواد لکه مېوه، ترکاري او حبوبات باید د ماشوم د ورځني خوړو په پلان کې شامل شي.

په نورستان او بامیان ولایتونو کې په دوو جلا-جلا ترافیکي پېښو کې ۱ کس مړ او د شپږو سیلانیانو په ګډون ۸ نور ټپيان شوي دي. لومړۍ پېښه نن د نورستان د وایګل ولسوالۍ اړوند په اپراشتال سیمه کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې او په یاد موټر کې سپاره ۶ سیلانیان ټپيان شوي دی.
په نورستان ولایت کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د ځينو ټپيانو روغتیايي وضعیت ښه نه دی.
له دې سره سم، د دوشنبې ورځې په مازدیګر بیا د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ کې په تبرقول کوتل کې په ورته پېښه کې ۱ کس مړ او یوه ښځه او یو ماشوم ټپيان شوي دي.
په بامیان ولایت کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ د مسوولینو په وینا، د یاد موټر چلوونکی نیول شوی او دمګړۍ په توقیف کې دی.
د یادولو ده، چې په افغانستان کې ډېری ترافیکي پېښې د سړکونو د خرابوالي او د موټر چلوونکو د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.

د طالبانو سترې محکمې په میدان وردګ او بغلان ولایتونو کې ۵ کسان د «لواطت او د جعلي اسنادو» د جوړولو په تور د یو شمېر خلکو په حضور کې په ۳۹ او ۲۰ دُرو وهلي دي.
د طالبانو د سترې محکمې مسوولینو د میدان وردګ ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې ۳ کسان د لواطت په تور نن (دوشنبه د زمري ۱۳مه) د یادې ولسوالۍ د ابتداییه محکمې په انګړ کې په ۳۹ دُرو ووهل او هر یو یې په ۳ میاشتې تنفیذي بند هم محکوم کړي دي.
له دې سر سم، په بغلان کې هم دوه کسان د جعلي اسنادو د جوړولو په تور نن د مرکزي بغلان ولسوالۍ د ابتداییه محکمې په انګړ کې په ۲۰ دُور وهل شوي دي.
د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، یاد دوه کسان په شپږ- شپږ میاشتو تنفیذي حبس هم محکوم شوي دي.