د امریکا غږ مشر له دندې ګوښه کړل شو

د امریکا غږ (VOA) مشر مایکل ابرامووېټس له دې امله له خپلې دندې ګوښه کړل شو، چې په شمالي کارولینا کې یې کار کول و نه منل. ابرامووېټسپر په ښکته پوسټ کې د هغه ګومارل ناقانونه کار بللی دی.

د امریکا غږ (VOA) مشر مایکل ابرامووېټس له دې امله له خپلې دندې ګوښه کړل شو، چې په شمالي کارولینا کې یې کار کول و نه منل. ابرامووېټسپر په ښکته پوسټ کې د هغه ګومارل ناقانونه کار بللی دی.
د امریکا د نړۍوالو رسنیو ادارې (USAGM) د جمعې په ورځ د امریکا غږ مشر ته لیک استولی او ورته یې لیکلي، چې هغه به له اګست میاشتې وروسته له دندې ګوښه کړل شي.
ابرامووېټس وايي، د فډرالي قانون له مخې د امریکا غږ د مشر لرې کول د نړۍوالو خپرونو مشورتي بورډ تصویب ته اړتیا لري چې دا بورډ ولسمشر ټرمپ مخکې لا منحل کړی دی.
یوه فډرالي قاضي بیا دغه پرېکړه «حیرانوونکې» بللې او ویلي یې دي، چې «موږ په دې پرېکړه نه یو خبر.»


د پاکستان حکومت په راولپنډۍ کې د عمران خان لهخوا د نن ورځې لپاره د رابلل شویو لاریونونو له امله په دغه ښار کې په هر ډول اعتراضي غونډو او لاریونونو بندیز ولګاوه.
د راولپېنډۍ ځایي چارواکو ویلي، چې د اګست له ۴مې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې غونډې، لاریونونه، وسله ګرځول، کرکه خپرول او پر موټر سایکلونو د دوو کسانو سپرېدل منع دي.
بل خوا د تحریک انصاف ګوند ویلي، چې دوی به کومه مرکزي غونډه نه جوړوي؛ بلکې د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې به لاریونونه کوي.
عمران خان دغه احتجاجونه په زندان کې د خپل دویم کال پوره کېدو په مناسبت رابللي دي.

د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري مېدوېدېف وايي، مسکو به نور د لنډ او منځني واټن ویشتونکو اټومي توغندیو د استقرار موقتي تعلیق ته ژمن نه وي او له ناټو سره د رامنځته شوي وضعیت له امله به نوي اقدامات تر سره کړي.
دا څرګندونې په داسې مهال کېږي، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې مسکو له دې وروسته د یاد تړون عملي کول مهم نه ګڼي او دا پرېکړه د امریکا او ناټو د "ناامنۍ پارونکو ګامونو" پر وړاندې ځواب بولي.
مېدوېدېف چې په وروستیو کې یې له امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تندې لفظي شخړې کړي، د خپلو خبرو یوه برخه په انګلیسي ژبه د "اېکس" شبکې له لارې خپره کړه.
هغه لیکلي: «د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه چې له تړونه د وتلو اعلان کوي، د ناټو د ضد روسي سیاستونو نتیجه ده... دا یو نوی واقیعت دی چې باید ټول مخالفین یې جدي ونیسي. نور اقدامات هم را روان دي.»
مېدوېدېف د زیاتو جزییاتو له ورکولو ډډه کړې، خو شنونکي باور لري چې دا اعلان کولی شي یو ځل بیا اروپا ته د اټومي سیالۍ ګواښ راوړي، په ځانګړي ډول که روسیه دا ډول وسلې له نوې سره په اروپایي پولو کې ځای پر ځای کړي.
د INF (Intermediate-Range Nuclear Forces) تړون په ۱۹۸۷کال کې د پخواني شوروي مشر میخاییل ګورباچوف او د امریکا ولسمشر رونالډ رېګن ترمنځ لاسلیک شو، چې موخه یې د ۵۰۰ تر ۵۵۰۰ کیلومتره واټن لرونکو توغندیو بشپړه له منځه وړل و. خو امریکا په ۲۰۱۹کال کې له دغه تړونه ووتله او دلیلیې دا وباله، چې روسیې له دې تړونه سرغړونه کړې. روسیې هم پر همغه اساس اعلان وکړ، چې تر هغو به دا ډول وسلې نه ځای پر ځای کوي، چې واشنګټن ورته اقدام ونه کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ۲۰۲۴کال په ډسمبر کې ویلي و، چې هېواد یې نور نشي کولای د ناټو او امریکا د "بې ثباته کوونکو اقداماتو" پر وړاندې چوپ پاتې شي. دا د هغه خبرداری و، چې اوس په عمل بدل شوی.
روسي وزارت ویلي: «اوس حالات داسې روان دي، چې امریکا د لنډ او منځني واټن لرونکي ځمکني توغندي په اروپا او اسیا-اقیانوس سیمه کې ځای پر ځای کوي، نو د روسیې له خوا دا ډول وسلو د استقرار تعلیق نور مشروع نه دی.»
د دې موضوع ترڅنګ، د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري مېدوېدېف د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ضد سختې څرګندونې کړي. هغه ویلي: «ټرمپ باید پوه شي، چې روسیه نه اسراییل ده، نه ایران... هر نوی اولتیماتوم یو ګواښ او د جګړې لور ته ګام دی، نه یوازې له اوکراین سره، بلکې ستاسې له خپل هېواد سره».
په غبرګون کې، ټرمپ د خپلې ټولنیزې شبکې "ټروټ سوشال" له لارې ویلي، چې د مېدوېدېف د "تحریک کوونکو خبرو" په ځواب کې یې دوه امریکايي اټومي اوبتلونه د "مناسبو سیمو" پر لور استولي دي.
د روسیې د ولسمشر ویاند دیمتري پسکوف د ټرمپ دا اعلان کم اهمیت بللی او ویلي یې دي، چې دا یوه روانه نظامي چاره ده او اړتیا نه ویني چې دا ډول "هیجاني عکسالعملونه" پراخ شي.

د هند بهرنیو چارو وزارت وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر د روسیې د تېلو د پېرلو له امله دغه هېواد پر لوړو تعرفو وګواښه ویلي، هغه هېوادونه چې پر هند نیوکې کوي، په خپله له روسیې سره پر سوداګرۍ بوخت دي او دغه وضعیت ته په کتو د هند په نښه کول بېځایه او ناعادلانه دي.
دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په ډاګه کړې، د هر لوی اقتصاد په څېر، هند به د خپلو ملي ګټو او اقتصادي امنیت د ساتنې لپاره ټول اړین اقدامات ترسره کړي.
په اعلامیه کې راغلي، د اوکراین د شخړې له پیل وروسته هند له روسیې څخه د تېلو واردولو ته ځکه مخه وکړه، چې د هند د نفتو سرچینې اروپا ته واړول شوې او په هغه وخت کې امریکا د انرژۍ د نړۍوال بازار د ثبات لپاره له روسیې د تېلو واردولو ته وهڅاوه.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې اروپايي ټولنې په ۲۰۲۴ کال کې له روسیې سره د ۶۷ اعشاریه ۵ میلیارده یورو په ارزښت دوه اړخیزه سوداګري کړې او امریکا لا هم له روسیې څخه د خپل اټومي صنعت لپاره یورانیم هیکسا فلورایډ، د برقي موټرو لپاره پالاډیم او کیمیاوي مواد واردوي.
تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل ټروټ سوشل پوسټ کې ویلي وو: «هند نه یوازې د روسیې د تېلو لویه برخه پېري، بلکې د تېلو ډېره برخه بیا په ازاد بازار کې د لوړو ګټو لپاره پلوري.»
د امریکا ولسمشر زیاته کړې، د هند پر وارداتو د روسي تېلو د پېرلو له امله به تعرفه ډېره لوړه کړي.

د نړۍ له مشهورو ساعت جوړونکو شرکتونو څخه سواچ (Swatch) د سویس له فدرالي حکومت څخه غوښتي، چې د امریکا د نوې تعرفې له امله د رامنځته کېدونکو اقتصادي زیانونو د مخنیوي لپاره «بېړني او جدي اقدامات» وکړي.
د سواچ اجراییوي مشر نیک هایک د دوشنبې په ورځ (د زمري ۱۳مه) له رویټرز خبري اژانس سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د امریکا له خوا د ۳۹سلنې نوې تعرفه به د سواچ محصولاتو بیې لوړې کړي، چې له املهیې شرکت له ستر مالي فشار سره مخامخ دی.
هایک زیاته کړې: «موږ هڅه کړې چې د خپلو محصولاتو یوه برخه ژر تر ژره امریکا ته صادر کړو او بیې مو په محدود ډول (۵سلنه) لوړې کړو، خو که دا نوې تعرفه عملي شي، د روان وضعیت دوام به ډېره ستونزمنه شي.»
سواچ اندېښنه لري، چې دا نوې تعرفه به نه یوازې د دوی عواید کم کړي، بلکې د ساعتونو نړۍوال رقابت کې به د سویس ځای هم اغېزمن کړي.
سویس چې د لوکسو ساعتونو یو له تر ټولو لویو صادرونکو هېوادونو څخه دی، د امریکا بازار ورته ځانګړی اقتصادي ارزښت لري. دا بازار د سویس د ساعت صادراتو شاوخوا ۱۶سلنه برخه جوړوي او له همدې امله هر ډول مالیاتي خنډونه کولی شي، چې پر صادراتو مستقیم اغېز وکړي.
ټاکل شوې، چې د امریکا د نویو تعرفو تطبیق له راتلونکې پنجشنبې څخه پیل شي. دا اقدام د امریکا له خوا د یو لړ اقتصادي سیاستونو برخه ده، چې د وارداتي محصولاتو د تنظیم لپاره عملي کېږي.
د سویس حکومت اعلان کړی، چې د خبرو اترو لپاره چمتو دی او له واشنګټن سره د نویو تجارتي هوکړه لیکونو په اړه د نویو وړاندیزونو پر چمتو کولو کار کوي.
اقتصادي شنونکي باور لري، چې که چټک ډیپلوماټیک اقدامات ونشي، د سویس د ساعت جوړونې صنعت به د اوږدمهاله زیانونو سره مخ شي، په ځانګړي ډول هغه شرکتونه چې په امریکایي بازار تکیه لري.

له ۶۰۰ څخه ډېرو پخوانیو اسراییلي چارواکو چې پکې د استخباراتي ادارو مشران، لوړپوړي امنیتي چارواکي او ان یو پخوانی لومړی وزیر شامل دي، په یوه سرخلاصه لیک کې د غزې جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.
دوی د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي، چې د اسراییل پر حکومت په ځانګړي ډول د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر کابینې فشار راوړي، څو دا اوږده او ژونکې جګړه پای ته ورسوي.
دا سرخلاص لیک د دوشنبې په ورځ خپور شوی دی. لیکوالانو پکې ټینګار کړی، چې اوسمهال حماس نور د اسراییل لپاره «ستراتېژيک ګواښ» نه ګڼل کېږي.
امی ایالون چې پخوا د اسراییل د کورني امنیت ادارې (شین بېټ) مشر و، په دې لیک کې لیکلي: «د جګړې پیل یو عادلانه او دفاعي اقدام و، خو اوس چې موږ خپلو پوځي موخو ته رسېدلي یو، دا جګړه نور مشروع نه ده.»
لیکوالانو وړاندیز کړی، چې د اوربند تر ټینګښت وروسته باید د فلسطین د یوې بیا جوړې شوې ادارې لپاره سیمهییز ملاتړ رامنځته شي. دوی باور لري، چې د یوه نوي اداره کوونکي جوړښت له لارې د حماس پر ځای د غزې اداره وشي او دا اداره باید د نړۍوالو او سیمهییزو متحدینو تر ملاتړ لاندې وي.
د یادونې وړ ده، چې اسراییل د ۲۰۲۳کال د اکتوبر په اوومه د غزې پر ضد پراخ نظامي عملیات پیل کړل.
د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د دغو عملیاتو له پیله تر اوسه له ۶۰زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي او نږدې ۱۴۹زره نور ټپیان شوي دي. دا جګړه د سیمې او نړۍ په کچه پراخ بشري، سیاسي او اقتصادي غبرګونونه راپارولي دي.
دا سرخلاص لیک په داسې حال کې خپرېږي، چې د نتنیاهو حکومت لا هم د جګړې په دوام ټینګار کوي او د حماس بشپړه لهمنځه وړل خپله اساسي موخه ګڼي. خو مخالفان وايي، دا جګړه نوره نه یوازې دا چې د اسراییل امنیت ته ګټه نشي رسولای، بلکې انزوا او کورنی بحران یې هم زیات کړی دی.