نصیر احمد فایق وایي، طالبانو د «اسلام او شریعت» په نوم د ظلم او فساد لمن پراخه کړې ده

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد فایق وایي، چې طالبان په ډول، ډول ظلمونو او فساد کې ښکېل دي. هغه په نیوکې سره وایي:« موږ تر اوسه د طالبانو یو لوړپوړی چارواکی هم نه دی لیدلی، چې شریعت دې ورباندې عملي شوی وي.»