د برازیل سترې محکمې د دغه هېواد پخوانی ولسمشر د کودتاه په تور ونیوو

د برازیل سترې محکمې د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد پخوانی ولسمشر ژایر بولسونارو د کودتاه په تور ونیوو. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه کار سياسي غچ بللی او خبرداری یې ورکړی، چې پر برازیل به ۵۰ سلنه تعرفې لوړې کړي.