طالبانو د ۱۲ هېوادونو له سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې افغانستان کې پانګونې وکړي

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د سې شنبې په ورځ (د زمري ۱۴مه) د ۱۲ هېوادونو له دیني عالمانو، سوداګرو او پانګوالو وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونې وکړي.