پاکستان د اوکراین په جګړه کې د خپلو وګړو د حضور ادعاوې «بې بنسټه» وبللې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سې شنبه (د زمري ۱۴مه) پر اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د اوکراین د ولسمشر زېلېنسکي هغه ادعا رد کړه، چې ګوندې د روسي عسکرو په لیکو کې د نورو هېوادونو په ګډون پاکستانیان هم حضور لري.