د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې د کندهار د سپین بولدک یو اوسېدونکی وژل شوی

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکی غوث الله چې غوښتل یې په ښورابک کې له خپلې مور او خور سره له ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته واوړي، د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې وژل شوی دی.