د افغان رسنیو د ملاتړ سازمان د رسنیزې زدهکړې د تحول په اړه په یوه څېړنه کې ویلي، چې په افغانستان کې د کرونا پر مهال له ټکنالوژۍ څخه پاتې کېدل او اوس د طالبانو سیاسي فشارونه او محدودیتونه د رسنیزې زدهکړې د پرمختګ عمده خنډونه دي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) «د رسنیزې زده کړې د تحول» یوه څېړنه خپره کړې او د کرونا پر مهال د ستونزو او ننګونو تر څنګ یې د طالبانو په راتګ د پوهې شاتګ ته هم اشاره کړې.
په څېړنه کې ویل شوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته د ژورنالیزم زده کړې د کیفي او کمي اړخه اغېزمنې شوې دي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان سلاکارې شګوفه دستګير او د دې سازمان مشر حامد عبیدي چې دغه څېړنه تر سره کړې وايي: «د طالبانو په واکمنېدو سره په افغانستان کې د ژورنالیزم په برخه کې منفي بدلون راغلی. د ژورنالیزم محصلین کم شوي، لېوالتیا کمه شوې، په نصاب کې بدلون راغلی، مسلکي مضامین لرې شوي، عملي زده کړې کمې شوي او پر زده کړو یې بده اغېزه کړې.»
دوی د طالبانو په واکمنۍ کې له هېواده د پوهانو تګ، جنسیتي توپير، علمي فشار او سانسور، مالي پرځېدل، له زده کړو ناهیلي توب او ورته نور هغه لاملونه یاد کړي، چې د پوهې تر څنګ یې د رسنیزې زده کړې پر فعالیت هم اغېز کړی.
د یاد سازمان مشر حامد عبیدي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د کرونا مخکې په افغانستان کې ژورنالیزم د کیفي او کمي لحاظه زيات پرمختګ کړی و.
د سازمان له خوا په خپره شوې څېړنه کې له نړۍوالې ټولنې غوښتل شوي، چې د افغانستان رسنیزه زده کړه له ګواښ او سقوط څخه وژغوري، کنه ټولنه به له اوږد مهاله ناوړه اغېزو سره مخ شي.
د څېړنې په پایله کې ویل شوي: «د افغانستان د رسنیزې زده کړې اوسنۍ ستونزې له دوو لویو ناورینونه رامنځته شوي: «لومړی د کرونا پر وخت له ټکنالوژۍ نه شاته پاتې کېدل او دویم د طالبانو له خوا سیاسي فشارونه او محدودیتونه دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د بیان ازادۍ، ښوونیزو بنسټونو او رسنیزې زدهکړې په برخو کې پراخ محدودیتونه لګېدلي، چې له امله یې د رسنیزې زدهکړې پرمختګ له جدي خنډونو سره مخ شوی. طالبان نه یوازې پر رسنیو فشارونه راوړي، بلکې د خبریالانو، ژورنالیزم محصلینو او د رسنیزو پروګرامونو پر فعالیت یې هم بندیزونه لګولي، چې دا ټول عوامل د دې لامل شوي څو په هېواد کې د رسنیزې زدهکړې بهیر ټکنی او له پرمختګ څخه پاتې شي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د کډوالۍ نړۍوال سازمان له مشر محمد عبدیکر او مل پلاوي سره په کتنه کې وویل، سره له دې چې له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو را اېستل زیات شوي، خو وضعیت د دوی تر کنټرول لاندې دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، د یاد سازمان مشر عبدیکر وویل چې د کډوالۍ نړۍوال سازمان هڅه کوي، څو د نورو نړۍوالو بنسټونو په همکارۍ د کډوالو مهارتونه وپېژني او هغوی ته د کار زمینه او همدارنګه نورې مرستې برابرې کړي.
په دغه کتنه کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال د «ای او اېم» له لوري د بشري مرستو او د طالبانو له لوري ټاکل شویو کمېټو د هڅو قدرداني کړې او ټینګار یې کړی، سره له دې چې له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو را اېستل زیات شوي، خو وضعیت د دوی تر کنټرول لاندې دی او طالبانه هڅه کوي د کډوالو ستونزو ته دوامداره رسېدنه وکړي.
د طالبانو دا چارواکی وايي، چې د کارموندنې زمینه برابرول د کډوالو لپاره مهمه ده او له کوربه هېوادونو او نړۍوالو موسسو یې وغوښتل، چې د افغان کډوالو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.
دا ناسته په داسې مهال ترسره کېږي، چې نړۍوال بنسټونه پر طالبانو نیوکه کوي، چې د کډوالو د رښتینو ستونزو پر ځای له هغوی څخه د سیاسي فشار او مالي مرستو د ترلاسه کولو لپاره کار اخلي. له افغانستان څخه د تېښتې اساسي لاملونه لکه د کار نشتوالی، سیاسي محدودیتونه، د ښځو پر وړاندې بندیزونه او د بیان ازادي نشتوالی لا هم پر ځای دي.
د یادولو وړ ده، هغه افغانان چې د طالبانو له واکمنۍ تښتي، اوس د همدې نظام لهخوا د «مرستې» تر نامه لاندې تبلیغاتي وسیلې ګرځول کېږي. نړۍ باید دا تضاد وپېژني او پر طالبانو د اساسي بدلون لپاره فشار واچوي، نه دا چې د ظاهري تبلیغاتو تر اغېز لاندې راشي.
د خبرپاڼو له مخې، د نشه يي توکو او مسکراتو د مخنيوي ابتدایه محکمې دغو کسانو ته له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرې او له یو څخه تر درېيو کلونو تنفيذي بند سزاوې ورکړي دي.
د طالبانو سترې محکمې زیاته کړې، چې د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې یې ۴ کسانو ته د «غلا او لواطت او یوې ښځې او درېيو نارینه وو ته د نامشروع اړیکو» په تور له ۲۰ څخه تر ۳۰ دُرې د وهلو سزا ورکړې ده.
طالبانو د دغو کسانو د پېژندنې په اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي.
طالبان نږدې هره ورځ د بېلابېلو تورنو له کبله عام خلک په عام محضر کې په دُرو وهي، چې دغه کړنې د بشري حقونو د سازمانونو له خوا سخت غندل شوي.
د بشري حقونو سازمانونو او نړۍوالو بنسټونو په وار-وار له طالبانو غوښتي، چې بدنې سزاګانې ودروي؛ خو طالبان وايي، د شریعت په پلي کولو د هېچا پروا نه کوي.
طالبانو چې د افغان مېرمنو پر مخ د ژوند، زده کړو، کار او ټولنیز مشارکت دروازې تړلې دي، ښځې بیا هم چوپ نه دي پاتې شوي. د خاموشۍ له پردو راوتلې، د ډار له دېوالونو اوښتي او خپلو بنسټیزو حقونو لپاره یې د مقاومت داسې فصل پیل کړی، چې نه یوازې په هېواد، بلکې نړۍ ته یې هم غږ رسېدلی.
کله چې ټول غږونه چوپ شي، د بیان دروازې وتړل شي او د ساه اخیستو لپاره فضا تنګه شي، نو دا یوازې زړورتیا، شعور او د حق احساس وي چې انسانان د چوپتیا ماتولو ته اړ باسي.
افغانې مېرمنې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له پراخو بندیزونو، جبري چوپتیا او ټولنیز حذف سره مخ شوې، د دې هر څه پر وړاندې ودرېدې، دوی وسله نه درلوده، بلکې په زړورتیا، پوهې، خلاقیت او د حق پر غږ راپورته شوې.
د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵ نیټې وروسته د ښځو پر مخ د ژوندانه دروازې یوه په یوه وتړل شوې. ښوونځي، پوهنتونونه، دفترونه، پارکونه، بازارونه، کلتوري مرکزونه، او حتی د ساه اخیستلو فضا ورته محدوده شوه. خو دې هر څه سره، افغان مېرمنو د قربانۍ، مقاومت، او نوو هیلو یوه نوې کیسه ولیکله.
په داسې حال کې چې نړۍ ښایي د افغانستان له موضوع څخه ورو ورو ستړې شوې وي، خو افغان مېرمنې لا هم خپل مقاومت ته دوام ورکوي — نه د شهرت لپاره، بلکې د بقاء لپاره.
دا مقدمه د همدې دوامداره مبارزې یوه ژوره پېژندنه ده؛ یوه هڅه ده چې د دوی بې شرنګه غږونه واورو، وپېژنو، او په تاریخ کې یېثبت کړو.
۱: د افغان مېرمنو مقاومت؛ له ناهیلۍ تر زړورتیا
۱-۱: سولهییز لاریونونه: د ازادۍ غوښتنې نه ماتېدونکې هڅې
سره له دې چې طالبان د ښځو پر وړاندې د لاریونونو او مدني فعالیتونو مخنیوی کوي، افغان مېرمنو په بېسارې زړورتیا د خاموشۍ د ماتولو غږ پورته کړی دی. په کابل، هرات، مزار شریف، بلخ، ننگرهار، فاریاب، او نورو ښارونو کې ښځو له ګواښونو، بند، ډبولو او سپکاوي سره سره د خپلو بنسټیزو حقونو لکه زدهکړې، کار، او ازاد ژوند د دفاع لپاره سولهییز لاریونونه کړي دي.
دغه لاریونونه، که څه هم لنډمهاله، غیر مجاز ګڼل شوې او له شدیدو محدودیتونو سره مخ وې، خو د ښځو د مقاومت هغه روڼ ټکی بلل کېږي چې لا هم د هیلو څراغ بل ساتي.
طالبانو هڅه وکړه چې دا لاریونونه له فزیکي، رواني او حقوقي فشارونو سره له منځه یوسي؛ د لاریون کوونکو ځینې ښځې ونیول شوې، ووهل شوې، وځورول شوې او د کورنۍ غړو ته یې هم ګواښونه وشول. سره له دې هم مېرمنې نه دي شا شوي.
د افغانستان د بشري او مدني حقونو بنسټ مشره، صنم بني زاده(مستعار نوم) د لاریونونو تر شا د خپلو هڅو او بیا د طالبانو په بند کې د خپل ژوند او کړاونو کیسه افغانستان انټرنشنل – پښتو ته داسې بیانوي:
«موږ د ظلم او ناانصافۍ په وړاندې چوپ پاتې کېدل د خپل ژوند او راتلونکې غلا کول ګڼو. که څه هم طالبان موږ ته وایی چې کور کې پاتې شئ، خو موږ په سړکونو ولاړ یو، که څه هم پوهېږو چې ښايي زندان ته ولاړې شو، ووهل شو یا نورو ته ګواښ پېښ کړو. خو زموږ دا مبارزه یوازې زموږ لپاره نه ده، دا د ټولو خاموشو شویو نجونو او مېرمنو لپاره ده.»
دا هڅې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو د بندیزونو سره سره، افغان ښځو او نارینه وو د زده کړو د دوام لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې را په ګوته کوي. د پټو ښوونځیو جوړول او د آنلاین زده کړو هڅې یوازې د علم د طلب څرګندونه نه ده، بلکې دا د یوه ولس د عزم، مقاومت، او بدیل لارو د موندلو انعکاس هم دی. دا نوښتونه ښيي چې افغانې نجونې او د هغوی ملاتړي د ظلم پر وړاندې چوپ نه پاتې کېږي او د تعلیم د حق د خوندي کولو لپاره خپل ژوند په خطر کې ږدي. سره له دې چې دا ښوونځي تل له ګواښونو سره مخ دي، خو لا هم د زده کړو د دوام یوه ارزښتناکه وسیله ده. د ابراهیم، رعنا جلالي، او د هغوی په څېر نورو زړورو وګړو هڅې د هیلو څراغونه بل ساتلي او نړۍ ته یې دا پیغام ورکړی چې افغان نجونې به د تعلیم له لارې خپل برخلیکونه خپله جوړوي.
۱-۳: د زدهکړو کمپاین له هغه وروسته چې طالبانو د نجونو پر زدهکړو بندیزونه ولګول، د زهکړو ځینو فعالانو د نړۍ په ګوډ، ګوډ کې د نجونو د زدهکړو د بندیز د لرې کولو بېلابېل کمپاینونه پیل کړل. له دغې ډلې یو هم «د بېرته ښوونځي ته ستانه شئ» کمپاین دی. که څه هم دغه کمپاین د جمهوریت تر پرځېدو وړاندې په ۲۰۱۸کال کې د جګړو له امله د افغانستان دننه د بېځایه شویو ماشومانو لپاره پیل شوی و؛ خو د جمهوریت تر پرځېدو وروسته د نجونو پر زدهکړو د طالبانو لهخوا د لګېدلو بندیزونو له امله لاهم دوام لري. د دغه کمپاین چلوونکې «خوږه خپلواک» وایي، چې په سر کې یې د کمپاین موخه له زدهکړو سره د جګړو له امله د بېځایه شویو ماشومانو اشنایي او د نجونو د زدهکړو پر وړاندې د خنډونو لرې کول وو؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې د زدهکړو او په ځانکړې توګه د نجونو د زدهکړو په برخه کې ګڼې ستونزې راولاړې شوې دي. د هغه په وینا:« د ځینو طالبانو فکر دا دی، چې ښځینه زدهکړو ته اړتیا نهلري؛ خو دا ناسمه خبره ده، اسلام ښځې او نارینه دواړو ته مساوي حق ورکړی دی.» هغه وایي، د طالبانو د سختو بندیزونو له کبله یې فعالیتونه ټکني شوي او د تېر په څېر په فزیکي توګه په لرو پرتو سیمو خلکو ته د نجونو د زدهکړو په تړاو د ناسمو دودونو په اړه پوهاوی نه شي ورکولی. هغه وایي، په افغانستان کې د جګړې ختمولو او سولې راوستلو یوازینۍ لاره زدهکړې دي. هغه زیاته کړې، چې د کمپاین یوه بله موخه یې د ناسمو دودونو پر وړاندې مبارزه کول دي.
: ادبي او هنري غبرګون؛ د کلتوري مبارزې وسیله
کله چې فزیکي فضا بنده شي، غږونه چوپ شي، او ټولنیز حرکتونه تر فشار لاندې راشي، نو هنر، ادب، او کلتور هغه فضا ده چې لا هم انسان ته د ځان څرګندولو، حق غوښتنې، او د مقاومت د ښودلو ځواک ورکوي. د افغانستان په اوسني وضعیت کې، چې ښځې له تعلیمه، کاره، فرهنګي او ټولنیز فعالیته منع شوي، ادبي او هنري غبرګون د دوی د مبارزې یوې نوې او ژورې بڼې ته وده ورکړې ده.
د طالبانو د سختو بندیزونو پر ضد، افغان شاعرانې، لیکوالانې او هنرمندې ښځې په خپل هنر کې د ازادۍ او حق غوښتنې پیغامونه خپروي. دا کار نه یوازې د ښځو لپاره د دروازو خلاصول دي، بلکې ټولنې ته یې د مقاومت او نه تسلیمېدنې مهم درسونه ورکړي دي.
افغان مېرمنو د شاعرۍ، کیسهلیکلو، او نقاشۍ له لارې هڅه کوي چې د خاموشۍ دیوالونه مات کړي. دوی د هنر او بیان له وسایلو نه یوازې د خپل دردېدلي حالت انځور وړاندې کوي، بلکې همداراز د یو عدالتمحوره راتلونکې خوب هم انځوروي.
هغې افغانستان انټرنشنل - پښتوته وویل: «طالبان کولای شي دروازې بندې کړي، ښوونځي وتړي، او مېرمنې کور ته محدودې کړي، خو فکر بندېدای نشي، او شاعرې نه چوپېږي. زه هره ورځ د خپلو وطنوالو مېرمنو لپاره لیکم، ځکه موږ که غږ له خولې نشو ایستلی، له قلمه یې باسو.»
هوا شېرزه زیاتوي: «زما لپاره شعر یوازې احساس نه دی، دا یوه فریاد ده، یو مقاومت دی. زه باور لرم چې د ښځو د حقونو مبارزه باید په هنر کې هم وي، ځکه هنر هغه ژبه ده چې بندیز نه پرې لګېږي.»
د هوا شېرزې، سلما تنها، او نورو افغانو هنرمندانو هنر د یوې ژورې ټولنیزې مبارزې بڼه غوره کړې ده، چې له لارې یې دوی نړیوالو ته خپل واقعیتونه او کیسې ور رسولي دي.
د نقاشۍ، کیسه لیکلو، فلم جوړولو، او مجازي هنر له لارې، افغانې مېرمنې هڅه کوي هغه چوپتیا ماته کړي چې ورباندې تحمیل شوې ده. د دوی کارونه یوازې د هنري ارزښت له پلوه نه دي مهم، بلکې دا هغه اسناد دي چې د یو نسل د دردېدلي تاریخ د ثبتولو مسؤلیت لري.
شاعره، سلما تنها وايي:«موږ د کلمو او هنر له لارې د ظلم په وړاندې خپل غږ پورته کوو. زموږ شعرونه او نقاشۍ د آزادۍ او عدالت ژبه ده.»
ابراهیم، رعنا جلالي، خوږه خپلواک، او د دې راپور لسګونه نورې کیسې دا ښيي چې د افغان ولس وجدان لا ژوندی دی.
د افغان مېرمنو دا مقاومت، که هرڅومره له زوره، وېرې، او محرومیت سره مخ وي، خو لا هم د هیلو، بیدارۍ، او بدلون نښه ده. دا هغه مبارزه ده چې، سره له دې چې نه تلویزیون لري، نه رسمي منبر، او نه سیاسي واک، خو لا هم نړیواله توجه ځان ته اړوي.
په پای کې، دا راپور یوازې د یوې مظلومې طبقې سند نه دی، بلکې دا د یوه زړور نسل د بدلون غوښتونکي ارادې انعکاس دی. دا سند د هغو ټولو غږونو استازولي کوي، چې ندي اورېدل شوي؛ د هغو سترګو انځور وړاندې کوي، چې له ښوونځي، دفتر، او ټولنیز ژوند سره یې مخه ښه کړې؛ او د هغو زړونو چیغه ده، چې د عدالت، ازادۍ، او انساني کرامت لپاره لا هم درزېږي.
د تاریخ مخونه به حتمي واوړي، خو دا چیغې به پکې ثبت پاتې شي — لکه د هوا شېرزې شعر، لکه د زهرا حسیني انځور، لکه د صنم بني زاده ټپي یادونه. دا مقاومت به نسلونو ته وښيي، چې یو ملت، او په ځانګړي ډول مېرمنو، څنګه د چوپتیا تر سیوري لاندې ژوند وکړ، مبارزه یې وکړه، او خپل غږ یې ژوندي وساته.