نن جاپان د هیروشیما پر ښار د اټومي برید ۸۰مه کلیزه نمانځي

نن چهارشنبه (د اګسټ ۶مه) د جاپان پر هیروشیما ښار د اټومي برید ۸۰مې کلیزې سره برابره ده، په دغه ورځ په نړۍ کې لومړنی اټومي بم استعمال شو. په همدې مناسبت د هیروشیما ښار زرګونه اوسېدونکو نن سهار د دغې پېښې د قربانیانو لپاره د یوې دقیقې چوپتیا غوره کړه.