کمبوډیا او ټایلنډ په مالیزیا کې د دایمي اوربند په اړه خبرې پیل کړې

کمبوډیا او ټایلنډ نن پنج‌شنبه په مالیزیا کې تر خونړیو سرحدي نښتو وروسته د دایمي اوربند په اړه خبرې‌اترې پیل کړې. دغه نښتې چې تېره میاشت پیل شوې، ۴۳ کسان په‌کې وژل شوي او تر ۳۰۰زرو ډېر بې‌ځایه شوي دي.