طالبان: په څلورو ولایتونو کې د ورښتونو او سیلابونو له امله څلور کسان وژل شوي

د طالبانو د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې اداره وایي،چې د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو له امله لږ تر لږه څلور کسان مړه شوي دي.

د طالبانو د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې اداره وایي،چې د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو له امله لږ تر لږه څلور کسان مړه شوي دي.
د دې ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو د څانګې مشر محمد یوسف حماد نن پنجشنبه په یوه غږیز پیغام کې زیاته کړې،چې سیلابونو په جوزجان، لغمان، کنړ او خوست ولایتونو کې ډېر زیانونه اړولي دي.
د هغه په وینا، د دې پیښو په پایله کې ۲۵ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۴۵نور په جزوي ډول زیانمن شوي دي.
طالبانو دا هم ویلي چې په دغو څلورو ولایتونو کې ۷۱کورنۍ اغیزمنې شوې دي.
د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې سبا او بل سبا (د زمري ۱۷مه او ۱۸مه) د هېواد په ۹ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او سېلابونو اټکل شته.
یاده اداره وايي، په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، کاپیسا، لوګر، خوست او پکتیا کې د شدیدو ورښتونو او سېلابونو امکان دی.


اوا حقوقي او ټولنیزو مشورو مرکز په یو څېړنیز راپور کې ویلي، چې سلګونه افغان کډوال له ایران څخه د جبري ایستلو پر مهال له زور زیاتي سره مخ او د دوی ملکیتونه ضبط شوي دي. دې مرکز د نړیوالو سازمانونو د سمدستی مداخلې غوښتنه او د ایران حکومت څخه یې غوښتي، چې بشري حقونو ته ژمن پاتې شي.
د اوا حقوقي او ټولنیزې مشورې مرکز چې په هالنډ کې دی، د کډوالو او پنا غوښتونکو د ملاتړ اداره ده، چې د افغان ښځینه وکیلانو او بشري حقونو فعالینو د یوې ډلې لخوا رهبري کیږي.
دا څیړنه له «ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو وروسته د هغوی د بشري حقونو وضعیت ارزونې» تر سرلیک لاندې خپره شوې.
په راپور کې له ایران څخه د جبري ایستلو پر مهال د افغانانو په وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو ګڼ شمېر قضيې مستندې شوې دي.
په دې راپور کې ویل شوي، چې دوی په نیمروز ولایت کې له ۵۰۳ افغان راستنیدونکو سره مرکې کړې دي.
د څیړنې موندنې ښیي، چې کډوال له قانوني حکم پرته نیول شوي او ۷۸ سلنه ځواب ویونکو ویلي، چې دوی د ایستلو او لیږد پر مهال له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.
نیمايي مرکه کوونکو د نیولو لپاره هیڅ دلیل نه دی ښودلی.
شاوخوا ۴۰ سلنه ځواب ورکوونکو ويلي، چې دوی ته د خپلو شخصي شیانو د راټولولو فرصت نه دی ورکړل شوی.
ځینو بیا ویلي، چې جومات یا کلینیک د تګ پر مهال نیول شوي، پرته له دې چې پوه شي د دوی د کورونو، کورنیو یا ملکیتونو سره به څه پیښ شي.
د اوا حقوقي او ټولنیزې مشورې مرکز وویل، چې دوی د هغو افغان راستنیدونکو سره ساحوي مرکې ترسره کړې، چې د ایران او اسراییل د ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته شړل شوي وو.
په څیړنه کې له نیمایي څخه زیاتو ګډونوالو ویلي، چې د دوی شخصي شیان، نغدي پیسې، اسناد، ګرځنده تلیفونونه د امنیتي کسانو له خوا ضبط شوي او بیرته نه دي ورکړل شوي.
ځینو دا ادعا هم کړې چې دوی اړ ایستل شوي، چې د شړلو څخه د مخنیوي یا د غوره شرایطو ترلاسه کولو لپاره رشوت ورکړي.
له ۶۰ سلنې څخه زیاتو دا هم وویل، چې د نیولو او لېږد پر مهال توهین شوي، سپک شوي او د مامورینو له خوا ورته ویل شوي «پرازیت» د ایران د بدبختۍ لامل یا «بې ارزښته» کلمې ډېر ځله ورته تکرار شوي.
راپور زیاتوي، چې نږدې څلورمه برخه ځواب ویونکو ویلي، چې د فزیکي تاوتریخوالی لکه وهل، لغتې، څپېړې یا په وسله ګواښ تجربه کړی.
یو راستنیدونکي وویل، «کله چې ما اعتراض وکړ، سرتیري زه په پښو کې درې ځله په ډنډه ووهلم.»
یوشمېر کسانو ویلي چې د نیولو پر مهال له خپلو کورنیو جلا شوي او ځینې ماشومان د سرحد پر کرښه یوازې پرېښودل شوي.
اوا په یوه قضیه کې وايي، چې یو اووه کلن ماشوم د نیمروز په پوله یوازې لیدل شوی پداسې حال کې چې د هغه مور او د کورنۍ نور غړي د ایران په قم کې پاتې وو.
۹۲ سلنه خلکو چې مرکې ورسره شوي ویلي، چې د نیولو او ایستلو پر مهال یې هیڅ قانوني ادارې، وکیل یا قضایي پروسې ته لاسرسی نه درلود.
نړیوال تړونونه لکه د مدني او سیاسي حقونو میثاق، د وکیل حق، د اعتراض حق او عادلانه بهیر تضمينوي.
۹۹ سلنه ځواب ویونکي وايي، چې دوی په افغانستان کې د خپل ناڅرګند راتلونکي په اړه ویره لري.
دغه مرکز د کډوالو د حقونو څخه د ایران د سرغړونې اړوند په ټینګار سره وویل، چې دا وضعیت په ځانګړې توګه د ماشومانو او ښځو لپاره جدي رواني او ټولنیزې پایلې لري.
له چمتوالي پرته ستنېدل، فقر، بې کوره کېدل او رواني فشار د جبري شړلو وروسته د دې کډوال د ژوند د واقعیت یوه برخه ده.
طالبانو پدې وروستیو کې اعلان وکړ، چې په تیرو دریو میاشتو کې نږدې دوه ملیونه افغانان له ایران څخه په زوره ایستل شوي دي.

د افغان مېرمنو د لاسي اوبدل شویو غالیو نندارتون، چې عنوان یې د «اوبدلو شعرونه» وو، د لندن په ساتبیز کې ترسره شو. دا نندارتون، د قطر د پراختیایي صندوق د «دشخړو په سیمو کې مېرمنې» د یوې برخې په توګه د فیروز کوه بنسټ سره په ملګرتیا تنظیم شوی وو.
د افغان ښځو د لاسي اوبدل شویو غالۍ نندارتون لومړی ځل په ۲۰۲۴کال کې د قطر موزیمونو سره په ملګرتیا کې ترسره شو او سږ کال په لندن کې نړیوالو لیدونکو ته وښودل شو.
د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې، د قطر د پراختیایي صندوق مشر «فهد حمد السلیطي»، په افغانستان کې د اوبدونکو ټولنو ملاتړ لپاره د سازمان پر ژمنې ټینګار وکړ او ویې ویل: «د دې نندارتون بیا تنظیم نه یوازې هنر او کلتور لمانځي، بلکې د افغان مېرمنولپاره د دوامداره اقتصادي فرصتونو رامینځته کولو لپاره زموږ ژمنتیا هم څرګندوي».
د دې پروګرام تنظیم کونکي دا نندارتون د افغان ښځینه اوبدونکو د هنر، تخلیق او کلتوري میراث انعکاس په توګه تشریح کوي.
دوی وايي،چې د افغان میرمنو د لاسي صنایعو نندارې ته وړاندې کول د جګړې ځپلو سیمو کې د میرمنو د پیاوړتیا لپاره د نړیوالې همکارۍ د پیاوړتیا په لور یو ګام دی.
د فیروزکوه بنسټ مشره شوشنا سټیوارټ وویل: «موږ ویاړو چې په لندن کې د سوتبیز سره په همکارۍ د شعرونو د اوبدلو نندارتون کوربه توب کوو،دا نندارتون نه یوازې د بامیانو د میرمنو هنر ښیې، بلکې د فیروز کوه بنسټ د شلمې کلیزې پیل هم په ګوته کوي».
د غونډې په څنډه کې د «د غالیو جادو؛ د افغان غالیو هنر، ډیزاین او ترویج»تر سرلیک لاندې یوه څېړنیز بحث هم ترسره شو.

له ایران او پاکستان څخه تازه ستانه شوي کډوال وایي، چې په کابل کې د کورنو بیې د تمې خلاف لوړي شوي او دوی یې د اوسېدو لپاره د نیولو توان نه لري. دغه کډوال وايي، چې د کورنو له لږو شتو سره د کار پيدا کېدو په تمه ستانه شوي.
له ایران او پاکستان څخه کابل ته راغلي کډوال وايي، د دوی د تمې خلاف د کورنو کرایه لوړه او دوی نه شي کولی په اوسنۍ بې کارۍ کې د کور کرايه برابره کړي.
۳۷ کلن شاکر ابراهيمي، چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې له ایران څخه کابل ته راغلی او د ۹ کسیزې کورنۍ مشري کوي وايي: «موږ هیله لرله، چې په راتګ سره به حکومت مونږ ته د کار زمینه برابره کړي، د اوسېدو، خوړو او پوښاک امکانات به برابر کړي، خو داسي هيڅ هم نشته او موږ مجبور یو چې د سړکونو په څنډو کې په خیمو کې ژوند وکړو.»
دغه کډوال وايي، چې د طالبانو تر واک لاندې د فقر او بې کارۍ کچه لوړه او د ډوډۍ پيدا کولو امکانات هم نشته.
کډوال له طالبانو د مداخلې غوښتنه کوي، تر څو د کورونو د کرایو اندازه کنټرول شي.
دوی وايي: «کله چې د کورنو خاوندانو ولیدل، چې له ایران او پاکستان څخه کډوال راستنیږي هغوی خپل د کورنو بیې دوه برابره لوړې کړې.»
په کابل کې د معاملاتو او لارښوونې څو دفترو هم منلې، د کډوالو په چټک او پراخ راتګ سره د کورنو بیې د پخوا په پرتله دوه برابره ولوړې شوي.
دوی زیاتوي: «موږ ډېر کډوال لرو، چې زموږ څخه د کرایې د کور غوښتنه کوي؛ خو ډېری کډوال یې توان نه لري او کورونه نه شي اخیستلی.»
کډوال له طالبانو، سوداګرو او د کورنو له خاوندانو هیله کړې، چې د لنډې مهالې سرپنا لپاره ورته زمینه برابره کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخي، چې سږ کال له پیل څخه تر اوسه له ایران او پاکستان څخه له ۲.۱ میلیون زیات افغانان ستانه شوي دي.
دغه افغان کډوال په داسي مهال خپل هېواد ته راستانه شوي، چې دا مهال د طالبانو تر واک لاندې تر نیمايي زيات خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې دا لومړی ځل نه دی، چې پر ښځو محدودیتونه لګول کېږي. دا ځل، له بازار او کوڅو وروسته، د ښځو د کور دننه د کار ساحه هم له بندیزونو خوندي پاتې نه شوه. امر بالمعروف دا ځل د ښځو کورني سینګارتونونه بندوي او لسګونه مېرمنې یې له عاید محرومې کړې دي.
له کابل څخه باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۱۶مه) وویل، چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبان له څو ورځو راهیسې په کابل کې کور په کور ګرځي، کورني سینګارتونونه بندوي او د هغوی وسایل له ځان سره وړي.
سرچینو دغه راز ویلي، چې طالبانو تر دې وړاندې څو ځله د ښځو کورني سینګارتونونو ته د بندېدو خبرداری ورکړی و، خو له څو وارې اخطاريې وروسته، اوس یې د امر بالمعروف محتسبانو عملي اقدام پیل کړی دی.
د کابل د څلورمې ناحیې اوسېدونکې نادیه (مستعار نوم) چې تر دوو کلونو زیات وخت یې د خپل کور په یوه کوټه کې سینګارتون درلود، وايي چې دا کاروبار یې یوازې د خپل عاید لپاره نه، بلکې د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ د بقا لپاره کاوه.
هغې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل: «زه د خپلې کورنۍ یوازینۍ نفقه برابرونکې یم؛ د کور کرایه، ډوډۍ او د ماشومانو لګښتونه زه پوره کوم. له هغه وخته چې په ښار کې د امر بالمعروف له خوا د سینګارتونونو دروازې وتړل شوې، ما دا کار کور ته راووړ، خو اوس هم طالبان راته وايي چې دا کار حرام دی او باید یې بند کړم.»
د نوموړې په وینا، طالبانو لومړی ځل خبرداری ورکړ، دویم ځل یې د سینګارتون ټول وسایل ترې یوړل، او درېیم ځل یې پرې بشپړ بندیز ولګاوه.
هغه زیاتوي: «طالبان چې درېیم ځل زموږ کور ته راغلل، زما خاوند یې وغوښت او هغه یې وګواښه، چې که زه بیا د سینګارتون فعالیت ته دوام ورکړم، نو بندي به مې کړي. خاوند مې ډېر سخت ووېرېده او راته ویې ویل چې باید خپل اصلي ولایت او کلي ته ستانه شو، خو زموږ اقتصادي وضعیت دومره خراب دی چې ما د تګ انکار وکړ. خاوند مې غوسه شو، زما لوڼې یې کلي ته یوړې او د طلاق ګواښ یې وکړ. اوس د خپلې مور په کور کې اوسېږم او راتلونکی مې ناڅرګند دی.»
د نوموړې په وینا، طالبان د هغوی د کورنۍ د تاوتریخوالي اصلي لامل ګرځېدلي دي.
د کابل ښار او شاوخوا سیمو لسګونه مېرمنې له همدې لارې د خپلو کورنیو ملاتړ کاوه. د احمدشاه بابا مېنې یوې اوسېدونکې حمیرا وایي، چې د امر بالمعروف کارکوونکي یې کور ته ورغلي، د سینګارتون وسایل یې ورته مات کړي او ورتهیې ګواښ کړی چې بیا دا کار نهشي کولای.
حمیرا زیاتوي: «موږ په کرایي کورونو کې ژوند کوو، خاوند مې ناروغه دی، چې زه کار ونهکړم، څوک به مې کوچني زوی ته شیدې رانیسي؟»
هغه په خپلو خبرو کې وویل: « کله چې طالبان راغلل، نو زه پاکستان ته کډواله شوم، هلته مې په یو سینګارتون کې کار کاوه، ژوند مې یو څه ښه شوی وو، خو کله چې د حکومت له خوا د کډوالو په زور راشړل شروع شول، خپل هېواد ته راغلم او د کور په یوه خونه کې مې سینګارتون جوړ کړ، دا یې هم رابند کړ، نه پوهېږم چې څه وکړم.»

د طالبانو د امر بالمعروف ریاست د دغو اقداماتو رسمي اعلان نه دی کړی، خو سیمهییزې سرچینې وايي چې دا کار د «شرعي حکم» او «اخلاقي فساد د مخنیوي» په نوم توجیه کېږي.
د ښځو حقونو مدافعین دا اقدام د ښځو د مطلق حذف دوام بولي. د ښځو د حقونو یوه فعاله، چې نه غواړي نومیې واخیستل شي، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وايي: «کله چې ښځې له زدهکړو، کار، تفریح او ټولنیز ژوند څخه محرومې شي، کور یې یوازینی ځای پاتې وي. اوس چې کور هم د کار له فرصته بېبرخې کېږي، دا یوه بله هڅه ده چې ښځې ټولییزه خاموشې او منزوي شي.»
دا لومړی ځل نه دی، چې طالبان د ښځو پر فعالیتونو بندیز لګوي. له ۲۰۲۱کال راهیسې د نجونو ښوونځي، پوهنتونونه، دفترونه، پارکونه او مسافرت ټول د محدودیتونو لاندې راغلي دي. اوس، تر دې بندیزونو وروسته کور هم د مېرمنو لپاره د کار ځای نه دی پاتې شوی.
په یو داسې هېواد کې چې له مخکې نه هم اقتصادي ناورین پکې روان دی، د ښځو د عاید بندیدل د کورنيو پر مالي ثبات مستقیم اغېز کوي. د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي پخوانی استاد ډاکټر سادات وايي: «ښځې چې د کورنۍ نفقه ګټي، د ټولنې د اقتصادي ستونزو بوج کموي. د هغوی محدودول نه یوازې د هغوی پر شخصي ژوند، بلکې پر ټول اقتصاد منفي اغېز لري».
د یادولو وړ ده، چې ښځې تر ډېره له زور، جګړې، فقر او محدودیتونو سره مقاومې پاتې شوې دي، خو اوس له یو بل بندیز سره مخ دي؛ بندیز چې نه یوازې د هغوی د عاید لاره یې بنده کړې، بلکې هغوییې له یوازیني مشروع او خوندي کاري ځای «کور» څخه هم بېبرخې کړي دي.
که دا لړۍ همداسې دوام وکړي، د ښځو ټولنیز او اقتصادي حضور نه یوازې له منځه ځي، بلکې د یو نسل راتلونکی هم تر پوښتنې لاندې راولي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې او د کییر نړیوالې موسسې په تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستنېدونکې ښځې او نجونې له سختو ګواښونو سره مخ دي، او د بېړنیو بشري مرستو ترڅنګ دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري.
په راپور کې راغلي، چې له ۲۰۲۳م کال راهیسې تر ۲.۴۳ میلیونه ډېر بېاسناده افغانان له ګاونډیو هېوادونو ستانه شوي، چې یوه په درېیمه برخه یې له ایران او نږدې نیمايي برخه یې له پاکستان نه ښځې او نجونې دي.
راپور زیاتوي، ډېری دا مېرمنې داسې هېواد ته بېرته جبري ستنې شوې، چې مخکې یې پکې ژوند نهدی کړی، او له کور، عاید، زدهکړې او روغتیايي خدماتو بېبرخې دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ځانګړې استازې سوزن فرګوسن ویلي: «هغه زیانمنې ښځې او نجونې چې له هېڅ شي پرته بېرته راستنې شوې، مرستې ته یې لاسرسی باید ژر تضمین شي».
راپور څرګندوي چې د نجونو زدهکړې، د سرپناه نشتوالی، تاوتریخوالی، بېوزلي، په کم عمرۍ کې ودونه، او د ښځو پر ازادیو بندیزونه د دې ډلې عمده اندېښنې دي.
دکییر افغانستان مشر ګراهام ډېوېسن، ویلي: «موږ له داسې حالت سره مخ یو چې له هر ډول مرستو پرته، زرګونه ښځې، نجونې او ماشومان د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه کوي».
راپور نړیواله ټولنه هڅوي چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب او دوامدارو مرستو لپاره باید ژر او رغنده ګامونه واخلي.