اکسیوس: ټرمپ د ټولې غزې له نیولو سره هېڅ مخالفت نهلري

د اکسیوس خبري وېبپاڼې د راپور پر بنسټ؛ د امریکا متحدهایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییل لهخوا د غزې تړانګې له بشپړ نیولو سره هېڅ مخالفت نهلري.

د اکسیوس خبري وېبپاڼې د راپور پر بنسټ؛ د امریکا متحدهایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییل لهخوا د غزې تړانګې له بشپړ نیولو سره هېڅ مخالفت نهلري.
دوو امریکايي چارواکو نوموړې رسنۍ ته ویلي، ټرمپ د دې عملیاتو په اړه د اسراییل په پرېکړه کې د مداخلې اراده نهلري او اسراییلي حکومت ته یې اجازه ورکړې چې په دې اړه خپله پرېکړه وکړي.
ټاکل شوې، چې د اسراییل امنیتي کابینه نن پنجشنبه په دې اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هېواد به یې له هغو هېوادونو نه پر وارد شويو کمپیوټري چېپونو ۱۰۰ سلنه مالیه ولګوي چې په امریکا کې دننه نه تولیدېږي یا یې د تولید لپاره برنامه نشته.
هغه زیاته کړې، دغه مالیه یوازې پر هغو شرکتونو نه پلي کېږي چې په متحده ایالاتو کې فابریکې لري. د ټرمپ په وینا، که چېرې یو شرکت د فابریکې جوړونې ژمنه وکړي؛ خو پوره یې نهکړي، نو راتلونکي کې به د مالیې ورکولو ته اړ شي.
هغه نور جزییات ورنه کړل او دا لا روښانه نه ده، چې دغه پرېکړه به د کومو هېوادونو چېپونه اغېزمن کړي. د TSMC او Nvidia په څېر لویو شرکتونو چې په متحده ایالاتو کې پانګونه کړې ده، ښایي له دغې مالیې څخه معاف وي.

امریکا او سوېلي کوریا اعلان کړی، چې دواړه هېوادونه به (د اګسټ له ۱۸مې نېټې) په لویه کچه ګډ پوځي تمرینات پیل کړي. «د ازادۍ اولچي ډال» په نوم دغه دفاعي تمرینونه به ۱۱ورځې دوام وکړي.
رویټرز خبري اژانس د سوېلي کوریا پوځي چارواکو په حواله زیاته کړې، چې د سږ کال نیمایي تمرینونه د ناسمې هوا له امله سپټمبر ته لېږدول شوي او ټینګار یې کړی چې دغه پرېکړه سیاسي انګېزه نهلري.
د دغه تمرینونو هدف د شمالي کوریا د اټومي ګواښونو او د پرمختللو پوځي ټېکنالوژیو کارونې لپاره چمتووالی ښودل شوی دی.

د فرانسې سیمهییزو چارواکو د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) وویل، چې د دغه هېواد په سوېل کې د یوې پراخې ځنګلي اورلګېدنې له امله یو کس مړ شوی او ۹ نور چې پکې څو اور وژونکي هم شامل دي، ټپیان شوي دي.
دغه اورلګېدنه چې د سېشنبې په ورځ د «اود» په سیمه کې پیل شوې، تر دې دمه یې شاوخوا ۱۲ زره هکټاره ځمکه سوځولې او د ځاني تلفاتو تر څنګ یې درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.
د فرانسې خبري اژانس په وینا، دغې اورلګېدنې ۲۵ استوګنیزو واحدونو ته هم زیان اړولی او د اور وژنې عملیات چې شاوخوا ۲۰۰۰ اور وژونکي او څو ځانګړې الوتکې پکې برخه لري، لا هم روان دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونېسف) اعلان کړی، چې ایران ته یې د ماشومانو لپاره دوه حیاتي واکسیني محمولې لېږلي، چې د نږدې ۱.۵ میلیون ماشومانو روغتیا به خوندي کړي.
په دې کڅوړه کې یو میلیون او ۲۵۰ زره دوز د پنموکوک واکسین او ۴۶۵ زره دوز د پنټاوالان (پنځهګونې) واکسین شامل دي، چې د روان زمري میاشتې په ۸مه او ۱۲مه نېټه ایران ته رسېدلي دي.
د یونېسف په وینا، پنموکوک واکسین له ۱۴۰۳هجري لمریز کال راهیسې د ایران د ملي کتلوي پروګرام برخه ده او ماشومان له مننژیټ او د وینې له جدي عفونتونو ژغوري.
یونېسف زیاتوي، دا واکسینونه له لېږد تر تطبیق پورې په دقیقه توګه څارل کېږي او ژر به د روټاویروس واکسین هم ایران ته واستول شي.

امریکا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د پرېکړه لیک یوه مسوده سپارلې، چې موخه یې د نړۍوالو بندیزونو له نوملړ څخه د سوریې د لنډمهاله حکومت د مشر احمد الشرع نوم لرې کول دي.
د منځني ختیځ یوې خبري وېبپاڼې «ال مانیټور» د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې امریکا دا مسوده برېتانیا او فرانسې ته هم سپارلې ده، چې پکې د سوریې د حکومت مشر احمد الشرع او د کورنیو چارو وزیر انس خطاب باندې د لګول شویو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه شوې ده.
د راپور له مخې، امریکا په خپله مسوده کې وړاندیز کړی چې په سوریه کې د سوداګریزو فعالیتونو د اسانتیا لپاره باید ځینې معافیتونه وغځول شي.
په سند کې د وسلو د بندیز لپاره یوه محدوده استثنا هم شامله ده، چې د ملګرو ملتونو ادارو ته اجازه ورکوي څو د ماین پاکولو لپاره اړین تجهیزات پرته له دوه ګوني استعمال محدودیتونو څخه وارد کړي.
ټاکل شوې ده، چې احمد الشرع به د سپټمبر په میاشت کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړي.
