سږ کال ۱۵۰ زره افغان زیارت کوونکي عراق ته ځي

ایران وايي، چې عراق ته د افغان زیارت کوونکو د سفر غوښتنې ډېرې شوې او دا مهال ۱۵۰ زره افغانانو نوملیکنه کړې ده. ایراني چارواکي اندېښنه ښيي چې د اربعین یو شمېر زیارت کوونکي به په ایران او عراق کې پاتې شي.

ایران وايي، چې عراق ته د افغان زیارت کوونکو د سفر غوښتنې ډېرې شوې او دا مهال ۱۵۰ زره افغانانو نوملیکنه کړې ده. ایراني چارواکي اندېښنه ښيي چې د اربعین یو شمېر زیارت کوونکي به په ایران او عراق کې پاتې شي.
د ایران د خراسان رضوي ولایت د فرهنګي، ټولنیزو او زیارتي چارو مرستیال ویلي،چې د دوی د تګ لپاره اړین ډېپلوماټیک او امنیتي تدابیر د بهرنیو چارو وزارت او نورو مسوولو ادارو په همکارۍ نیول شوي، څو له ایران نه عراق ته د زیارت کوونکو تګ په امن او قانوني ډول ترسره شي.
تیمورعلي عسکري ایسنا خبري اژانس سره په خبرو کې وویل: «عراق ته د افغان زیارت کوونکو د سفر لېوالتیا زیاتوالي په نظر کې نیولو سره، لازمې اسانتیاوې او تدابیر سنجول شوي دي. ځینې زیارت کوونکي د خپلو ځانګړو بسونو له لارې چې ترانزیتي بڼه لري، عراق ته ځي».
هغه زیاته کړه: «د شته شمېرو له مخې، دا مهال شاوخوا ۱۵۰ زره افغان اتباع عراق ته د تګ په نوبت کې دي، حال دا چې تېر کال له افغانستان څخه شاوخوا ۵۰ زره او له ایران په ځانګړي ډول مشهد نه، شاوخوا ۲۵ زره کسان د اربعین زیارت ته استول شوي وو».
عسکري وویل چې تېر کال نږدې ۹۰ زره کسانو د اربعین په مراسمو کې برخه اخیستې وه.
د خراسان رضوي چارواکي وايي، چې د تېر کال تجربه ښيي، یو شمېر زیارت کوونکي عراق ته له تګ وروسته هلته پاتې شوي او یا یې هم په ایران کې لنډمهاله استوګنه غوره کړې. تمه ده چې سږ کال به دا حالت لا شدید شي، ځکه د افغان زیارت کوونکو شمېر پام وړ زیات شوی دی.
عسکري وویل: په همدې موخه، د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي چارو مرستیال جلالزاده مشهد ته ورغلی، چې د بهرنیو چارو وزارت د استازولیو او کونسلګریو له لارې، د افغان زیارت کوونکو لپاره د تګ راتګ د اجازو د صادرېدو بهیر اسانه او تنظیم کړي.


د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندت وايي، چې د خپلو پولو څار او کڼترول لړۍ غځوي او د افغانانو په ګډون هغه کسان چې په غیرقانوني ډول په جرمني کې مېشت دي، بېرته خپلو هېوادونو ته استوي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر د « نن ورځې مېز» په نوم پوډکاست کې ویلي:« موږ به د پولو څار ته دوام ورکړو او د پولو د څار ترڅنګ به ځینې کسان له پولې راوګرځول شي.»
د جرمني د کورنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په ترڅ کې دغه راز ویلي، چې هېواد یې پلان لري افغانستان او سوریې ته د نورو کډوالو دشړلو لپاره هم د چارتر الوتنو بندوبست وکړي.
نوموړي زیاته کړه:« موږ د اضافي شړنو لپاره پر الوتنو کار کوو، په ځانګړي ډول افغانستان او سوریې ته. دا کار ډېر ضروري دی، څو هغه کسان، په تېره مجرمان، چې نه شي پاتې کېدای او باید پاتې نه شي، بېرته خپلو هېوادونو ته واستول شي».
د جرمني د کورنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې جرمني په جولای میاشت کې افغانستان ته په یوه چارتر الوتنه کې ۸۱ افغان مجرمان واستول او دا د طالبانو له واکمنېدو وروسته دویمه ډله افغان کډوال وو، چې جرمني افغانستان ته وشړل.
په جرمني کې واک ته د محافظه کار ایتلافي حکومت له رسېدو وروسته د می میاشت له ۸مې نیټې راهیسې دغه هېواد خپل سرحدي کنټرولونه سخت کړي دي.

په کابل کې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان خصوصي سکټور او د تاتارستان جمهوریت ترمنځ د تېلو او ودانیزو توکو په برخه کې د ۱۸۳مېلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزې هوکړې لاسلیک شوې.
نن پنجشنبه (د زمري ۱۶مه) د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه ناسته کې د دوی وزیر نورالدین عزیزي او د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال او د سوداګرۍ وزیر اولیګ ولادیمروویچ کوربچینکو هم ګډون کړی و.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند یاد تړون د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې مهم وبلل او دا یې د بهرنۍ سوداګرۍ د پراختیا پر لور یو مهم ګام وباله.
د هوکړهلیک اړونده ناسته کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور استازو د خوراکي صنعت، هیلیکوپټر جوړونې، د اوبو سرچینو مدیریت، تېلو او ګاز، برېښنايي وسایلو، پاکوونکو او روغتیايي توکو، ودانیزو توکو او د اوسپنې د وېلې کېدو په برخو کې بحثونه وکړل.
نورالدین عزیزی په خپلو خبرو کې د روسیې فدراسیون له هغې وروستۍ پرېکړې مننه وکړه، چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنه یې اعلان کړې. نوموړي د دغو ناستو موخه د افغانستان او تاتارستان ترمنځ د خصوصي سکتورونو د تعامل پراخېدل وبلل.
یاد طالب وزیر د تاتارستان له سوداګرو وغوښتل، چې په افغانستان کې د کانونو، کرنې او درملو بوټو په برخو کې پانګونه وکړي. ده ټینګار وکړ، چې افغانستان بډایه طبیعي سرچینې لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګټورو اقتصادي همکاریو لامل کېدای شي.
بلخوا د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال د یاد جمهوریت د پوځي او ملکي تولیداتو او ظرفیتونو په تړاو هم طالبانو ته معلومات ورکړي دي. هغه د کابل واکمنو ته بلنه ورکړه، چې (د اګسټ په ۲۶مه) په تاتارستان کې د تېلو یو نندارتون کې برخه واخلي. همداراز یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي مشر سید کریم هاشمي د تاتارستان د سوداګرۍ خونې لیدو ته دعوت کړ.
هممهاله روسیه په نړۍ کې لومړنی هېواد دی، چې طالبان په رسمیت پېژني او د تاتارستان په ګډون د یاد فدارسیون غړو هېوادونو پر کابل له واکمنو سره خپلې اړیکې او تعاملات تر بل هر وخته ډېر پراخ کړي دي. طالبان اوسمهال له روسیې او منځنۍ اسیا سره ښه راشه درشي لري؛ خو د امریکا او اروپايي ټولنې په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو بیا دغه ډله منزوي کړې او هېڅ راز ډېپلوماټیک تعامل ورسره نه ساتي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال محمد نعیم ویلي، د کډوالو اړوند د بشري حقونو مساله باید جدي ونیول شي او افغانانو ته دې د باعزته ستنېدو اسانتیاوې برابرې شي. هغه دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو له یوه پلاوي سره په ناسته کې کړې دي.
د طالبانو یاد وزارت د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۱۶مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې په یاده ناسته کې د افغان کډوالو پر جبري اېستنو، بېځایه شویو کورنیو او پر بشري همکاریو پراخې خبرې اترې شوې دي.
په خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمانو د عمومي مشرې د دفتر رییس محمد عبدیکر له قوله لیکل شوي، چې بشري مرستې خپل مسوولیت ګڼي او د کډوالو په برخه کې یې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې یوازې په تېرو ۴۴ورځو کې یوازې له ایرانه ۸۴۰زره افغانان په جبري توګه اېستل شوي او همدا راز د وران کال له پیله پاکستان هم تر ۲۰۰زرو ډېر کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي. ویل کېږي، چې طالبان په کور دننه د دغو ورستنېدونکو د مدیریت لپاره لازم اقدامات نه دي کړي او نه یې هم ورته په کافي شان بشري مرستې ورکړې دي.
هممهاله اندېښنې دا دي، چې د دغو کسانو په ستنېدو سره به هېواد کې بشري ناورین، لوږه، فقر او بېروزګاري لا ډېره شي.
همدا راز طالبانو تر دې دمخه هم له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې افغانان دې په باعزته او تدریجي توګه وباسي او ورسره دې له هر ډول ناوړه چلند څخه ډډه وکړي.
له پاکستان او ایران څخه ستنو شویو افغانانو شکایتونه کړي، چې په دغو هېوادونو کې ورسره پولیسو ناسم چلند کړی او ان یې دې ته نه دي پرېښي چې د خپلو کورونو سامان بار کړي او د خپلو شتمنیو د خوندیتوب لپاره اقدامات وکړي.

د طالبانو له لوري د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون خبر ورکړی، چې د تېرې چنګاښ میاشتې پرتله روانه میاشت له ایرانه د ستنېدونکو افغان کډوالو په شمېر کې کموالی راغلی دی. د یاد کمېسیون ویاند وایي، دغه لړۍ اوس تر پخوا یو څه کمزورې شوې ده.
احمد الله متقي د (زمري ۱۶مه) د پنجشنبې په ورځ باختر اژانس ته ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې ۱۳زره کډوال د اسلام کلا له لارې افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
د هغه په وینا؛ تر اوسه پورې ۸۴۵زره افغان کډوال په تېرو ۴۴ ورځو کې د اسلام کلا بندر له لارې هېواد ته ستانه کړای شوي دي.
نوموړي زیاته کړه: «د کډوالو د راتګ تعداد کم شوی دی. مخکې به هره ورځ له ۳۰ څخه تر ۳۵زرو ته رسېدل. اوس تقریبا له ۶زرو څخه تر ۸زرو پورې مهاجرین راړول کېږي».
هممهاله له ایران څخه ستانه شوي کډوال په هېواد کې له سختو کړاوونو، د سرپناوو له نشتوالي، بېروزګارۍ او د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته د نه لاسرسي څخه زورېږي.
رویټرز اژانس په خپل یو تازه راپور کې ویلي، چې له ایران څخه د کډوالو د اېستلو بهیر کې افغانستان ته اېستل شوې ښځینه له حقونو او د ژوند له ازادیو څخه محرومې شوې دي. له ایران څخه په زوره دغه ستانه کړای شوي افغانان شکایت کوي، چې په ایران کې ورسره ځايي امنیتي ادارو خورا بد چلند کړی او ان لوټلي یې هم دي.
له دې سره، سره پاکستان هم خبرداری ورکړی، چې د سپټمبر میاشتې له لومړۍ نېټې څخه به د ملګرو ملتونو سره د ثبت افغان کډوالو یا د «پي او ار» کارت لرونکو د اېستل کېدو لړۍ پېل کړي. ویل کېږي، په دې درېیم پړاو کې پاکستان نږدې د دوه مېلیونه افغان کډوالو د اېستلو تابیاوې نیولې دي. پاکستان د روان کال له پیله تر اوسه څه باندې ۲۰۰زره افغانان په دویم پړاو کې خپل هېواد ته په جبري توګه ستانه کړل.
د بشري حقونو سازمانونو اندېښنې ښوولې، چې افغانستان وار دمخه له ناورین سره مخ دی او د دغه کډوالو په ستنېدو سره به دغه ناورین لا پسې پراخ شي. لوږه، اقتصادي ستونزې، فقر او بې روزګاري د طالبانو په واکمنۍ کې خپل اوج ته رسېدلې ده. همدا راز نیوکې کېږي، چې طالبان د کډوالو د بهیر مدیریت توان نهلري او د مرستو لپاره یې نړۍوالو ادارو ته هم لاسونه غځولي دي.

د خيبرپښتونخوا د ايالتي حکومت په نوښت د پرلهپسې قبایلي مشورتي جرګو په لړ کې درېيمې سيمهييزې جرګې ټينګار وکړ، چې په قبايلي سيمو کې د سولې د ټينګښت يوازينۍ لاره پوځي عمليات نه؛ بلکې د پاکستان دننه له ترهګرو ډلو او له افغان طالبانو سره مخامخ خبرې دي.
دغه درېيمه جرګه د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) د شمالي وزيرستان، سوېلي وزيرستان د بېلابېلو قبیلو د مشرانو په ګډون جوړه شوې وه. ګډونوالو له «ټيټيپي» او افغان طالبانو سره د مستقيمو خبرو غوښتنه وکړه؛ څو په سیمهییزه کچه د امنیت ټینګښت تضمین شي.
د يادې جرګې ناسته (د جولای په ۲۴مه) د جوړې شوې څو ګوندیزې ناستې په تعقيب جوړه شوې وه. هغه مهال سپارښتنه شوې وه؛ تر هغې دمخه چې لويه جرګه راوغوښتل شي، بايد د هرې سيمې مشرانو، پارلماني استازو او نورو ښکېلو سره باید خبرې اترې وشي.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ په لومړۍ جرګه کې پرېکړه وشوه، چې د لویې جرګې غړي به همدا ابتدایي جرګه ټاکي.
لومړۍ سيمهييزه جرګه چې د پېښور، اورکزیو، د دره ادمخېل او حسنخېلو د فرعي سيمو له قبایلي مشرانو، ديني عالمانو او استازو جوړه شوې وه، دغه سپارښتنه پهکې وشوه چې فدرالي حکومت دې د ايالتي چارواکو او قومي مشرانو په ګډون يو پلاوی جوړ کړي؛ څو پر کابل واکمنو طالبانو سره خبرې پیل کړي.
دويمه جرګه چې (د اګست په ۴مه) د باجوړ او مومندو قبایلي سيمو له استازو جوړه شوې وه، د پوځي عملياتو او اجباري بېځايه کولو مخالفت څرګند کړ او غوښتنه يې وکړه چې د فدرالي او ايالتي حکومت استازو، قومي مشرانو او نورو ښکېلو اړخونو په ګډون يو هر اړخیزه جرګه راوغوښتل شي؛ څو له افغان ولس او د طالبانو له حکومت سره ګټورې خبرې پيل او د سيمې د ترهګرۍ جرړې واېستل شي.
د درېيمې جرګې ګډونوالو هم همدا دريځ تکرار کړ او وې ويل، چې سوله یوازې د خبرو له لارې راځي؛ نه د زور او وسلهوالو عملياتو له لارې. ګډونوالو وويل، د امريکا او د هغوی د متحدينو تجربه بايد د عبرت درس وي چې هغوی هم د ۲۰ کلنې جګړې وروسته له طالبانو سره خبرو ته مجبور شول؛ نو اوس هم همدا لاره مناسبه ده.
سرچینو ډان ورځپاڼې ته ویلي: «د پاکستان حکومت له تېرو ۲۲ کلونو راهيسې له سختدريځو ډلو سره جګړه کوي او څو پوځي عملياتونه يې کړي؛ خو امنیتي وضعيت لا هم خراب دی».
خو ځينو ګډونوالو اندېښنه وښوده، چې په جرګه کې هېڅ امنيتي راپور يا معلومات نه وو شريک شوي. هغوی د «ښو طالبانو او بدو طالبانو» د سياست مخالفت وکړ.
يو ګډونوال وويل: «موږ دا سياست نه منو. موږ نه ښه طالبان غواړو، نه بد طالبان. حکومت بايد د ښو طالبانو مخه هم ونيسي».
يو بل ګډونوال زیاته کړې، د خېبرپښتونخوا سر وزير په جرګه کې څرګنده کړې، چې د دې موضوع د حل لپاره حکومت د خلکو پراخ ملاتړ ته اړتيا لري او خلک يې خپله تر ټولو مهمه تکيهګاه وبلل.
په ورته وخت کې د خېبرپښتونخوا د حکومت وياند محمد علي سيف یادې پاکستانۍ ورځپاڼې ته ويلي، چې پر کابل له واکمنو طالبانو سره تعامل د ایالتي حکومت رسمي دریځ دی او د خلکو غوښتنه هم ترې همدا ده.
ده زياته کړه: «فدرالي حکومت د دغې سيمې د سولې په اړه جدي نهدی؛ ځکه تر اوسه يې د هغه تړون مفاداتو ته ځواب نهدی ورکړی، چې د روان کال په فبرورۍ کې د ايالتي حکومت لهخوا چمتو شوی و».
د نوموړي په وینا؛ اوسنی امنيتي ناورین که د هېواد په بله سيمه کې وای؛ نو له افغان طالبانو سره به تر دې دمه خبرې پيل شوې وای. اسلام اباد او د خېبر پښتونخوا حکومت انګېري، چې د «ټيټيپي» وسلهوالې ډلې غړي په افغانستان کې امن پناه ځایونه لري او له هماغه ځایه د دوی په خاوره کې ترهګریز بریدونه پلانوي.
که څه هم اسلام اباد په وار، وار پر کابل له واکمنو غوښتي، چې د «ټيټيپي» خلاف جدي اقدامات وکړي؛ خو ښکاري چې په دې تړاو لا هم پرېکنده اقدامات نه دي شوي او پاکستان ورځ تر بلې د نا امنۍ په څپو کې ډوبېږي.