ټرمپ په اوکراین کې د اوربند په اړه: هر څه په پوتین پورې تړلي دي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، هغه ضرب الاجل ته په اشارې سره چې هغه روسیې ته د اوکراین په جګړه کې کې د اوربند لپاره ورکړی وو، ویلي دي، چې هر څه په ولادیمیر پوتین پورې اړه لري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، هغه ضرب الاجل ته په اشارې سره چې هغه روسیې ته د اوکراین په جګړه کې کې د اوربند لپاره ورکړی وو، ویلي دي، چې هر څه په ولادیمیر پوتین پورې اړه لري.
هغه یادونه وکړه چې دا د روسیې له ولسمشر سره د هغه د لیدنې لپاره شرط نه دی چې پوتین له ولادیمیر زیلینسکي سره وګوري.
ټرمپ ټینګار وکړ،چې هغه به د جګړې له امله د رامنځته کېدونکې لا ډیرو وژنو د مخنیوي لپاره هرڅه وکړي.
ټرمپ مخکې خبرداری ورکړی و چې که روسیه د سولې له منلو څخه انکار وکړي، نو هغه به د روسیې د تیلو او ګازو په پیرودونکو نوي بندیزونه ولګوي.
هغه هند او چین د هغو هیوادونو په توګه پیژندلي دي چې د دې بندیزونو لخوا په نښه شوي دي.
د یادولو وړ ده، چې ټرمپ پلان لريچې ډیر ژر له پوتین سره وویني. د غونډې دقیق وخت او ځای لا نه دی اعلان شوی.


د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وایي، که چیرې ایرانیان راپورته شي نو ایران د ابراهیمي تړونونو برخه کیدی شي. هغه زیاته کړه:«زه فکر کوم چې دا هغه څه دي چې ډیری ایرانیان یې غواړي؛ دوی غواړي ځانونه له دې دیکتاتورۍ څخه خلاص کړي.»
نتنیاهو، د فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل، چې د ایران خلک ازادي غواړي او دوی غواړي ځانونه له دیکتاتورۍ څخه خلاص کړي.
هغه وویل: « زه دا په ښکاره توګه وايي؛ زه دوی ته ویډیوګانې لیږم او حیران یم، چې له ایران څخه په ملیونونو ځوابونه ترلاسه کوم، ځینې وختونه د دوی اصلي نومونو سره، د دوید څېروسره، تاسو به باور ونکړئ چې دوی دا کار کوي، مګر دا ښیې چې دوی د ازادۍ لپاره څومره وږي او تږي دي.»
د اسراییل لومړي وزیر وویل، که په ایران د ازادۍ لپاره کومه پېښه رامنځته شي، نو دا به له دې امله وي چې موږ اخوندي رژیم ته خورا قوي ګوزار ورکړی دی، او خلک به له دننه څخه راپورته شي.

اوا حقوقي او ټولنیزو مشورو مرکز په یو څېړنیز راپور کې ویلي، چې سلګونه افغان کډوال له ایران څخه د جبري ایستلو پر مهال له زور زیاتي سره مخ او د دوی ملکیتونه ضبط شوي دي. دې مرکز د نړیوالو سازمانونو د سمدستی مداخلې غوښتنه او د ایران حکومت څخه یې غوښتي، چې بشري حقونو ته ژمن پاتې شي.
د اوا حقوقي او ټولنیزې مشورې مرکز چې په هالنډ کې دی، د کډوالو او پنا غوښتونکو د ملاتړ اداره ده، چې د افغان ښځینه وکیلانو او بشري حقونو فعالینو د یوې ډلې لخوا رهبري کیږي.
دا څیړنه له «ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو وروسته د هغوی د بشري حقونو وضعیت ارزونې» تر سرلیک لاندې خپره شوې.
په راپور کې له ایران څخه د جبري ایستلو پر مهال د افغانانو په وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو ګڼ شمېر قضيې مستندې شوې دي.
په دې راپور کې ویل شوي، چې دوی په نیمروز ولایت کې له ۵۰۳ افغان راستنیدونکو سره مرکې کړې دي.
د څیړنې موندنې ښیي، چې کډوال له قانوني حکم پرته نیول شوي او ۷۸ سلنه ځواب ویونکو ویلي، چې دوی د ایستلو او لیږد پر مهال له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.
نیمايي مرکه کوونکو د نیولو لپاره هیڅ دلیل نه دی ښودلی.
شاوخوا ۴۰ سلنه ځواب ورکوونکو ويلي، چې دوی ته د خپلو شخصي شیانو د راټولولو فرصت نه دی ورکړل شوی.
ځینو بیا ویلي، چې جومات یا کلینیک د تګ پر مهال نیول شوي، پرته له دې چې پوه شي د دوی د کورونو، کورنیو یا ملکیتونو سره به څه پیښ شي.
د اوا حقوقي او ټولنیزې مشورې مرکز وویل، چې دوی د هغو افغان راستنیدونکو سره ساحوي مرکې ترسره کړې، چې د ایران او اسراییل د ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته شړل شوي وو.
په څیړنه کې له نیمایي څخه زیاتو ګډونوالو ویلي، چې د دوی شخصي شیان، نغدي پیسې، اسناد، ګرځنده تلیفونونه د امنیتي کسانو له خوا ضبط شوي او بیرته نه دي ورکړل شوي.
ځینو دا ادعا هم کړې چې دوی اړ ایستل شوي، چې د شړلو څخه د مخنیوي یا د غوره شرایطو ترلاسه کولو لپاره رشوت ورکړي.
له ۶۰ سلنې څخه زیاتو دا هم وویل، چې د نیولو او لېږد پر مهال توهین شوي، سپک شوي او د مامورینو له خوا ورته ویل شوي «پرازیت» د ایران د بدبختۍ لامل یا «بې ارزښته» کلمې ډېر ځله ورته تکرار شوي.
راپور زیاتوي، چې نږدې څلورمه برخه ځواب ویونکو ویلي، چې د فزیکي تاوتریخوالی لکه وهل، لغتې، څپېړې یا په وسله ګواښ تجربه کړی.
یو راستنیدونکي وویل، «کله چې ما اعتراض وکړ، سرتیري زه په پښو کې درې ځله په ډنډه ووهلم.»
یوشمېر کسانو ویلي چې د نیولو پر مهال له خپلو کورنیو جلا شوي او ځینې ماشومان د سرحد پر کرښه یوازې پرېښودل شوي.
اوا په یوه قضیه کې وايي، چې یو اووه کلن ماشوم د نیمروز په پوله یوازې لیدل شوی پداسې حال کې چې د هغه مور او د کورنۍ نور غړي د ایران په قم کې پاتې وو.
۹۲ سلنه خلکو چې مرکې ورسره شوي ویلي، چې د نیولو او ایستلو پر مهال یې هیڅ قانوني ادارې، وکیل یا قضایي پروسې ته لاسرسی نه درلود.
نړیوال تړونونه لکه د مدني او سیاسي حقونو میثاق، د وکیل حق، د اعتراض حق او عادلانه بهیر تضمينوي.
۹۹ سلنه ځواب ویونکي وايي، چې دوی په افغانستان کې د خپل ناڅرګند راتلونکي په اړه ویره لري.
دغه مرکز د کډوالو د حقونو څخه د ایران د سرغړونې اړوند په ټینګار سره وویل، چې دا وضعیت په ځانګړې توګه د ماشومانو او ښځو لپاره جدي رواني او ټولنیزې پایلې لري.
له چمتوالي پرته ستنېدل، فقر، بې کوره کېدل او رواني فشار د جبري شړلو وروسته د دې کډوال د ژوند د واقعیت یوه برخه ده.
طالبانو پدې وروستیو کې اعلان وکړ، چې په تیرو دریو میاشتو کې نږدې دوه ملیونه افغانان له ایران څخه په زوره ایستل شوي دي.

د لبنان حکومت د کابینې په غونډه کې د حزب الله د بې وسلې کولو لپاره د امریکا د پلان عمومي طرحه تصویب کړه. په دې پلان کې، متحده ایالاتو د لبنان په خاوره کې د اسراییلو د پوځي عملیاتو د پای ته رسولو او د لبنان په سویل کې له پنځو ځایونو څخه د اسراییلي ځواکونو د وتلو غوښتنه هم کړې.
د پنجشنبې په ورځ، د کابینې د غونډې له پای ته رسیدو وروسته، د لبنان د عدلیې وزیر وویل چې حکومت د امریکا د ځانګړي استازي په لیک کې ذکر شوې موخې تصویب کړي دي.
دا پلان د سیمې لپاره د ډونالډ ټرمپ د ځانګړي استازي ټام بارک لخوا د لبنان حکومت ته وړاندې شو.
دا وړاندیز د تیر کال د اسراییلو سره د جګړې راهیسې د حزب الله د بې وسلې کولو لپاره د امریکا ترټولو مفصله نقشه ګڼل کیږي.
د حزب الله وزیران په اعتراض کې له کابینې څخه ووتل
حزب الله تر دې دمه د بې وسلې کولو لپاره مخ په زیاتیدونکي غوښتنې رد کړې دي.
له دې مخکې، د ایراند بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د اګست په پنځمه ماښام د ایراني رسنۍ سره په یوه مرکه کې اعلان وکړ چې حزب الله به بې وسلې کول ونه مني.
هغه وویل: «د حزب الله د مشر کلک دریځ او د یوې قوي اعلامیې صادرول ښیې چې حزب الله به په دې مسله کې ټینګ ولاړ وي.»
د لبنان د بهرنیو چارو وزارت د حزب الله د بې وسلې کولو په مخالفت کې د عراقچي څرګندونې وغندلې، او په یوه اعلامیه کې یې ټینګار وکړ چې خبرې اترې « د لبنان پر حاکمیت، یووالي او ثبات برید»او «د هیواد په کورنیو چارو او خپلواکو پریکړو کې لاسوهنه»ګڼل کیږي.
د اسراییل او حزب الله ترمنځ شخړه د ۲۰۲۳کال په اکتوبر کې پیل شوه او تیر کال د اسراییلو له خوا حزب الله ته د درنو ګوزارونو په پایله کې پای ته ورسیده، چې د دې ډلې عمومي منشي حسن نصرالله ووژل شو.
د امریکا وړاندیز موخه د لبنان او اسراییلو ترمنځ د اوربند تړون "پراخول او پیاوړی کول" دي چې تیر نومبر لاسلیک شو.
رویټرز خبري اژانس د لبنان د دریو سیاسي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د حزب الله وزیران، د لبنان په کابینه کې د دوی د شیعه متحدینو سره، د پنجشنبې په ورځ د کابینې له غونډې څخه د حزب الله د بې وسلې کولو د وړاندیز په اړه د غور په اعتراض کې ووتل.
د لبنان کابینې د سې شنبې په ورځ پوځ ته امر وکړ چې د حکومتي وسلو انحصار رامینځته کولو لپاره یو پلان چمتو کړي.

په پلان کې کوم ګامونه دي؟
د دې وړاندیز بیړنی حالت د اسراییلو لخوا د اوسني اوربند سرغړونو په اړه د شکایتونو د زیاتوالي له امله څرګندیږي، په شمول د هوایی بریدونو او سرحدي عملیاتو، چې د اوسني نازک وضعیت د بې ثباته کولو ګواښ کوي.
په طرحه کې راغلي، د پلان لومړۍ مرحله د بیروت حکومت څخه غواړي چې د 15 ورځو دننه یو فرمان صادر کړي چې د 2025 کال د دسمبر تر 31 پورې حزب الله بشپړ بې وسلې کولو ته ژمن وي. پدې مرحله کې، اسراییل به په ځمکه، هوا او سمندر کې هم پوځي عملیات ودروي.
دوهم پړاو لبنان ته اړتیا لري،چې د ۶۰ورځو دننه د بې وسلې کولو پلان پلي کول پیل کړي، او حکومت باید د لبنان د اردو د ځای پرځای کولو لپاره یو مفصل پلان تصویب کړي،ترڅو د حکومت تر کنټرول لاندې ټولې وسلولیږدولو پلان ملاتړ وکړي. دا پلان به د بې وسلې کولو موخېمشخص کړي.
د دوهم پړاو په جریان کې، اسراییل به په سویلي لبنان کې د خپلو موقعیتونو څخه وتل پیل کړي، او د اسراییلو په توقیف کې لبناني بندیان به د سره صلیب د نړیوالې کمیټې سره په همغږۍ کې خوشې شي.
په دریم پړاو کې، اسراییل به د پنځو وروستیو دوو موقعیتونو څخه چې لري یې، او فنډونه به ورکړل شي ترڅو په لبنان کې د کثافاتو پاکول او د بیارغونې لپاره د چمتووالي لپاره زیربنا بیا رغونه پیل شي.
په څلورم پړاو کې، په ۱۲۰ورځو کېدننه، د حزب الله پاتې درنې وسلې باید له منځه یوړل شي، پشمول د توغندیو او ډرونونو.
په څلورم پړاو کې، متحده ایالات، سعودي عربستان، فرانسه، قطر او نور دوست هیوادونه به د لبنان د اقتصاد او بیارغونې د ملاتړ او "د لبنان د سوکاله او باثباته هیواد د بیرته راستنیدو لپاره د ولسمشر لید پلي کولو" لپاره یو اقتصادي کنفرانس جوړ کړي.

د اسراییل لومړي وزیر ویلي، چې تل ابیب غواړي ټوله غزه تر خپل واک لاندې راولي. نوموړي د پنجشنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل، چې نه غواړي داسیمه وساتي، بلکې داسې ځواکونو ته به یې وسپاري چې په سمه توګه یې اداره کړي.
نتنیاهو ویلي:«موږ اراده لرو چې د غزې واک ترلاسه کړو. موږ نه غواړو دا سیمه وساتو، یوازې د امنیتي کمربند په توګه یې غواړو. موږ نه غواړو پر دې سیمه حکومت وکړو او اداري مسوولیت یې واخلو.»

د طالبانو د هوا پوهنې ریاست سبا او بل سبا (د زمري ۱۷مه او ۱۸مه) د هېواد په ۹ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او سېلابونو اټکل کړی. یاده اداره وايي، په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، کاپیسا، لوګر، خوست او پکتیا کې د شدیدو ورښتونو او سېلابونو امکان دی.