طالبان: د پاکستان له بندخونو نږدې ۳۰۰ افغان کډوال ازاد شول

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې په تېره یوه اوونۍ کې ۲۹۹ افغان کډوال د پاکستان له بندخونو ازاد او افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې په تېره یوه اوونۍ کې ۲۹۹ افغان کډوال د پاکستان له بندخونو ازاد او افغانستان ته ستانه شوي دي.
طالبانو پنجشنبه (زمري۱۶مه) زیاته کړې، چې دغه کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او له ۲۰ ورځو تر درېیو میاشتو پورې په بندخونو کې ساتل شوي وو. د یادې ډلې په خبره؛ دغه کسان تر ثبتېدو او د بشري مرستو تر ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي مېنو ته لېږدول شوي دي.


د ګالپ موسسې د یوې نوې نظرپوښتنې لهمخې؛ د اوکراینیانو یوه لویه برخه اوس له روسیې سره د خبرو اترو له لارې د جګړې له پای ته رسولو ملاتړ کوي. دا په داسې حال کې ده، چې په ۲۰۲۲ کال کې ډېریو اوکراینیانو تر بریا پورې د جګړې د دوام غوښتنه لرله.
یوازې شاوخوا یو پر څلورمه برخه خلک فکر کوي، چې جګړه به په راتلونکي کال کې پای ته ورسېږي. د اوکراین د جګړې د دوام ملاتړ د ټولو سیمو او خلکو په منځ کې کم شوی دی.
د اسوشیټېډپرېس خبري اژنس د راپور لهمخې؛ په دې نظرپوښتنه کې په ټول اوکراین کې تر زرو ډېرو کسانو (د روسیې تر کنټرول لاندې سیمو پرته) برخه اخیستې ده. د روانې جګړې له پیل راهیسې تر ۱۲ زرو ډېر اوکرایني ملکيان وژل شوي او روسي ځواکونو ورو، ورو ډېرې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.
همداراز، د ناټو او اروپايي ټولنې د غړیتوب لپاره د اوکراینیانو هیلې د پخوا پرتله کمې شوې دي. اوس یوازې درېیمه برخه خلک په دې باور دي، چې اوکراین به په راتلونکو لسو کلونو کې له ناټو سره یوځای شي او شاوخوا نیمایي یې تمه لري چې د اروپایي ټولنې غړی شي.

په کابل کې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان خصوصي سکټور او د تاتارستان جمهوریت ترمنځ د تېلو او ودانیزو توکو په برخه کې د ۱۸۳مېلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزې هوکړې لاسلیک شوې.
نن پنجشنبه (د زمري ۱۶مه) د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه ناسته کې د دوی وزیر نورالدین عزیزي او د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال او د سوداګرۍ وزیر اولیګ ولادیمروویچ کوربچینکو هم ګډون کړی و.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند یاد تړون د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې مهم وبلل او دا یې د بهرنۍ سوداګرۍ د پراختیا پر لور یو مهم ګام وباله.
د هوکړهلیک اړونده ناسته کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور استازو د خوراکي صنعت، هیلیکوپټر جوړونې، د اوبو سرچینو مدیریت، تېلو او ګاز، برېښنايي وسایلو، پاکوونکو او روغتیايي توکو، ودانیزو توکو او د اوسپنې د وېلې کېدو په برخو کې بحثونه وکړل.
نورالدین عزیزی په خپلو خبرو کې د روسیې فدراسیون له هغې وروستۍ پرېکړې مننه وکړه، چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنه یې اعلان کړې. نوموړي د دغو ناستو موخه د افغانستان او تاتارستان ترمنځ د خصوصي سکتورونو د تعامل پراخېدل وبلل.
یاد طالب وزیر د تاتارستان له سوداګرو وغوښتل، چې په افغانستان کې د کانونو، کرنې او درملو بوټو په برخو کې پانګونه وکړي. ده ټینګار وکړ، چې افغانستان بډایه طبیعي سرچینې لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګټورو اقتصادي همکاریو لامل کېدای شي.
بلخوا د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال د یاد جمهوریت د پوځي او ملکي تولیداتو او ظرفیتونو په تړاو هم طالبانو ته معلومات ورکړي دي. هغه د کابل واکمنو ته بلنه ورکړه، چې (د اګسټ په ۲۶مه) په تاتارستان کې د تېلو یو نندارتون کې برخه واخلي. همداراز یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي مشر سید کریم هاشمي د تاتارستان د سوداګرۍ خونې لیدو ته دعوت کړ.
هممهاله روسیه په نړۍ کې لومړنی هېواد دی، چې طالبان په رسمیت پېژني او د تاتارستان په ګډون د یاد فدارسیون غړو هېوادونو پر کابل له واکمنو سره خپلې اړیکې او تعاملات تر بل هر وخته ډېر پراخ کړي دي. طالبان اوسمهال له روسیې او منځنۍ اسیا سره ښه راشه درشي لري؛ خو د امریکا او اروپايي ټولنې په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو بیا دغه ډله منزوي کړې او هېڅ راز ډېپلوماټیک تعامل ورسره نه ساتي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمدنعیم د اغا خان پوهنتون له رییس سلیمان شهابالدین او د یاد بنسټ له یو شمېر استازو سره په لیدنه کې د روغتیا، پوهنې، زېربناوو او د بشري مرستو په برخو کې د همکارۍ پر پراختیا خبرې کړې دي.
په دغې لیدنه کې د افغان ډاکټرانو د روزنې، د روغتیايي مرکزونو تجهیز، د ظرفیت لوړونې او د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ په برخو کې د اغا خان بنسټ د همکاریو پر ارزښت هم خبرې شوې دي. دواړو خواوو پر دوامداره همکارۍ ټینګار کړی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال محمد نعیم ویلي، د کډوالو اړوند د بشري حقونو مساله باید جدي ونیول شي او افغانانو ته دې د باعزته ستنېدو اسانتیاوې برابرې شي. هغه دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو له یوه پلاوي سره په ناسته کې کړې دي.
د طالبانو یاد وزارت د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۱۶مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې په یاده ناسته کې د افغان کډوالو پر جبري اېستنو، بېځایه شویو کورنیو او پر بشري همکاریو پراخې خبرې اترې شوې دي.
په خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمانو د عمومي مشرې د دفتر رییس محمد عبدیکر له قوله لیکل شوي، چې بشري مرستې خپل مسوولیت ګڼي او د کډوالو په برخه کې یې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې یوازې په تېرو ۴۴ورځو کې یوازې له ایرانه ۸۴۰زره افغانان په جبري توګه اېستل شوي او همدا راز د وران کال له پیله پاکستان هم تر ۲۰۰زرو ډېر کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي. ویل کېږي، چې طالبان په کور دننه د دغو ورستنېدونکو د مدیریت لپاره لازم اقدامات نه دي کړي او نه یې هم ورته په کافي شان بشري مرستې ورکړې دي.
هممهاله اندېښنې دا دي، چې د دغو کسانو په ستنېدو سره به هېواد کې بشري ناورین، لوږه، فقر او بېروزګاري لا ډېره شي.
همدا راز طالبانو تر دې دمخه هم له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې افغانان دې په باعزته او تدریجي توګه وباسي او ورسره دې له هر ډول ناوړه چلند څخه ډډه وکړي.
له پاکستان او ایران څخه ستنو شویو افغانانو شکایتونه کړي، چې په دغو هېوادونو کې ورسره پولیسو ناسم چلند کړی او ان یې دې ته نه دي پرېښي چې د خپلو کورونو سامان بار کړي او د خپلو شتمنیو د خوندیتوب لپاره اقدامات وکړي.

کمبوډیا او ټایلنډ نن پنجشنبه په مالیزیا کې تر خونړیو سرحدي نښتو وروسته د دایمي اوربند په اړه خبرېاترې پیل کړې. دغه نښتې چې تېره میاشت پیل شوې، ۴۳ کسان پهکې وژل شوي او تر ۳۰۰زرو ډېر بېځایه شوي دي.
نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د دواړو هېوادونو مشرانو د متحدهایالاتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر خبرداري وروسته پر خبرو اترو هوکړه کړې ده. ټاکل شوې، چې دواړه خواوې به د سرحدي شخړو د حل، د تاوتریخوالي کمښت او د ملکيانو پر خوندیتوب هوکړه وکړي.