طالبان له اغاخان بنسټ سره د همکارۍ پر پراختیا غږېدلي دي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمدنعیم د اغا خان پوهنتون له رییس سلیمان شهابالدین او د یاد بنسټ له یو شمېر استازو سره په لیدنه کې د روغتیا، پوهنې، زېربناوو او د بشري مرستو په برخو کې د همکارۍ پر پراختیا خبرې کړې دي.
په دغې لیدنه کې د افغان ډاکټرانو د روزنې، د روغتیايي مرکزونو تجهیز، د ظرفیت لوړونې او د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ په برخو کې د اغا خان بنسټ د همکاریو پر ارزښت هم خبرې شوې دي. دواړو خواوو پر دوامداره همکارۍ ټینګار کړی.