امریکا د ځینو بهرنیو چېپونو پر وارداتو ۱۰۰ سلنه مالیه وضع کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هېواد به یې له هغو هېوادونو نه پر وارد شويو کمپیوټري چېپونو ۱۰۰ سلنه مالیه ولګوي چې په امریکا کې دننه نه تولیدېږي یا یې د تولید لپاره برنامه نشته.