په غزني کې دوو جلا ټرافیکي پېښو ۷ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د غزني د امنیه قوماندانۍ طالب مسوولینو د دغه ولایت په مرکز او قره باغ ولسوالۍ کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله د یوه تن د مړینې او شپږو تنو د ټپي کېدو خبر ورکړی. لومړۍ پېښه د کابل-کندهار پر لویه لار او دویمه پېښه د ولایت په مرکز کې شوې ده.