۱۳ کلنې نجونې چې د طالبي زخمونو درد یې پر زړونو نقش دی

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له پیله د دغې ډلې مشر د یو ځانګړي حکم له مخې، میلیونونه نجونې له مکتبي او پوهنتوني زده کړو بې برخې کړې. د افغانستان انټرنشنل دا راپور د هغو میلیونونو نجونو د ژوند کیسه کوي چې په زوره له زده کړو بې برخې شوې دي.