نتنیاهو: غواړم د ټولې غزې کنټرول په لاس کې واخلم

د اسراییل لومړي وزیر ویلي، چې تل ابیب غواړي ټوله غزه تر خپل واک لاندې راولي. نوموړي د پنجشنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل، چې نه غواړي داسیمه وساتي، بلکې داسې ځواکونو ته به یې وسپاري چې په سمه توګه یې اداره کړي.

نتنیاهو ویلي:«موږ اراده لرو چې د غزې واک ترلاسه کړو. موږ نه غواړو دا سیمه وساتو، یوازې د امنیتي کمربند په توګه یې غواړو. موږ نه غواړو پر دې سیمه حکومت وکړو او اداري مسوولیت یې واخلو.»