• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د ټرانسپورټ فیسونه به برېښنايي اخلو، خو د عوایدو لګښت لا هم پټ دی

۱۷ زمری ۱۴۰۴ - ۸ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۴۹ GMT+۱

د طالبانودټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت تازه اعلان کړی، چې له دې وروسته به د سړک‌ او لوی لارو د ټرانسپورټ فیسونه یا حق‌الزحمه په برېښنايي ډول راټولېږي. دغه وزارت وايي، د نغدو پیسو اخیستل بند شوي او دا نوی بهیر یې په کابل کې د یو منظم بانکي سیسټم له لارې پیل کړی دی.

سره له دې چې دغه اقدام په ظاهري توګه د شفافیت، معاصر سیستم او فساد کمولو په نوم وړاندې کېږي، خو د طالبانو د ادارې تر واک لاندې د عوایدو راټولولو پروسه له ګڼو نیوکو سره مخ ده.

ډېری هېوادوال وایي، دا ډله د مالیاتو، فیسونو، او ګمرکي عوایدو له لارې پیسې راټولوي، خو د هغو لګښتونه، برخلیک، یا شفاف حساب‌ورکونه نه وړاندې کوي.

د افغانانو لویه نیوکه دا ده چې طالبان د فیسونو او مالیاتو ټول سیستم نه له خلکو سره شریکوي، نه هم د کوم ځانګړي ارګان له‌خوا څارل کېږي، او نه هم د لګښتونو راپور وړاندې کوي.

د دوی په باور، که څه هم د پیسو راټولولو سیستم برېښنايي کېږي، خو دا یوازې د ظاهري اصلاحاتو هڅه ده، نه د اساسي ستونزو حل.

طالبان هر کال له کانونو، ګمرکونو، وارداتو او نورو عوایدو ملیاردونه افغانۍ راټولوي، خو تر اوسه یې ولس ته دا نه ده څرګنده کړې چې دا پیسې څه ډول لګول کېږي، کومو برخو ته ځي، او څوک پرې څارنه لري.

د نړیوالو څارونکو ادارو او مرستندویو هېوادونو اندېښنه دا ده، چې طالبان ټولې اقتصادي سرچینې تر خپل ناقانونه کنټرول لاندې راولي، خو د شفافیت، عدالت، او خلکو د خوښې پرته پرې واک چلوي. دا چاره د ولس د بې‌باورۍ، اقتصادي فشار، او د فساد د پراخېدو سبب شوې ده.

سره له دې چې د فیسونو برېښنايي کول یو عصري ګام ښکاري، خو تر هغې چې د عوایدو راټولولو او لګښتونو پروسه روښانه، شفافه، او د ولس تر نظارت لاندې نه وي، دا ډول اقدامات د باور د بېرته ترلاسه کولو لپاره بسنه نه کوي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۵

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

•
•
•

نور کیسې

شفقت علي: له طالبانو سره یې اړیکې د سفیر تر کچې لوړې شوي، خو د بیرغ په تړاو پرېکړه نده شوې

۱۷ زمری ۱۴۰۴ - ۸ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۴۶ GMT+۱
شفقت علي: له طالبانو سره یې اړیکې د سفیر تر کچې لوړې شوي، خو د بیرغ په تړاو پرېکړه نده شوې
100%

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان او طالبانو تر منځ اړیکې د سفیر تر کچې لوړې شوي، خو په وینا یې لا تر اوسه په اسلام اباد کې د طالبانو د بیرغ په تړاو څه پرېکړه نه ده شوې.

د دغه وزارت ویاند شفقت علي خان د جمعې په ورځ (د زمري په ۱۷مه) په اونیزه خبري غونډه کې وویل، چې د پاکستان او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې له مخې، د اسلام اباد او طالبانو تر منځ اړیکې د سفیر تر کچې لوړې شوي او اوس یې لوړ پوړي ډيپلوماټ ته د سفیر پروتوکل ورکول کېږي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر خپل باور لیک د دغه هېواد ولسمشر ته وړاندې کړی وویل: « اسلام اباد د پاکستان ولسمشر ته د طالبانو د باور لیک وړاندې کول اړین نه ګڼي».

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې خبري غونډه کې په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت د بیرغ د څرنګوالي په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، په دې اړه به د پروتوکولونو له ارزونې وروسته خپله پرېکړه اعلان کړي.

د بریتانیا افغان همکاران: زموږ د معلوماتو له افشا کېدو سره هم بریتانیا زموږ غوښتنه رد کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۴ - ۸ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۱۷ GMT+۱
د بریتانیا افغان همکاران: زموږ د معلوماتو له افشا کېدو سره هم بریتانیا زموږ غوښتنه رد کړه
100%

یو شمېر هغه افغان پوځیان چې د ناټو د شتون پر مهال یې له بریتانوي پوځ سره همکاري کړې وايي، چې له کلونو انتظار وروسته د بریتانیا حکومت د دوی د لېږد غوښتنې رد کړې دي. ځينو پخوانیو افغان نظامیانو په یوه اعلامیه کې ویلي:«انساني ژوند باید د نورو د خپل سرو پرېکړو په تمه پاتې نه شي.»

په دې وروستیو کې په بریتانیا کې د دې سرتېرو د محرم اسنادو افشا کېدو غبرګونونه را وپارول.

په دې معلوماتو کې د افغان همکارانو نومونه او د دوی د همکارۍ توضیحات شامل وو، چې په ۲۰۲۲ کال کې په تېروتنه کې افشا شول او یوه برخه یې یو کال وروسته په ټولنیزو شبکو کې خپره شوه.

بریتانیا حکومت د یوې ځانګړې محکمې د حکم له مخې دا موضوع پټه وساتله او بیا یې د همدې کسانو د لېږد لپاره یو پټ پلان پيل کړ.

د بریتانیا سترې محکمې حکومت اړ کړ، چې په ۲۰۲۵ کې دا موضوع په عامه توګه افشا کړي.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان سرتېري وايي، چې د دوی شخصي معلومات افشا شوي او ژوند یې له خطر سره مخ دی؛ خو د بریتانیا حکومت یې غوښتنو ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

د همدې افغان امنیتي ځواکونو له ډلې یو شمېر یې افغانستان انترنشنل ته ویلي، چې د دوی غوښتنې په «ډله ییز، ناعادلانه او بېله دقیقې ارزونې» رد شوې دي.

له دې جملې یو د افغانستان د ځانګړو ځواکونو غړی پاتې شوی وايي: «ما په ۲۰۲۲ کال کې بریتانیا ته د افغان همکارانو د انتقال پروګرام له لارې غوښتنه وکړه؛ خو په ۲۰۲۳ کې زما غوښتنه رد شوه. په هم هغه وخت کې زموږ ډېر نورو همکارانو منفي ځوابونه تر لاسه کړه. د۲۰۲۵ کال په پيل کې مې يو ايمیل تر لاسه کړ، چې زما دوسیه بیا ارزول کېږي؛ خو نن جمعه یو ځل بیا زموږ څو کسانو ته ایمیل راغی، چې بریتانیا ته زموږ د انتقال غوښتنه رد شوې ده.»

هغه زیاته کړه: «دا حیرانوونکې ده، چې زموږ شاوخوا ۱۵ کسان یو، چې په یوه پوځي واحد کې مو په یوه اډه او یو ډول ماموریتونو یو ځای کار کړی؛ خو ځيني کسان بریتانیا ته منل شوي او ځينې نه.ِ»

دا پخواني پوځيان وايي په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخ دی او اړ دی ځانونه پټ وساتي.

یو افغانستان انټرنشنل ته ويلي: «زموږ یو همکار طالبانو ځکه ونیو، چې په خپل موبایل کې یې د بریتانوي ځواکونو سره د همکارۍ اسناد لرل، یوه میاشت کې هیڅ خبر ورباندې نه لرو، چې څه ورسره شوي دي.»

پخواني امنیتي ځواکونه: زموږ غږ باید واورېدل شي

یو شمېر پخوانیو افغان پوځیانو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دوی مستقیم له بریتانوي ځواکونو سره په نظامي ماموریتونو کې همکاري کړې ده.

دوی اسناد، عکسونه، ویډیوګانې، مننه لیکونه او د ژوند د خطر شواهد وړاندې کړي؛ خو د ARAP پروګرام کې د دوی غوښتنې ځکه رد شوي، چې «رسمي قرارداد نشته» یا «شواهد تایید نه شول».

دوی ټینګار کړی چې په جګړه کې هېڅکله رسمي قرارداد نه وي او د بریتانوي ځواکونو سره یې همکاري ریښتینې، مستنده او په خطرناکو حالاتو کې شوې ده.

په اعلامیه کې یوې قضیې ته اشاره شوې، چې یو افغان پوځي افسر خپل عکسونه او ویډیوګانې د بریتانوي افسرانو سره وړاندي کړي؛ خو ځوا یې ځکه منفي تر لاسه کړی، چې «بریتانوي افسرانو څېرې نه پېژندل کېدې او یا د غوښتونکي حضور په عکسونو کې نه دی تاید شوی.»

په اعلامیه کې غوښتنه شوې، چې رسنۍ، د بشري حقونو بنسټونه او د بریتانیا پارلمان دي د ای ار ای بي غښتنو ارزونه په شفافه او خپلواکه توګه وکړي.

په دې وروستیو کې د بریتانیا ورځپاڼې تلگراف راپور ورکړی، چې د ایران سپاه پاسداران له طالبانو غوښتي، چې د شاوخوا ۲۵ زرو افغانانو نومونه چې د بریتانوي ځواکونو سره یې په افغانستان کې همکاري کړې ایران ته وسپاري.

د تلگراف له قوله د تهران موخه داده، چې ممکن د بریتانیا استخباراتي ادارې (MI6) همکاران وپیژني او دغه معلومات د هسته‌ یي خبرو اترو کې د غرب پر وړاندې د فشار وسیله وګرځوي.

تلگراف دا هم ویلي چې په دغه لېست کې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو او استخباراتي مامورینو له ۱۰۰ څخه ډېر نومونه هم شامل دي.

ملګري ملتونه: د ښځو په تړاو د طالبانو فرمانونه د راستنېدونکو ښځو پر وړاندې جدي ننګونې دي

۱۷ زمری ۱۴۰۴ - ۸ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۲۰ GMT+۱
ملګري ملتونه: د ښځو په تړاو د طالبانو فرمانونه د راستنېدونکو ښځو پر وړاندې جدي ننګونې دي
100%

ملګرو ملتونو له ګاونډیو هېوادونو د ستانه شویو افغان کډوالو د وضعیت په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، راستنېدونکي افغانان د طالبانو د واکمنۍ لاندې داسې یوه هېواد ته ستنېږي، چې پکې شاوخوا نیمايي نفوس د اقتصادي، بشري حقونو او د اقلیمي کړکېچونو له امله بشري مرستې ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د استوګنې او ښاري پراختیا ادارې مشرې«سټیفني لوز» نن (جمعه د زمري۱۷مه) په جینوا کې ویلي، «د طالبانو هغه فرمانونه چې ښځې او نجونې له ثانوي زده کړو، کار او له محرم پرته له کوره وتلو څخه منعه کوي، د راستنېدونکو لپاره جدي ننګونې دي.»

د نوموړې په وینا، راستنېدونکې افغان نجونې او ښځې بېرته داسې یوه هېواد ته ستنېږي چې له ۱۲ کلنۍ پورته نجونې ښوونځيو ته نشي تللی او همداراز د ټولنې دغه قشر ته هېڅ ډول ټولنیز او یا هم اقتصادي فرصتونه نشته.

مېرمن لوز زیاته کړې، «موږ داسې کورنۍ هم لرو چې د ښځو په مشرۍ هېواد ته ستنېږي. تاسو تصور وکړئ چې دا د دوی لپاره څه معنا لري. هغوی پرته له محرم څخه نشي کولای له کوره ووځي، ان که ډاکټر ته د تګ اړتیا هم ولري.»

ملګري ملتونه وايي، افغانستان له ګاونډیو هېوادونو د یو مخیز راستنېدونکو له امله له ناورین سره مخ دی او د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې له پاکستان او ایران څخه شاوخوا ۳ میلیونه افغانان یا په خپله خوښه بېرته هېواد ته ستانه شوي او یا هم په زوره شړل شوي او یوازې د روان ۲۰۲۵ کال له پیله تر اوسه څه باندې ۲ میلیونه افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي او په وینا یې د ځینو لپاره دغه بېرته ستنېدنه یوازې ستنېدنه نه ده بلکې یو نوی هم پیل دی.

سټيفني لوز زیاته کړې، «ډېری کسان چې بېرته ستانه شوي په اصل کې هېڅکله یې په افغانستان کې ژوند نه‌دی کړی، نو دا د هغوی لپاره یوازې بېرته تګ نه، بلکې یو نوی پیل دی.»

د مېرمن لوز په وینا، د راستنېدونکو کسانو شاوخوا ۶۰ سلنه یې تر ۱۸ کلو کم عمر لري او دوی له هغه ځای سره هېڅ ډول ټولنیزې اړیکې نه لري او دغه حالت به د هغوی پر وضعیت هم ناوړه اغېز وکړي.

د ملګرو ملتونو دغې چارواکې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې افغانستان او په ځانګړې ډول افغان ښځې او نجونې هېرې نه کړي.

تر دې مخکې د کډوالۍ نړۍوال سازمان هم خبرداری ورکړی که چېرې پاکستان د افغان کډوالو د اېستنې په تړاو له خپلې پرېکړې په شا نشي نو لرې نه ده چې شاوخوا یو میلیون نور کسان هم بېرته افغانستان ته ولېږدول شي او ورسره به د ګډوالو ناورین لاپسې جدي شي.

بهرنۍ مېرمن افغانستان ته سفر کوي، خو افغانې ښځې له زده کړو محرومې دي

۱۷ زمری ۱۴۰۴ - ۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۹:۲۸ GMT+۱
بهرنۍ مېرمن افغانستان ته سفر کوي، خو افغانې ښځې له زده کړو محرومې دي
100%

مارګریتا، یوه ۳۳کلنه الماني ګرځندوې، په ټولنیزو رسنیو کې له محرم پرته، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د خپل درې میاشتني سفر ویډیوګانې خپروي، چې دا کار یې له سختو غبرګونونو سره مخ کړی دی.

مارګریتا یوه له هغه ګرځندویانو څخه ده، چې «د ټېک ټاک، انسټګرام، یوټیوب او ټولنیزو رسنیو» لارې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ژوند بېلابیلې ویډیوګانې خپروي.

د هغې په ټک ټاک کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د خپل سفر هغه ویډوګانې د سختو غبرګونو سره مخ شوي، چې دا پکې يوازې سفرونه کوي.

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته داغه ډلې له محرم پرته د ښځو پر تګ راتګ بندیز لګولی؛ خو د بهرنیو میرمنو دا ډول ګرځېدل او ویډیو خپرول د ټولنیزو رسنیو د فعالانو په خاص ډول د افغان مېرمنو غبرګونونه پارولې.

مارګریتا، په ټولنیزو رسینو کې ټېک ټاک خپل د خوښې فارمټ یادوی او په کې «د خوړو، ساحلونو، دښتو، غرونو، د خلکو د ژوند، خوړو او بېلابېلې» ويديوګانې نشروې.

۳۳ کلنه مارګریتا د المان د سفرونو ګرځندوې ده، چې په ۲۰۲۴ کال د مې په میاشت کې یې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته له محرم پرته یواځي درې میاشتنی سفر وکړ.

نوموړې په ټېک ټاک کې ۱۸ زره لیدونکي لري، د «این بي سي نیوز» سره په خبرو کې ویلي: «ما ویره نه درلوده، زما سره د ملکیانو په څېر چلند شوی.»

مارګریتا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې په نشر شویو ویډیوګانو کې هڅه کوې وښيې، چې دغه هېواد «امن، ژوند په کې په خاص ډول د مېرمنو لپاره خوندې دی»

ډېرو خلکو دې ویډیوګانو ته غبرګونو ښودلې او وايي: «دا غواړي د طالبانو حکومت منظم، امن او د ښځو لپاره خوندې ځای وښوي په داسي حال کې چې سخت زورواکی نظام روان دی.»

په ناامنه سیمه کې اغیزمن خلک

مارګریتا د افغانانو د ژوند طریقه ستایلې ده او وايي، چې دا ځان په کې خوندې ګڼي او د یوې ښځې په توګه د ځواکمنه احساس کوي.

خو د بریتانیا حکومت ګرځندیانو او سفرکوونکو په خاص ډول ښځينه مسافرو ته خبردارۍ ورکړی، چې افغانستان ته سفر ونه کړي

د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتي راهیسي کله چې طالبان بیا واک ته ورسېدل په تدريجي ډول یې د ښځو ټولنیز او سیاسي حقونه محدود کړي او پر عامه ژوند یې بندیزونه لګولي.

په دغه هېواد کې ښځې او نجونې په پراخ او سیستماتیک تبعیض او ځورونې سره مخ دي.

له محرم پرته يې د ښځو پر ګرځېدو بندیز لګولی، د ښځو او نجونو په وړاندې یې زده کړې او کار بند کړی دی.

مارګریتا که څه هم دا مني، چې په افغانستان کې طالبان د ښځو پر ژوند سخت محدودیتونه لګولي؛ خو دا قوانین یې د ښځو د ارزښت نښه یاده کړې.

افغانستان کې د خبریالانو ځپنه: «ار ایس ایف»د طالبانو له خوا د افغان خبریالانو نیول غندلي

۱۷ زمری ۱۴۰۴ - ۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۸:۴۵ GMT+۱
افغانستان کې د خبریالانو ځپنه: «ار ایس ایف»د طالبانو له خوا د افغان خبریالانو نیول غندلي
100%

د بې پولې خبریالانو سازمان یا «ار ایس ایف» په څه کم درېیو اونیو کې په کابل د طالبانو له لوري د څلورو خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو نیول کېدل غندلي دي.

د بې پولې خبریالانو د سویلي اسیا څانګې مشره «سیلیا مرسېر» د یوې اعلامیې په خپرولو سره وایي، د روان کال د جولای له ۲۲مې راهیسې د طالبانو استخباراتو او د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت په کابل کې څلور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په خپل سر نیولي او لا یې هم برخلیک نه دی روښانه شوی.

د سیلیا مرسېر په وینا، له دغو کسانو د ځينو اعترافیه ویډیوګانې خپرې شوې او پکې د ادعا شویو تورونو لکه «اخلاقي فساد» په تړاو اعترافونه شوي دي.

«ار ایس ایف» د دغو وروستیو نیول شویو کسانو د سمدستي خوشې کېدو، د هغوی د ضبط شویو وسایلو د بېرته ورکړې او د رسنیو له کارکوونکو سره دغه ډول چلند د پایته رسېدو غوښتنه کړې ده.

د «ار ایس ایف» د سویلي اسیا څانګې مشره سیلیا مرسېر د طالبانو له لوري دغه وروستۍ نیونې او په زور سره اعترافونه په افغانستان کې د خپلواکو رسنیو د لمنځه وړلو لپاره یو ویرونکی حالت بولي او د ډارولو دغه نوې لارې د عادلانه محاکمې او د مطبوعاتو ازادۍ د حقونو تر پښو لاندې ګڼلي دي.

نوموړې یو ځل بیا پر نړۍوالو غږ کړی چې د طالبانو پر دغه ډول کرغېړنو میتودونو او د خبریالانو پر ځپنې سترګې پټې نه کړي.

د یادولو وړ ده، چې د روان کال په جولای میاشت کې په کابل کې د وېب پاڼې ډیزاینر په جلا وطنۍ کې له نورو رسنیو سره د همکارۍ په تور او د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیو فډراسیون پر دفتر د طالبانو په چاپه کې د رسنیو ۳ نور مسلکي کسان نیول شوي دي.

تر دې مخکې د افغان رسنیو د ملاتړ سازما‍ن هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د خبریالانو د نیونې او د رسنیو د ازادۍ پر وړاندې د طالبانو کړنې غندلې وې او ویلي وو چې لا هم لس خبریالان د طالبانو په زندانونو کې له ناڅرګند وضعیت سره مخ دي.