• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
پروفایل\ژوندلیک

د فقر په منګولو کې راګیر افغانستان؛ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې خلک لاهم په بشري مرستو پايي

۱۷ زمری ۱۴۰۴ - ۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۲:۵۰ GMT+۱

که څه هم افغانستان د ۲۰۰۱ کال را وروسته د نړۍوالو سیاسي، پوځي او اقتصادي تحولاتو مرکز و؛ خو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې د جمهوري نظام په پرځېدو او د طالبانو په بیا واکمنېدو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پراخ بدلونونه راغلي دي.

د نړۍوالو بندیزونو، بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ له امله د خلکو ژوند ورځ تر بلې ستونزمن شوی. که څه هم طالبان هڅه کوي، چې خپل اقتصادي نظام پیاوړی کړي؛ خو د نړۍوالې ټولنې سره د اړیکو کمزورتیا او د مرستو نشتوالی د دغه هڅو مخه نیسي.
په دغه راپور کې به د طالبانو د حکومت اقتصادي وضعیت او پر وړاندې یې شته خنډونه وڅېړل شي.
که څه هم افغانستان له ۲۰۲۱ کال وړاندې له بې‌وزلۍ او اقتصادي کړکېچ سره مخامخ و؛ خو د طالبانو په بیا واکمنېدو دغه کړکېچ لاپسې پراخ شو او د هرې ورځې په تېرېدو ژورېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) د ۲۰۲۴ کال د راپور له مخې؛ څه باندې ۲۴ مېلیونه افغانان بشري مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري، چې دا د ټول نفوس نږدې ۶۰سلنه جوړوي.

د طالبانو په واکمنۍ کې د بې‌کارۍ څپې
پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ څلور کاله پوره شول؛ خو، په دغه څلورو کلونو کې په دغه هېواد کې د نورو ستونزو ترڅنګ د فقر او بې‌وزلۍ کچه خپل وروستي حد ته رسېدلې او اقتصادي وضعیت خورا اغېزمن شوی دی.
عام افغانان وایي، د طالبانو له بیا راتګ وروسته یې روزګار خراب شوی او د بې‌کارۍ له کبله په تنګ شوي او د ژوند د بقا لپاره څه په لاس کې نه لري.
ډېری هغه افغانان چې خپلې دندې او کارو بارونه یې له لاسه ورکړي وایي، فقر او بې‌وزلۍ یې پر ژوند او ورځنیو چارو سيوری غوړولی او روان حالت نور له زغمه وتلی دی.
ځینو کابل مېشتو له افغانستان انټرنشل ـ پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې اقتصادي وضعیت يې ورځ تر بلې کړکېچن کېږي او د طالبانو حکومت باید ژر تر ژره خلکو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي؛ څو له هېواده د ځوانانو د تېښتې مخنیوی وشي.
د کابل یو اوسېدونکی نعمان وایي:« ما مخکې په یوه بهرني دفتر کې دنده لرله، تنخوا مې ښه وه ګوزاره مو کېده او له ژونده راضي وم؛ خو د طالبانو له راتګ سره زموږ پروژه ونه غځول شوه او موږ ته یې ځواب راکړ. ډېر وخت کېږي، چې له یوه ملګري سره مې چې د موټرو د پېر او پلور کار کوي ځان بوخت کړی؛ خو له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ یم. روزګار مې خراب دی او د ځینو مجبوریتونو له کبله دباندې هم نه شم تلای.»
په دې اړه بیا د کابل یوه اوسېدونکې شبنم وایي:« ما په یوې حکومتي ادارې کې دنده لرله تنخوا مې دومره نه وه؛ خو د دې هیله مې لرله، چې پرمختګ وکړم او په ښه ځای کې به دنده پیدا کړم. اوس خو تاسو هم خبر یاستئ، چې حکومت ډېری ښځینه کارکوونکې په کورونو کېنولې دي. هیله مو دا ده، چې موږ ته لازم کاري فرصتونه برابر شي.»

له بل پلوه د کندوز ولایت اوسېدونکې صابره «مستعار نوم» چې له کلونو راهیسې د دغه ولایت د مرکز د نجونو په یوې لېسه کې یې د ښوونکې دنده لرله وايي، د طالبانو په راتګ او له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو د دروازو له تړل کېدو وروسته یې اقتصادي وضعیت ګډوډ شوی دی.
نوموړې وايي، چې طالبانو د دې په ګډون په دغه ولایت کې ډېری ښځینه ښوونکې چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته یې درسونه ورکول؛ په کور کېنولې دي.
صابره وایي:« کله چې ښوونځي بند شول طالبانو وویل، چې تاسو په کور کېنئ موږ بیا احوال درکوو؛ خو تراوسه مو برخلیک نه دی روښانه. په معاشونو مو مخکې څه ناڅه ګوزاره کېده؛ خو اوس د میاشتې پنځه زره افغانۍ راکوي، موږ په اوونۍ کې دوه ځلې ښوونځي ته د حاضرۍ د لاسلیک لپاره ځو؛ خو نیمایي معاش مو په کرایه کې ځي.»
صابره چې څلور ماشومان لري وايي، خاوند یې د روشن مخابراتي شبکې د یوې ستنې ساتونکی دی او د هغه تنخوا هم دومره نه ده چې د دوی ګوزاره پرې وشي.
تر دې وړاندې نړۍوال بانک هم ویلي و، د ځوانانو ګومارنه یوه د پام وړ ننګونه ده چې په هرو څلورو ځوانو افغانانو کې یو یې بې‌روزګاره دی.
په افغانستان کې د کارګرو ملي ټولنه وایي، دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱.۵ مېلیونه کاري ځواک وزګاره دی چې ورسره د بې‌کارۍ کچه هم خورا لوړه شوې ده.
که څه هم په افغانستان کې د تېر حکومت پرمهال یوشمېر ځوانانو له بې‌کارۍ سر ټکاوه؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې کاري فرصتونه لا محدود شوي دي.
د طالبانو د سختو تګلارو له امله په دولتي ادارو کې د ښځو په کار بندیزونه ولګېدل او دغې ډلې د ټاکنو کمېسیون، د اردو، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او د ښځو چارو وزارت په څېر د تېر حکومت ځینې ادارې لغوه کړې، چې ورسره ګڼ کارکوونکي بې‌کاره شول.
له بل پلوه د بودجو د سخت کمښت له امله هم ځینو نړۍوالو بنسټونو او سازمانونو په افغانستان کې خپل فعالیتونه او پروګرامونه محدود کړي، چې تر ډېره ښځې یې له امله اغېزمنې شوې دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په دغه هېواد کې بې‌وزلي او د حل لارو په اړه یې د خپلو غږیزو پوډکاسټونو په یوې لړۍ کې ویلي، چې د افغانستان د نفوس نیمه برخه په مطلقې بې‌وزلۍ کې ژوند کوي او د خلکو درېیمه برخه د یوې یا دوه ډوډیو د اخیستو توان نه‌لري.
پخواني ولسمشر همدا راز ویلي، که اوسني اقتصادي وضعیت کې بدلون رانه شي او په همدې ډول دوام وکړي؛ نو دا د تدریجي مرګ لاره ده.
هاخوا طالبانو بیا په تېرې چنګاښ میاشت کې له قطر سره د ۷۰۰ افغان کارګرو د لېږد هوکړه وکړه.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، د قطر له دولت سره یې تازه د افغان کارګرو د استولو په تړاو هوکړه کړې او د دغه بهیر په لومړي پړاو کې به ۷سوه کسان یاد هېواد ته واستول شي.
د کابل اوسېدونکی نعمان که څه هم د طالبانو له دغه اقدامه هرکلی کوي؛ خو وايي په افغانستان کې د بې‌روزګارۍ روانې کچې ته په کتو دغه هڅه بیخي وړه ده.
نوموړی وايي، قطر ته اوس ۷۰۰ کسان بېول کېږي؛ خو په هر ولایت کې زرګونه کسانو په دغه لړۍ کې نوم لیکنه کړې ده.

100%

د نړۍوالو مرستو بندېدل
د فقر په منګولو کې راګیر افغانستان کې ډېری افغانان لاهم په بشري مرستو پايي؛ خو د دغه مرستو بندېدو خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. له هغه راهیسې چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبانو بیا واک تر لاسه کړی له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې په مرستو کې د پام وړ کمښت راغلی دی.

په افغانستان کې مخ پر زیاتېدونکي فقر او بې‌وزلۍ د نورو سربېره پر افغان ماشومانو هم اغېز کړی دی.
د روان ۲۰۲۵ کال د اپرېل میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي و، چې په دغه هېواد کې درې‌نیم مېلیونه ماشومان په روان کال کې له خوارځواکۍ سره مخامخ دي.
د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې؛ په افغانستان کې د سختې خوارځواکۍ له کبله په هرو لسو ثانیو کې یو ماشوم په خوارځواکۍ اخته کېږي او هغه مېندې چې باید خپلو ماشومانو ته شېدې ورکړي؛ په خپله هم په خوارځواکۍ اخته دي او د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دي.
یادې ادارې همدا راز ویلي و، چې د افغانستان د نفوس نږدې درېیمه برخه (تر ۱۵ مېلیونه وګړي) د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري او افغانستان دا مهال په نړۍ کې د لوږې په مرکز بدل شوی دی.
افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې د مرستو کمېدل د دغه هېواد پر کاواکه اقتصادي وضعیت هم منفي اغېز کړی دی.
د روان کال په غویي میاشت کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي و، چې په افغانستان کې یې د بشري عملیاتو بودجه په پراخه کچه راکمه کړې ده او د دغه بدلون له امله د مرستو رسولو چارې یې له ۴۰۱ ولسوالیو یوازې ۱۴۵ ولسوالیو ته راکمې کړې دي.
وخت ناوخت د طالبانو حکومت هم پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې په افغانستان کې د فقر او بې‌وزلۍ پر وړاندې خپل انساني او اخلاقي مسوولیت ادا کړي.
د ۲۰۲۴کال په نومبر میاشت کې د طالبانو د حکومت د کرنې وزارت مرستیال په یوه نړۍوال کنفراس کې ویلي و، که نړۍوال په نړۍ کې د بې‌وزلۍ ختمول غواړي؛ نو پیل دې له افغانستانه وکړي.
د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په چین کې د فقر کمولو او کرنې پرمختګ نړۍوال کنفرانس کې دغه غوښتنه کړې وه.

د اقتصادي چارو کارپوهان د افغانستان د اقتصادي ودې او دلته د بې‌وزلۍ او فقر په لمنځه وړلو کې نړۍوالې مرستې مهمې ګڼي؛ خو وايي دا یې بنسټیزه حل لاره نه‌ده.

100%

د اقتصادي ټیکاو د ټینګښت حل لارې
په دې اړه د اقتصادي چارو کاروپوهان وايي، اقتصادي ټیکاو ته رسېدل یوه مسلکي مسله ده او دې موخې ته د رسېدو لپاره د سیاسي ټیکاو سربېره د داسې ادارو موجودیت اړین دی، چې په ژمنتیا او د افغانستان عیني واقعیتونو په کتو نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.
د اقتصادي چارو کارپوه محمد بشیر دودیال د اقتصادي ودې د لاملونو په اړه افغانستان انټرنشل- پښتو ته وویل:« په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره تر ټولو مهم ګام سیاسي ټیکاو دی چې، نورې ټولې برخې لکه ټولنیز ټیکاو، اقتصادي ټیکاو او امنیتي ټیکاو هم پکې شاملېږي. که ټیکاو نه وي پانګه‌وال پانګونې ته نه حاضرېږي.»
که څه هم طالبانو په وار، وار ادعا کړې، چې اوس په افغانستان کې باثباته شوی او پانګه‌وال کولای شي په ارامه زړه پانګونه وکړي؛ خو ښاغلی دودیال وايي د رادیکالي یا په خپله خوښه د بدلونونو په دوام کې د سیاسي ټیکاو ټینګښت ستونزمنه چاره ده.
په ټوله کې ښاغلی دودیال وړاندیز کوي، چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره باید یو پراخه او منظمه ملي پروګرام جوړ شي چې پکې د سیاسي ټیکاو ټینګښت، د کرنې او مالدارۍ پراختیا، د کوچنیو کاروبارونو ملاتړ، د سیمه‌ییزې سوداګرۍ پراخول، د کانونو قانوني او شفاف استخراج، د ښځو اقتصادي ګډون ته زمینه برابرول، د بهرنیو پانګه‌والو جلب او په منظم ډول د افغان کاري ځواک بهر ته صادرول شامل وي.
په ورته وخت کې پانګه‌وال بیا دا مني، چې په افغانستان کې اوس‌مهال څه ناڅه نسبي ټیکاو ټینګ شوی؛ خو وايي لاهم د پانګونې پر وړاندې ګڼې ننګونې پرخپل ځای دی.
په کابل کې یو پانګه‌وال چې نه غواړي په راپور کې یې نوم یاد شي افغانستان انټرنشل – پښتو سره په خبرو کې وايي، په بېلابېلو برخو کې د طالبانو ناسمې پالیسۍ د دې لامل شوې چې افغانستان نړۍوالې انزوا ته ولاړ شي او دې مسلې د پانګونې په برخه کې خورا منفي اغېزې لرلې دي.
هغه وایي:«طالبان په خپل ضد کلک ولاړ دي؛ ټوله دنیا ورته وايي، چې ښوونځي خلاص کړئ او د خلکو حقونه ورکړئ؛ خو دوی یې کیسه کې نه دي. د نړۍ یو هېواد مو په رسمیت نه پېژني، د بانکي سکتور په برخه کې له ډول، ډول ستونزو سره مخامخ یو؛ که واضح ووایم حالت بیخي ګونګ دی، نو په داسې شرایطو کې پانګونې ته څوک زړه نه شي ښه کولای.»
طالبان د قوش تپې کانال، په نیمروز ولایت کې د کمال خان، هرات کې د پاشدان او په کابل کې د شاه او عروس بندونو جوړول، د قلعه نو د اوبو رسونې او بادغیس بند، د مزار شریف د تخته پل او شبرغان کې د څښاک اوبو پروژه، په ۱۵ ولایتونو کې د ښارګوټو جوړول، په یو شمېر ولایتونو کې د برېښنا د مزو غځول، د ځینو لویو لارو پخول او د بېلابېلو لویو او وړو کانونه کېدنه د خپل حکومت لویې لاسته راوړنې ګڼي.
له دې ټولو سره، سره عام هېوادوال او د اقتصادي چارو ځینې کارپوهان او پانګه‌وال بیا وايي، چې د طالبانو له لوري د لویو اقتصادي پروژو پلي کول تر ډېره تبلیغاتي بڼه لري او د دوی له ادعاوو سره، سره ورځ تر بلې په افغانستان کې اقتصادي کړکېچ مخ په خرابېدو دی.
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د اقتصادي بسټونو نظر هم ولرو؛ خو بریالي نه شو. طالبانو ویلي، چې شته مالي امکاناتو ته په کتو به بېلابېلې اقتصادي پروژې پلي او په دې برخه کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.
د اقتصادي چارو کارپوهان افغانستان کې د اقتصادي فعالیتونو کمښت، د خصوصي سکتور پر وړاندې بېلابېلې ستونزې، د بهرنیو شرکتونو وتل، له نورو هېوادونو سره د راکړې ورکړې په کچه کې د پام وړ کموالی او په ټوله کې نامعلوم وضعیت د اقتصادي ټیکاو پر واړندې لویې ننګونې بولي او خبرداری ورکوي، که وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو لرې نه ده چې یادې ستونزې به د ټولنیزې بې‌ثباتۍ سربېره امن او ټیکاو ته چې طالبان یې خپله لویه لاسته راوړنه ګڼي، هم لاره هواره کړي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۵

شهباز شریف: د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره باثباته افغانستان اړین دی

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له پاکستان څخه غوښتې چې د افغان کډوالو شړل ودروي

۱۷ زمری ۱۴۰۴ - ۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۲۹ GMT+۱
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له پاکستان څخه غوښتې چې د افغان کډوالو شړل ودروي
100%

د ملګرونو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري له پاکستان څخه غوښتنه کړې، چې د زیانمنونکو افغان کډوالو ایستل ودروي. دغه ادارې خبرداری ورکړی، چې د ښځو، نجونو او ناروغانو جبري ایستل کولی شی د اساسي بشري حقونو او خوندیتوب څخه سرغړونه وي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د پنجشنبه په ورځ له پاکستان څخه د هغه افغان کډوالو د شړلو پر پرېکړه اندېښنه ښودلې، چې د اوسېدو لنډمهاله اسناد لري.

دغه ادارې غوښتنه کړې، چې زیانمنو وګړو ته باید د خوندیتوب تضمین ورکړل شي.

یونیسیار، له پاکستان حکومت څخه غوښتي: «هغه افغانان مه شړۍ چې نړیوال خوندیتوب ته اړتیا لري په ځانګړې توګه ښځې او نجونې.ِ»

دوی د اندېښنې په توګه ویلي، چې جبري شړل ښايي د طالبانو تر واک لاندې د ښځو او نجونو اساسي حقونه په جدي توګه تر پښو لاندي کړي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخي، په ۲۰۲۵ کال کې له ۲.۱ څخه زيات افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي او یا جبري لېږل شوي دي.

له دې جملې څخه یې یوازي ۳ لکه ۵۲ زره یې له پاکستان څخه ایستل شوي دي.

ملګری ملتونه وایي چې له درې زره افغان کورنیو سره یې د مچیو په روزلو کې مرسته کړې

۱۷ زمری ۱۴۰۴ - ۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۱۰ GMT+۱
ملګری ملتونه وایي چې له درې زره افغان کورنیو سره یې د مچیو په روزلو کې مرسته کړې
100%

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وايي چې له ۲۰۲۴کال راهیسې یې له «۳۰۰۰» څخه ډیرو افغان کورنیو سره د مچیو په روزلو کې مرسته کړې ده. دې سازمان ویلي،چې د مچیو پالنه مغذي خواړه او په ځانګړي توګه د ښځو لپاره د کورنیو اقتصادخوندي کوي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان«ایف ای او» د پنجشنبې په ورځ، په یوه خبرپاڼه کې وویل،چې دوی په ټول هیواد کې له درې زرو څخه ډیرو کورنیو ته د مچیو د ساتنې وسایل، تجهیزات او د مچیو د ساتنې روزنه چمتو کړې ده.

سازمان یادونه وکړه چې د شاتو اوږد عمر دا د کورنیو، په ځانګړې توګه د کلیوالو میرمنو لپاره د عاید یوه ارزښتناکه اضافي سرچینه ګرځوي.

سازمان مخکې خبرداری ورکړی و چې افغانستان د وچکالۍ له سخت، څو پوړیز بحران سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د دفتر په وینا، د اقلیمي شرایطو د هیواد په نیمایي ولایتونو کې د کرنې او څارویو فعالیتونه ګډوډ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وايي چې شمالي، شمال لویدیځ او شمال ختیځ سیمې د اقلیم د بدلون له امله تر ټولو ډیر ځپل شوي دي، او وضعیت لاپسېخرابیږي.

طالبانو په دایکندي کې درې خبریالان تر لنډمهاله بند وروسته په ضمانت خوشي کړي

۱۶ زمری ۱۴۰۴ - ۷ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۲۴ GMT+۱
طالبانو په دایکندي کې درې خبریالان تر لنډمهاله بند وروسته په ضمانت خوشي کړي
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې په دایکنډي د طالبانو استخباراتو د نسیم راډيو خپرونې بندې کړې او درې خبریالان یې تر لنډ مهاله بند وروسته په ضمانت خوشي کړي. سرچینو زياته کړې، چې طالبانو د راډيو ځيني وسایل یې د معلوماتو د څېړلو لپاره د ځان سره وړي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د پنجشنبه په ورځ (د زمري ۱۶مه) ویلي، چې په دایکندي کې طالب استخباراتو د نسیم په نوم د یوې سیمه ییزې راډيو خپرونې بند کړي او ټول وسایل یې د څېړونو لپاره له ځان سره وړي.

سرچینو ویلي، چې طالبانو د دې راډيو درې خبریالان سلطان علي جوادي، سیف الله رضايي او مجتبی قاسمي نیولي وو او د لنډمهال بند څخه وروسته یې په ضمانت خوشی کړي.

تېر کال هم طالب استخباراتو د دې راډيو مشر د طالبانو پر وړاندې د منفي تبلغاتو په تور نیولی وو او د ۷ میاشتني بند وروسته یې خوشي‌ کړ.

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغه ډلې پر رسنیو او خبریالانو پراخ بندیزونه او محدودیتونه لګولي.

د خبریالانو ملاتړ ادارو په وار وار له طالبانو غوښتي، چې د رسنیو په وړاندې له سخت دريځې څخه تېر شي؛ خو طالبان بیا هم خپلو کړونو ته دوام ورکوي.

طالبان: په څلورو ولایتونو کې د ورښتونو او سیلابونو له امله څلور کسان وژل شوي

۱۶ زمری ۱۴۰۴ - ۷ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۱۳ GMT+۱
طالبان: په څلورو ولایتونو کې د ورښتونو او سیلابونو له امله څلور کسان وژل شوي
100%

د طالبانو د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې اداره وایي،چې د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو له امله لږ تر لږه څلور کسان مړه شوي دي.

د دې ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو د څانګې مشر محمد یوسف حماد نن پنجشنبه په یوه غږیز پیغام کې زیاته کړې،چې سیلابونو په جوزجان، لغمان، کنړ او خوست ولایتونو کې ډېر زیانونه اړولي دي.

د هغه په وینا، د دې پیښو په پایله کې ۲۵ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۴۵نور په جزوي ډول زیانمن شوي دي.

طالبانو دا هم ویلي چې په دغو څلورو ولایتونو کې ۷۱کورنۍ اغیزمنې شوې دي.

د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې سبا او بل سبا (د زمري ۱۷مه او ۱۸مه) د هېواد په ۹ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او سېلابونو اټکل شته.

یاده اداره وايي، په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، کاپیسا، لوګر، خوست او پکتیا کې د شدیدو ورښتونو او سېلابونو امکان دی.

د کډوالو د ملاتړ اداره: افغان کډوال د ایران څخه د ایستلو پر مهال له تاوتریخوالي سره مخ شوي

۱۶ زمری ۱۴۰۴ - ۷ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۳۰ GMT+۱
د کډوالو د ملاتړ اداره: افغان کډوال د ایران څخه د ایستلو پر مهال له تاوتریخوالي سره مخ شوي
100%

اوا حقوقي او ټولنیزو مشورو مرکز په یو څېړنیز راپور کې ویلي، چې سلګونه افغان کډوال له ایران څخه د جبري ایستلو پر مهال له زور زیاتي سره مخ او د دوی ملکیتونه ضبط شوي دي. دې مرکز د نړیوالو سازمانونو د سمدستی مداخلې غوښتنه او د ایران حکومت څخه یې غوښتي، چې بشري حقونو ته ژمن پاتې شي.

د اوا حقوقي او ټولنیزې مشورې مرکز چې په هالنډ کې دی، د کډوالو او پنا غوښتونکو د ملاتړ اداره ده، چې د افغان ښځینه وکیلانو او بشري حقونو فعالینو د یوې ډلې لخوا رهبري کیږي.

دا څیړنه له «ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو وروسته د هغوی د بشري حقونو وضعیت ارزونې» تر سرلیک لاندې خپره شوې.

په راپور کې له ایران څخه د جبري ایستلو پر مهال د افغانانو په وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو ګڼ شمېر قضيې مستندې شوې دي.

په دې راپور کې ویل شوي، چې دوی په نیمروز ولایت کې له ۵۰۳ افغان راستنیدونکو سره مرکې کړې دي.

د څیړنې موندنې ښیي، چې کډوال له قانوني حکم پرته نیول شوي او ۷۸ سلنه ځواب ویونکو ویلي، چې دوی د ایستلو او لیږد پر مهال له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

نیمايي مرکه کوونکو د نیولو لپاره هیڅ دلیل نه دی ښودلی.

شاوخوا ۴۰ سلنه ځواب ورکوونکو ويلي، چې دوی ته د خپلو شخصي شیانو د راټولولو فرصت نه دی ورکړل شوی.

ځینو بیا ویلي، چې جومات یا کلینیک د تګ پر مهال نیول شوي، پرته له دې چې پوه شي د دوی د کورونو، کورنیو یا ملکیتونو سره به څه پیښ شي.

د اوا حقوقي او ټولنیزې مشورې مرکز وویل، چې دوی د هغو افغان راستنیدونکو سره ساحوي مرکې ترسره کړې، چې د ایران او اسراییل د ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته شړل شوي وو.

په څیړنه کې له نیمایي څخه زیاتو ګډونوالو ویلي، چې د دوی شخصي شیان، نغدي پیسې، اسناد، ګرځنده تلیفونونه د امنیتي کسانو له خوا ضبط شوي او بیرته نه دي ورکړل شوي.

ځینو دا ادعا هم کړې چې دوی اړ ایستل شوي، چې د شړلو څخه د مخنیوي یا د غوره شرایطو ترلاسه کولو لپاره رشوت ورکړي.

له ۶۰ سلنې څخه زیاتو دا هم وویل، چې د نیولو او لېږد پر مهال توهین شوي، سپک شوي او د مامورینو له خوا ورته ویل شوي «پرازیت» د ایران د بدبختۍ لامل یا «بې ارزښته» کلمې ډېر ځله ورته تکرار شوي.

راپور زیاتوي، چې نږدې څلورمه برخه ځواب ویونکو ویلي، چې د فزیکي تاوتریخوالی لکه وهل، لغتې، څپېړې یا په وسله ګواښ تجربه کړی.

یو راستنیدونکي وویل، «کله چې ما اعتراض وکړ، سرتیري زه په پښو کې درې ځله په ډنډه ووهلم.»

یوشمېر کسانو ویلي چې د نیولو پر مهال له خپلو کورنیو جلا شوي او ځینې ماشومان د سرحد پر کرښه یوازې پرېښودل شوي.

اوا په یوه قضیه کې وايي، چې یو اووه کلن ماشوم د نیمروز په پوله یوازې لیدل شوی پداسې حال کې چې د هغه مور او د کورنۍ نور غړي د ایران په قم کې پاتې وو.

۹۲ سلنه خلکو چې مرکې ورسره شوي ویلي، چې د نیولو او ایستلو پر مهال یې هیڅ قانوني ادارې، وکیل یا قضایي پروسې ته لاسرسی نه درلود.

نړیوال تړونونه لکه د مدني او سیاسي حقونو میثاق، د وکیل حق، د اعتراض حق او عادلانه بهیر تضمينوي.

۹۹ سلنه ځواب ویونکي وايي، چې دوی په افغانستان کې د خپل ناڅرګند راتلونکي په اړه ویره لري.

دغه مرکز د کډوالو د حقونو څخه د ایران د سرغړونې اړوند په ټینګار سره وویل، چې دا وضعیت په ځانګړې توګه د ماشومانو او ښځو لپاره جدي رواني او ټولنیزې پایلې لري.

له چمتوالي پرته ستنېدل، فقر، بې کوره کېدل او رواني فشار د جبري شړلو وروسته د دې‌ کډوال د ژوند د واقعیت یوه برخه ده.

طالبانو پدې وروستیو کې اعلان وکړ، چې په تیرو دریو میاشتو کې نږدې دوه ملیونه افغانان له ایران څخه په زوره ایستل شوي دي.