د اسراییل کابینې د غزې ښار د نیولو لپاره نوې وړاندې شوې طرحه منظور کړه

د اسراییل کابینې د دغه هېواد د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هغه طرحه منظور کړه، چې د غزې ښار د نیولو لپاره دغې کابینې ته وړاندې شوې وه. له دې سره تمه کېږي، چې اسراییلي ځواکونه به نږدې یو مېلیون فلسطینیانو ته د غزې د پرېښودو امر وکړي.