د برېتانیا لومړی وزیر: د غزې په اړه د اسراييل نوې پرېکړه ناسمه ده

د برېتانیا لومړي وزیر کې‌یر سټارمر جمعه (د زمري ۱۷مه) پر اېکس پاڼه د غزې د بشپړ نیولو په اړه د اسراييل د نوې پرېکړې په غبرګون کې ویلي، چې دغه پرېکړه ناسمه ده. هغه اندېښنه ښودلې، چې دغه پرېکړه به په غزه کې د لا وینې تویېدو لامل شي.

هغه له اسراییل غوښتي، چې دغه پرېکړه بېرته واخلي. نوموړی وایي:« اوس باید اوربند وشي، په غزه کې د بشري مرستو اندازه ډېره شي، د حماس له‌خوا یرغمل شوي اسراييليان خوشې شي او سياسي خبرو ته لاره هواره شي.»