د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، د کډوالۍ ځانګړو وېزو بهیر لاهم دوام لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ټامي پيګاټ په یوې خبري ناسته کې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې د کډوالۍ ځانګړو وېزو بهیر اوس هم دوام لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ټامي پيګاټ په یوې خبري ناسته کې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې د کډوالۍ ځانګړو وېزو بهیر اوس هم دوام لري.
هغه ویلي: «موږ وینو چې د ډونالډ ټرمپ د وینا له مخې د کډوالۍ ځانګړو وېزو بهیر اوس هم دوام لري. او موږ هیله لرو، چې دغه لړۍ به په راتلونکې کې هم دوام ومومي. همدا اوس سلګونه کېسونه د ارزونې په حال کې دي.»
له بلې خوا په پاکستان کې د «اېس ای وي» زرګونه کېس لرونکي افغانان د دغه بهیر له پڅوالي شکایت کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې نن د اسلاماباد په نړۍوال هوايي ډګر کې د دغه هېواد د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د یو لړ مراسمو په لړ کې غزې ته بشري مرستې واستولې.
دغه وزارت نن جمعه (د زمري ۱۷مه) پر اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه مرستې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شريف په لارښوونه او د ملي افتونو د مدیریت ادارې سره په همکارۍ لېږل شوې دي. په دغه مرستو کې خوراکي توکي او درمل شامل دي.

په هرات کې یو پانګهوال خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې یې د ۷مېلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د اوسپنې ویلي کېدو فابریکه جوړه کړې ده. خان ګل اسحاقزي ویلي، چې دغه کارخونه په ورځ کې د ۱۵۰ ټنو په کچه د ډول، ډول اوسپنو ویلي کېدو ظرفیت لري.
د یادې کارخونې د پرانېستې مراسمو پر مهال په هرات کې د طالبانو والي مولانا اسلام جار د اوسپنې د تولید ډېرېدو په برخه کې د یادې فابریکې د کار پیلېدل ګټور بللي. د هغه په وینا؛ اوس باید ځايي صنعت کاران د خپلو تولیداتو د کېفیت په لوړېدو سره ځانونه نړۍوالو مارکېټونو کې سیال کړي.
هرات یو له هغو ولایتونو دی، چې صنعتکاران پهکې د نورو ولایتونو پرتله ډېر فعال دي او د کارخونو شمېر هم په کې ډېر دی؛ خو په دغه ولایت کې پانګهوال د برېښنا له کمښت، د طالبانو له لوړې مالیې او د دوی توکو ته د نه پاملرنې له کبله نیوکې کوي.
په هرات او یو شمېر نورو ولایتونو کې پانګهوالو په وار وار نیوکې کړې، چې طالبان یې ستونزو ته پاملرنه نه کوي او له همدې کبله په کور دننه بازارونو کې د دوی تولیدات له ننګوونو سره مخ دي. تر ټولو لویه نیوکه دا ده، چې د طالبانو د لوړو مالیو له کبله د دوی تولیدي توکي په لوړه بیه تمامېږي او باید د بیو د راکمېدو لپاره پرې د لوړو مالیو مخنېوی وشي.
همدا راز په کور دننه د مسلکي کارګرو نشتوالی هم د بېلابېلو صنعتونو پر وړاندې لویې ستونزې دي او ډېر کله د ماشین الاتو د خرابېدو پرمهال صنعتکاران د ترمیم لپاره پاکستاني او ایراني انجینرانو یا تخنیکي کسانو ته اړ کېږي.

یوه مصري ډيپلوماټ خبرداری ورکړی، چې د اسراييل نوې جنګي طرحه به د حماس لهخوا د اسراييلي زندانیانو د وژل کېدو لامل شي. دغه ډول د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي هم غوښتنه کړې، چې باید په دې اړه په مستقیم ډول له ټرمپ سره خبرې وشي.
د لبنان الاخبار ورځپاڼې جمعه (د زمري ۱۷مه) لیکلي، که ټوله غزه ونیول شي او حماس د تېښتې یا ژوندي پاتې کېدو لاره ونه لري؛ نو خامخا به اسراييلي زندانیان ووژني.
راپور زیاتوي، د مصر لوړپوړي چارواکي غوښتنه کوي چې باید په غزه کې د اوربند لپاره سملاسي د اسرايیل او حماس ترمنځ خبرې پیل شي.

د برېتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر جمعه (د زمري ۱۷مه) پر اېکس پاڼه د غزې د بشپړ نیولو په اړه د اسراييل د نوې پرېکړې په غبرګون کې ویلي، چې دغه پرېکړه ناسمه ده. هغه اندېښنه ښودلې، چې دغه پرېکړه به په غزه کې د لا وینې تویېدو لامل شي.
هغه له اسراییل غوښتي، چې دغه پرېکړه بېرته واخلي. نوموړی وایي:« اوس باید اوربند وشي، په غزه کې د بشري مرستو اندازه ډېره شي، د حماس لهخوا یرغمل شوي اسراييليان خوشې شي او سياسي خبرو ته لاره هواره شي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې له ۲۷ کلونو وروسته د افغانستان په مزارشریف ښار کې د دغه هېواد پر قونسلګرۍ د مرګوني برید قضیه لاهم «په جدي او فعاله توګه» څاري. تهران د دې پېښې د عاملانو او طراحانو پر پېژندلو او عدالت ته پر سپارلو ټینګار کوي.
(د ۱۹۹۸ کال د اګسټ په ۸مه) وسلهوالو کسانو په مزار شریف کې د ایران پر قونسلګرۍ برید وکړ، چې پهکې ۸ ایراني ډېپلوماټان او د دغه هېواد د اېرنا دولتي خبري اژانس خبریال محمود صارمي ووژل شول.
نورالله نوروزي، کریم حیدریان، رشید پریاوف فلاح، حیدرعلي باقري، محمدعلي غیاثي، مجید نوري نیارکي او محمدناصر ناصري هغه ایراني ډېپلوماټان وو چې په مزارشریف ښار کې وژل شوي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا پېښه «په ډېپلوماټیکو اړیکو کې له نړۍوالو قوانینو یوه لویه سرغړونه» بللې او زیاتوي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ګډون د دغه سازمان په ۱۲۶۷ پرېکړهلیک کې هم غندل شوې ده.
طالبانو په ۱۹۹۸ کال کې د مزارشریف ښار تر نیولو وروسته د ایران پر قونسلګرۍ برید وکړ او د اېرنا خبري اژانس خبریال محمود صارمي سره یوځای یې اته ایراني ډیپلوماټان ووژل. یادې ډلې د دې پېښې مستقیم مسوولیت نهدی منلی او ویلي یې دي، چې «خپل سرو» وسلهوالو دا کار کړی دی؛ خو ایران وايي چې دا کار طالبانو کړی.
