کېنیا کې د اورګاډي او بس د ټکر له امله ۴ کسان مړه او لسګونه نور ټپيان دي

د پنجشنبې په ورځ د کېنیا په پلازمېنې نایروبي ښار کې اورګاډی او یو بس سره ټکر شوي، چې له امله یې لږ تر لږه څلور کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د پنجشنبې په ورځ د کېنیا په پلازمېنې نایروبي ښار کې اورګاډی او یو بس سره ټکر شوي، چې له امله یې لږ تر لږه څلور کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د کېنیا پایپ لاین یوه روزنیز شرکت ویلي، پېښه نایواشا سیمې ته نږدې داسې مهال وشوه چې بس د دوی کارکوونکي لېږدول.
د سره صلیب یوه کارکوونکي بیا رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې بېړنیو ډلو تر دې دمه څلور مړي د پېښې له ځایه را اېستي دي؛ خو ځینو رسنیو بیا د مړو شمېر ۶ تنه ښودلی.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره غواړي، چې د امریکا د ټېکساس ایالت په یوه پوځي اډه کې د کډوالو د ساتنې لپاره یو پنډغالی جوړ کړي. پنټاګون ویلي، چې د اګست تر پایه یا منځنیو ورځو پورې به په فورټ بلیس اډه کې ۱۰۰۰ کډوال وساتي او وروسته به په دغې اډه کې ۵۰۰۰ بستریز مرکز هم جوړ شي.
د ټرمپ اداره دارنګه په انډیانا ایالت کې هم د کډوالو د ساتلو لپاره یو مرکز جوړوي، چې هلته به هم ۱۰۰۰ کډوال ساتل کېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران سپاه پاسداران د پخواني قوماندان قاسم سلیماني وژنې ته په اشارې ویلي: «سلیماني د سړک غاړې بمونو پلار و» سلیماني د امریکا په یوه هوايي برید کې ووژل شو؛ ایراني چارواکو د هغه د وژنې وروسته څو ځله ټرمپ ګواښلی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبه په ورځ (د زمري ۱۶مه) د ایران د نیابتي ځواک له خوا په سیمه کې د امریکايي پوځي پرسونل د وژنې په اړه وویل: «یو امریکايي افسر په افغانستان کې د ماموریت پر مهال د سړک غاړی بم چاودنې له امله ووژل شو، چې قاسم سلیماني کړنه وه.»
ټرمپ د سپاه پاسداران د قوماندان د وژنې په اړه په طنزيه انداز وویل: «سلیماني چیرته دی؟ قاسم سلیماني چیرته دی؟ هغه د سړک غاړې د بمونو پلار و.»
د ټرمپ دغه خبرې د غونډې د ګډونوالو له خوا په خندا بدرګه شوې.
د امریکا ولسمشر زياته کړه: «دوی وايي ۹۲ سلنه هغه کسان چې وژل شوي یا سخت ژوبل شوي دا د سلیماني کار و. هغه داسي یو څوک و، چې تر بل هر چا یې ډېر دا ډول بریدونه کول.ِ»
د سلیماني له مرګه وروسته د ایران د نظامي چاراکو دوامداره ګواښونه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر قاسم سلیماني د برید د امر له کبله د ایراني نظامي چارواکو په ځانګړې توګه د سپاه پاسدارانو د قومندانانو له خوا په وار وار د وژلو ګواښونه ورته شوي
په وروستي ځل د ایران د قم مدرسې له دوه زرو څخه زیاتو ښوونکو په یوه خبرپاڼه کې ولسمشر ټرمپ ته د سلیمانې د وژنې د امر کولو اړوند ویلي: « د ټرمپ وینه او ملکیت حلال دی.»
دغه خبرپاڼه، چې د جمعه په ورځ د زمري په ۱۰مه خپره شوې په کې راغلي: «د زغم او انقلابي دور ختم شوی او له دې وروسته د ټرمپ وینه او ملکیت حلال دي او د سلیماني د وينې غچ اخیستل پر هر مسلمان او ازادي غوښتونکي سړي او ښځې واجب دی.»

د امریکا د متحدو ایالتو لوی څارنوال، پم بانډي، د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې واشنګټن هغه چا ته ۵۰میلیونه ډالره انعام ورکوي چې داسې معلومات وړاندې کړي چې د ونزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو د نیولو لامل شي.
امریکايي چارواکي «مادورو»د نشهیي توکو له لویو کارټلونو سره د همکارۍ، اداري فساد، او د قانوني سیستم د کمزوري کولو په تورونو تورنوي.
نیکولاس مادورو له ۲۰۱۳کال راهیسې، د هوګو چاوز تر مړینې وروسته، د ونزویلا واک ته رسېدلی. د هغه حکومت د پراخ اقتصادي بحران، د بشري حقونو د سرغړونو، او د مخالفینو پر ضد د سخت چلند له امله له کورني او نړیوال فشار سره مخ دی.
د امریکا د عدلیې وزارت په ۲۰۲۰کال کې، مادورو او یو شمېر لوړپوړي ونزویلایي چارواکي د نشهیي توکو په قاچاق او د کلمبیا له کارټلونو سره د همکارۍ په تور تورن کړل. په دغو تورونو کې د سلګونو ټنه کوکائین د امریکا خاورې ته د لېږد هڅه هم شامله ده.
د واشنګټن له لوري پر مادورو د فشار راوستو لپاره، تر دې وړاندې سخت اقتصادي بندیزونه پر ونزویلا لګېدلي دي، چې د نفتو صنعت، بانکي سکتور او دولتي چارواکي یې په نښه کړي دي. د ۵۰میلیونه ډالرو انعام اعلان هم د همدغو فشارونو یوه برخه بلل کېږي.
امریکا، او له هغې سره یو شمېر لوېدیځ هېوادونه، نیکولاس مادورو یو "نامشروع ولسمشر" ګڼي او د ونزویلاد سیاسي بحران حل د ازادو او عادلانه ټاکنو له لارې غواړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وايي چې له ۲۰۲۴کال راهیسې یې له «۳۰۰۰» څخه ډیرو افغان کورنیو سره د مچیو په روزلو کې مرسته کړې ده. دې سازمان ویلي،چې د مچیو پالنه مغذي خواړه او په ځانګړي توګه د ښځو لپاره د کورنیو اقتصادخوندي کوي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان«ایف ای او» د پنجشنبې په ورځ، په یوه خبرپاڼه کې وویل،چې دوی په ټول هیواد کې له درې زرو څخه ډیرو کورنیو ته د مچیو د ساتنې وسایل، تجهیزات او د مچیو د ساتنې روزنه چمتو کړې ده.
سازمان یادونه وکړه چې د شاتو اوږد عمر دا د کورنیو، په ځانګړې توګه د کلیوالو میرمنو لپاره د عاید یوه ارزښتناکه اضافي سرچینه ګرځوي.
سازمان مخکې خبرداری ورکړی و چې افغانستان د وچکالۍ له سخت، څو پوړیز بحران سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د دفتر په وینا، د اقلیمي شرایطو د هیواد په نیمایي ولایتونو کې د کرنې او څارویو فعالیتونه ګډوډ کړي دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وايي چې شمالي، شمال لویدیځ او شمال ختیځ سیمې د اقلیم د بدلون له امله تر ټولو ډیر ځپل شوي دي، او وضعیت لاپسېخرابیږي.

د غزې روغتیايي چارواکو تازه معلومات ورکړي چې د قحطۍ او خوارځواکۍ له امله څلور نور کسان، چې دوه یې ماشومان دي، د پنجشنبې په ورځ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. له دې سره په غزه کې د لوږې له امله د مړو شمېر ۱۹۷ته رسېدلی دی.
د الجزیرې تلویزون د راپور له مخې، د اسراییل له خوا د غزې کلکه محاصره، بمبارۍ او د مرستو مخنیوی د دې لامل شوی چې په سیمه کې یو ناوریني حالت رامنځته شي.
په راپور کې راغلي، چې خلک د خوراکي توکو او دواګانو له سخت کموالي سره مخ دي، او هڅه کوي چې د هوا له لارې راغلې مرستندویه کڅوړې یا هغو مرکزونو ته ځان ورسوي چېرته چې مرستې وېشل کېږي، خو دا ځایونه هم ډېر وخت د بریدونو او ګډوډیو ښکار وي.
د روغتیايي چارواکو په وینا، د لوږې او خوارځواکۍ له امله د مړو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي، او دا یو روڼ ثبوت دی چې په غزه کې یوه انسان جوړې قحطي روانه ده. دوی له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې سمدستي او موثر اقدام وکړي څو د دې ناورین مخه ونیول شي او بېګناه ولس ته مرستې ورسېږي.