په دې وروستیو کې په بریتانیا کې د دې سرتېرو د محرم اسنادو افشا کېدو غبرګونونه را وپارول.
په دې معلوماتو کې د افغان همکارانو نومونه او د دوی د همکارۍ توضیحات شامل وو، چې په ۲۰۲۲ کال کې په تېروتنه کې افشا شول او یوه برخه یې یو کال وروسته په ټولنیزو شبکو کې خپره شوه.
بریتانیا حکومت د یوې ځانګړې محکمې د حکم له مخې دا موضوع پټه وساتله او بیا یې د همدې کسانو د لېږد لپاره یو پټ پلان پيل کړ.
د بریتانیا سترې محکمې حکومت اړ کړ، چې په ۲۰۲۵ کې دا موضوع په عامه توګه افشا کړي.
په ورته وخت کې یو شمېر افغان سرتېري وايي، چې د دوی شخصي معلومات افشا شوي او ژوند یې له خطر سره مخ دی؛ خو د بریتانیا حکومت یې غوښتنو ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.
د همدې افغان امنیتي ځواکونو له ډلې یو شمېر یې افغانستان انترنشنل ته ویلي، چې د دوی غوښتنې په «ډله ییز، ناعادلانه او بېله دقیقې ارزونې» رد شوې دي.
له دې جملې یو د افغانستان د ځانګړو ځواکونو غړی پاتې شوی وايي: «ما په ۲۰۲۲ کال کې بریتانیا ته د افغان همکارانو د انتقال پروګرام له لارې غوښتنه وکړه؛ خو په ۲۰۲۳ کې زما غوښتنه رد شوه. په هم هغه وخت کې زموږ ډېر نورو همکارانو منفي ځوابونه تر لاسه کړه. د۲۰۲۵ کال په پيل کې مې يو ايمیل تر لاسه کړ، چې زما دوسیه بیا ارزول کېږي؛ خو نن جمعه یو ځل بیا زموږ څو کسانو ته ایمیل راغی، چې بریتانیا ته زموږ د انتقال غوښتنه رد شوې ده.»
هغه زیاته کړه: «دا حیرانوونکې ده، چې زموږ شاوخوا ۱۵ کسان یو، چې په یوه پوځي واحد کې مو په یوه اډه او یو ډول ماموریتونو یو ځای کار کړی؛ خو ځيني کسان بریتانیا ته منل شوي او ځينې نه.ِ»
دا پخواني پوځيان وايي په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخ دی او اړ دی ځانونه پټ وساتي.
یو افغانستان انټرنشنل ته ويلي: «زموږ یو همکار طالبانو ځکه ونیو، چې په خپل موبایل کې یې د بریتانوي ځواکونو سره د همکارۍ اسناد لرل، یوه میاشت کې هیڅ خبر ورباندې نه لرو، چې څه ورسره شوي دي.»
پخواني امنیتي ځواکونه: زموږ غږ باید واورېدل شي
یو شمېر پخوانیو افغان پوځیانو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دوی مستقیم له بریتانوي ځواکونو سره په نظامي ماموریتونو کې همکاري کړې ده.
دوی اسناد، عکسونه، ویډیوګانې، مننه لیکونه او د ژوند د خطر شواهد وړاندې کړي؛ خو د ARAP پروګرام کې د دوی غوښتنې ځکه رد شوي، چې «رسمي قرارداد نشته» یا «شواهد تایید نه شول».
دوی ټینګار کړی چې په جګړه کې هېڅکله رسمي قرارداد نه وي او د بریتانوي ځواکونو سره یې همکاري ریښتینې، مستنده او په خطرناکو حالاتو کې شوې ده.
په اعلامیه کې یوې قضیې ته اشاره شوې، چې یو افغان پوځي افسر خپل عکسونه او ویډیوګانې د بریتانوي افسرانو سره وړاندي کړي؛ خو ځوا یې ځکه منفي تر لاسه کړی، چې «بریتانوي افسرانو څېرې نه پېژندل کېدې او یا د غوښتونکي حضور په عکسونو کې نه دی تاید شوی.»
په اعلامیه کې غوښتنه شوې، چې رسنۍ، د بشري حقونو بنسټونه او د بریتانیا پارلمان دي د ای ار ای بي غښتنو ارزونه په شفافه او خپلواکه توګه وکړي.
په دې وروستیو کې د بریتانیا ورځپاڼې تلگراف راپور ورکړی، چې د ایران سپاه پاسداران له طالبانو غوښتي، چې د شاوخوا ۲۵ زرو افغانانو نومونه چې د بریتانوي ځواکونو سره یې په افغانستان کې همکاري کړې ایران ته وسپاري.
د تلگراف له قوله د تهران موخه داده، چې ممکن د بریتانیا استخباراتي ادارې (MI6) همکاران وپیژني او دغه معلومات د هسته یي خبرو اترو کې د غرب پر وړاندې د فشار وسیله وګرځوي.
تلگراف دا هم ویلي چې په دغه لېست کې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو او استخباراتي مامورینو له ۱۰۰ څخه ډېر نومونه هم شامل دي.