ټرمپ به راتلونکې جمعه په الاسکا کې له پوتین سره ګوري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې د روسیې له ولسمشر ولادیمير پوتین سره به د راتلونکې جمعې په ورځ په الاسکا کې وګوري. نوموړي پوتین ته د اوکراین سره د اوربند د منلو لپاره نېټه ټاکلې وه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې د روسیې له ولسمشر ولادیمير پوتین سره به د راتلونکې جمعې په ورځ په الاسکا کې وګوري. نوموړي پوتین ته د اوکراین سره د اوربند د منلو لپاره نېټه ټاکلې وه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعه په ورځ (د زمري ۱۷مه) پر خواله رسنۍ لیکلي: «د امریکا د ولسمشر په توګه زما او د روسيې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د اوږدې مودې راهيسي تمه کېدونکې لیدنه به راتلونکې جمعه د اګسټ په ۱۵مه د الاسکا په لوی ایالت کې تر سره شي.»
نوموړي زیاته کړې: « په دې اړه به نور جزیات وروسته خپاره شي، دې موضوع ته ستاسو د پاملرنې لپاره مننه»
بلخوا په سپینه ماڼۍ کې چې د اذزبایجان او ارمنستان مشرانو هم حصور درلود له ټرمپ څخه پوښتنه وشوه، چې ایا دا د روسيې لپاره د سولې د ترلاسه کولو «وروستۍ چانس» دی؟
هغه وویل: «زه د وروستي چانس اصطلاح نه خوښوم»
هغه د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: «زما درک او احساس دا وایي، چې موږ یوه موقع لرو، تاسې به په دې وروسته پوه شي؛ خو فکر کوم موږ چانس لرو.»
ولسمشر ټرمپ پوتین ته جمعه ورځ وروستۍ نېټه ټاکلې وه؛ څو له اوکراین سره د اوربند موافقه وکړي.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړیتوب د اذربایجان او ارمنستان تر منځ د سولې تړون لاسلیک شو. ټرمپ ویلي، دواړه هېوادونه به اوس د جګړې پر ځای سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو ته لومړیتوب ورکوي.
په سپينه ماڼۍ کې د یوې ناستې پر مهال د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په حضور کې د اذربایجان ولسمشر «الهام علي اف» او د ارمنستان لومړيوزیر «نیکول پاشینیان» د بشپړ اوربند تړون لاسلیک کړ.
ولسمشر ټرمپ د دواړو هېوادونو له مشرانو سره یو ځای په ګډه مطبوعاتې غونډه کې وویل: «اذربایجان او ارمنستان د اوربند پر تړون لاسلیک کړی. دواړه هېوادونه به جګړې ته نه، بلکې تجارت او اقتصاد ته لومړیتوب ورکوي.»
ولسمشر ټرمپ زیاته کړه: «دواړه هېوادونه د یوې لویې جګړې پر لور روان وو. ما ورته وویل: جګړه مه کوئ، تجارت وکړئ. دواړو مشرانو ماته ډاډ راکړ چې نور به جګړه نه کوي.»
ټرمپ دا هم ویلي، چې امریکا به د اذربایجان سره پر پوځې همکاریو بندیزونه لېرې او د دواړو هېوادونو سره به د ټېکنالوژۍ په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) تړونونه هم وکړي.
ټرمپ ټینګار کړی: «زه جګړه نه، بلکې سوله او تجارت غواړم. ما د پاکستان او هند ترمنځ جګړه هم درولې وه.»
د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د اوږدې شخړې په پایله کې زرګونه کسان وژل شوي او سلګونه زره یې بې کوره شوي دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې تر ټولو تازه څپه په ۲۰۲۲ کال کې د قرهباغ سیمې پر سر پیل شوه، چې په پایله کې یې روسیې د اوربند د منځګړیتوب هڅه وکړه، خو شخړه بیا بیا تازه کېده.
د قفقاز دا سیمه د انرژۍ مهمې لارې، ژور تاریخي حساسیتونه او د نړۍوالو قدرتونو سیالي لري. امریکا له اوږدې مودې راهیسې هڅه کړې چې د دې شخړې په هواري کې رول ولوبوي، خو زیاتره وخت روسیه او تر یوې کچې ترکیه او ایران اصلي منځګړي پاتې شوي دي.

بخښنې نړیوال سازمان د اسراییل د امنیتي کابینې هغه تازه پرېکړه غندلې،چې له مخې یې پلان لري د غزې ښار بشپړ کنټرول ترلاسه کړي. دغه سازمان دا پرېکړه «ظالمانه، کرکچنه او د نړیوالو قوانینو خلاف» بللې او د هغې د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.
د بخښنې نړیوال سازمان مشرې، اګنس کالامارډ، ویلي: «دغه طرحه چې په ظاهر کې د برمته شویو کسانو د خلاصون تر عنوان لاندې وړاندې شوې، د هغوی د کورنیو له مخالفت سره هم مخ شوې ده.»
نوموړې زیاته کړې، که دا طرحه عملي شي، نو هغه فلسطینیان چې له «نسلوژنې، لوږې او دوامداره کړاوونو» سره مخ دي، نورې فوقالعاده بدمرغۍ هم وزغمي.
په خپره شوې اعلامیه کې سازمان ټینګار کړی،چې د غزې بشپړه نیونه د نړیوالو بشري قوانینو ښکاره نقض دی، او اسراییل باید دا «جنایت» تر ډېرېدو مخکې ودروي.
بخښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا له حماس او نورو وسلهوالو فلسطیني ډلو غوښتي، چې ټول ملکی برمتهشوي کسان «سمدستي او بې له شرطه» خوشې کړي.
یاده طرحه، چې له مخې به یې د غزې پر ښار پوځي عملیات پراخېږي، له پراخو نړیوالو نیوکو سره مخ ده.
د ملګرو ملتونو، نړیوالو حقوقي بنسټونو او ګڼو هېوادونو چارواکو دا پرېکړه له انساني او حقوقي اړخه ګواښونکې بللې ده.

یو شمېر هغه افغان پوځیان چې د ناټو د شتون پر مهال یې له بریتانوي پوځ سره همکاري کړې وايي، چې له کلونو انتظار وروسته د بریتانیا حکومت د دوی د لېږد غوښتنې رد کړې دي. ځينو پخوانیو افغان نظامیانو په یوه اعلامیه کې ویلي:«انساني ژوند باید د نورو د خپل سرو پرېکړو په تمه پاتې نه شي.»
په دې وروستیو کې په بریتانیا کې د دې سرتېرو د محرم اسنادو افشا کېدو غبرګونونه را وپارول.
په دې معلوماتو کې د افغان همکارانو نومونه او د دوی د همکارۍ توضیحات شامل وو، چې په ۲۰۲۲ کال کې په تېروتنه کې افشا شول او یوه برخه یې یو کال وروسته په ټولنیزو شبکو کې خپره شوه.
بریتانیا حکومت د یوې ځانګړې محکمې د حکم له مخې دا موضوع پټه وساتله او بیا یې د همدې کسانو د لېږد لپاره یو پټ پلان پيل کړ.
د بریتانیا سترې محکمې حکومت اړ کړ، چې په ۲۰۲۵ کې دا موضوع په عامه توګه افشا کړي.
په ورته وخت کې یو شمېر افغان سرتېري وايي، چې د دوی شخصي معلومات افشا شوي او ژوند یې له خطر سره مخ دی؛ خو د بریتانیا حکومت یې غوښتنو ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.
د همدې افغان امنیتي ځواکونو له ډلې یو شمېر یې افغانستان انترنشنل ته ویلي، چې د دوی غوښتنې په «ډله ییز، ناعادلانه او بېله دقیقې ارزونې» رد شوې دي.
له دې جملې یو د افغانستان د ځانګړو ځواکونو غړی پاتې شوی وايي: «ما په ۲۰۲۲ کال کې بریتانیا ته د افغان همکارانو د انتقال پروګرام له لارې غوښتنه وکړه؛ خو په ۲۰۲۳ کې زما غوښتنه رد شوه. په هم هغه وخت کې زموږ ډېر نورو همکارانو منفي ځوابونه تر لاسه کړه. د۲۰۲۵ کال په پيل کې مې يو ايمیل تر لاسه کړ، چې زما دوسیه بیا ارزول کېږي؛ خو نن جمعه یو ځل بیا زموږ څو کسانو ته ایمیل راغی، چې بریتانیا ته زموږ د انتقال غوښتنه رد شوې ده.»
هغه زیاته کړه: «دا حیرانوونکې ده، چې زموږ شاوخوا ۱۵ کسان یو، چې په یوه پوځي واحد کې مو په یوه اډه او یو ډول ماموریتونو یو ځای کار کړی؛ خو ځيني کسان بریتانیا ته منل شوي او ځينې نه.ِ»
دا پخواني پوځيان وايي په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخ دی او اړ دی ځانونه پټ وساتي.
یو افغانستان انټرنشنل ته ويلي: «زموږ یو همکار طالبانو ځکه ونیو، چې په خپل موبایل کې یې د بریتانوي ځواکونو سره د همکارۍ اسناد لرل، یوه میاشت کې هیڅ خبر ورباندې نه لرو، چې څه ورسره شوي دي.»
پخواني امنیتي ځواکونه: زموږ غږ باید واورېدل شي
یو شمېر پخوانیو افغان پوځیانو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دوی مستقیم له بریتانوي ځواکونو سره په نظامي ماموریتونو کې همکاري کړې ده.
دوی اسناد، عکسونه، ویډیوګانې، مننه لیکونه او د ژوند د خطر شواهد وړاندې کړي؛ خو د ARAP پروګرام کې د دوی غوښتنې ځکه رد شوي، چې «رسمي قرارداد نشته» یا «شواهد تایید نه شول».
دوی ټینګار کړی چې په جګړه کې هېڅکله رسمي قرارداد نه وي او د بریتانوي ځواکونو سره یې همکاري ریښتینې، مستنده او په خطرناکو حالاتو کې شوې ده.
په اعلامیه کې یوې قضیې ته اشاره شوې، چې یو افغان پوځي افسر خپل عکسونه او ویډیوګانې د بریتانوي افسرانو سره وړاندي کړي؛ خو ځوا یې ځکه منفي تر لاسه کړی، چې «بریتانوي افسرانو څېرې نه پېژندل کېدې او یا د غوښتونکي حضور په عکسونو کې نه دی تاید شوی.»
په اعلامیه کې غوښتنه شوې، چې رسنۍ، د بشري حقونو بنسټونه او د بریتانیا پارلمان دي د ای ار ای بي غښتنو ارزونه په شفافه او خپلواکه توګه وکړي.
په دې وروستیو کې د بریتانیا ورځپاڼې تلگراف راپور ورکړی، چې د ایران سپاه پاسداران له طالبانو غوښتي، چې د شاوخوا ۲۵ زرو افغانانو نومونه چې د بریتانوي ځواکونو سره یې په افغانستان کې همکاري کړې ایران ته وسپاري.
د تلگراف له قوله د تهران موخه داده، چې ممکن د بریتانیا استخباراتي ادارې (MI6) همکاران وپیژني او دغه معلومات د هسته یي خبرو اترو کې د غرب پر وړاندې د فشار وسیله وګرځوي.
تلگراف دا هم ویلي چې په دغه لېست کې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو او استخباراتي مامورینو له ۱۰۰ څخه ډېر نومونه هم شامل دي.

مارګریتا، یوه ۳۳کلنه الماني ګرځندوې، په ټولنیزو رسنیو کې له محرم پرته، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د خپل درې میاشتني سفر ویډیوګانې خپروي، چې دا کار یې له سختو غبرګونونو سره مخ کړی دی.
مارګریتا یوه له هغه ګرځندویانو څخه ده، چې «د ټېک ټاک، انسټګرام، یوټیوب او ټولنیزو رسنیو» لارې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ژوند بېلابیلې ویډیوګانې خپروي.
د هغې په ټک ټاک کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د خپل سفر هغه ویډوګانې د سختو غبرګونو سره مخ شوي، چې دا پکې يوازې سفرونه کوي.
واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته داغه ډلې له محرم پرته د ښځو پر تګ راتګ بندیز لګولی؛ خو د بهرنیو میرمنو دا ډول ګرځېدل او ویډیو خپرول د ټولنیزو رسنیو د فعالانو په خاص ډول د افغان مېرمنو غبرګونونه پارولې.
مارګریتا، په ټولنیزو رسینو کې ټېک ټاک خپل د خوښې فارمټ یادوی او په کې «د خوړو، ساحلونو، دښتو، غرونو، د خلکو د ژوند، خوړو او بېلابېلې» ويديوګانې نشروې.
۳۳ کلنه مارګریتا د المان د سفرونو ګرځندوې ده، چې په ۲۰۲۴ کال د مې په میاشت کې یې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته له محرم پرته یواځي درې میاشتنی سفر وکړ.
نوموړې په ټېک ټاک کې ۱۸ زره لیدونکي لري، د «این بي سي نیوز» سره په خبرو کې ویلي: «ما ویره نه درلوده، زما سره د ملکیانو په څېر چلند شوی.»
مارګریتا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې په نشر شویو ویډیوګانو کې هڅه کوې وښيې، چې دغه هېواد «امن، ژوند په کې په خاص ډول د مېرمنو لپاره خوندې دی»
ډېرو خلکو دې ویډیوګانو ته غبرګونو ښودلې او وايي: «دا غواړي د طالبانو حکومت منظم، امن او د ښځو لپاره خوندې ځای وښوي په داسي حال کې چې سخت زورواکی نظام روان دی.»
په ناامنه سیمه کې اغیزمن خلک
مارګریتا د افغانانو د ژوند طریقه ستایلې ده او وايي، چې دا ځان په کې خوندې ګڼي او د یوې ښځې په توګه د ځواکمنه احساس کوي.
خو د بریتانیا حکومت ګرځندیانو او سفرکوونکو په خاص ډول ښځينه مسافرو ته خبردارۍ ورکړی، چې افغانستان ته سفر ونه کړي
د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتي راهیسي کله چې طالبان بیا واک ته ورسېدل په تدريجي ډول یې د ښځو ټولنیز او سیاسي حقونه محدود کړي او پر عامه ژوند یې بندیزونه لګولي.
په دغه هېواد کې ښځې او نجونې په پراخ او سیستماتیک تبعیض او ځورونې سره مخ دي.
له محرم پرته يې د ښځو پر ګرځېدو بندیز لګولی، د ښځو او نجونو په وړاندې یې زده کړې او کار بند کړی دی.
مارګریتا که څه هم دا مني، چې په افغانستان کې طالبان د ښځو پر ژوند سخت محدودیتونه لګولي؛ خو دا قوانین یې د ښځو د ارزښت نښه یاده کړې.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان په سوډان کې د روانو جګړو له امله د لوږې کچې ډېرېدو او ناروغیو خپرېدو په اړه جدي اندېښنې ښودلي دي او وايي، که د سوډان خلکو ته رسېدنه ونه شي وضعیت به نور هم بحراني شي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې دا مهال په سوډان کې شاوخوا ۲۵ مېلیونه وکړي د سخت خوراکي خوندیتوب نشتون سره مخ دي او د تېر جولای میاشت راهیسې نږدې ۱۰۰ کسان هم د کولرا په ناروغۍ اخته شوي دي.
ملګرو ملتونو په یوه خبرپاڼه کې د روغتیا نړیوال سازمان د بیړنیو حالاتو مشرې الهام نور له قوله ویلي:« نه درېدونکې تاوتریخوالي د سوډان روغتیايي سیستم تر وروستۍ پولو رسولی دی او دا د یوې داسې فاجعې لامل شوی چې لوږه، ناروغي او ناروین سره ګډ شوي دي.»
نوموړې خبرداری ورکړی، چې د لوږې او ناروغیو د کچې په لوړېدو سره به سږ کال شاوخوا ۷۷۰ زره پنځه کلن او کم عمره ماشومان له شدیدې خوراځواکۍ سره مخ شي.
ملګرو ملتونو په سوډان کې د لوږې او ناغیو د چټک خپرېدو په اړه په داسې مهال اندېښني ښودلي، چې د سوډان د پوځ او د دغه هېواد د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) ترمنځ روانه شخړه د میلیونونو خلکو د بېځایه کېدو لامل شوې او دغه هېواد یې په څو متضادو نفوذي زونونو ویشلی.