اردوغان: د اسراييلي جنایتونو پر ضد د سينيګال دریځ د ستایلو دی

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د سينيګال له لومړي وزیر عثمان سونکو سره په انقره کې يو ګډ خبري کنفرانس ته ویلي: «موږ د اسراييل د جنايتونو پر ضد د سينيګال دريځ ستایو او دغه دریځ د ډېرو هېوادونو لپاره يوه ښه بېلګه ده.»
اردوغان زیاته کړه:« زموږ مبارزه به تر هغه وخته دوام وکړي، چې په غزه کې نسلوژنه نه وي ختمه شوې او هغه کسان نه وي محاکمه شوي، چې په غزه کې یې بېګناه ماشومان له لوږې وژلي دي.»