جرمني اسراییل ته د وسلو لېږدول ودرول

د غزې د نیولو لپاره د اسراییل د پرېکړې تر اعلان وروسته، د جرمني حکومت وویل چې تر بلې خبرتیا پورې به اسراییل ته د هېڅ ډول پوځي تجهیزاتو د لېږلو اجازه ور نه کړي. د جرمني صدراعظم ټینګار کړی، چې د اسراییلي یرغمل شوو کسانو ازادول او د اوربند خبرې د برلین له اساسي لومړیتوبونو څخه دي.