طالبانو په هلمند کې څه باندې ۹ زره کیلو ګرامه نشه‌یي توکي وسوځول

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د هلمند په مرکز لښکرګاه او څو ولسوالیو کې د تېرو پنځه میاشتو عملیاتو پرمهال نیول شوي ۹۴۶۱ کیلو ګرامه نشه يي توکي یې سوځولي دي.