دغه ماشوم سپین پکول پر سر، کاوبای جامې پر تن، د یوه کوچ شاته ولاړ دی او کوټبند یې د وسلې په څېر پر اوږه اېښی او داسې ښکاري چې نښه یې نیولې ده.
د دغه فېسبوکي پوسټ په شپږو ساعتونو کې نږدې ۸۰۰ کمېنټونه راغلي او په کابو ټولو کمېنټونو کې دا چې خالد ځدراڼ خپل زوی ته د کتاب، قلم او کتابچې پر ځای له یوې وسیلې په استفادې سره د وسلې د کارولو انځور خپور کړی غندلی دی.
د فېسبوک ډېریو کاروونکو په خپلو کمېنټونو کې خالد ځدراڼ ته د کتاب، قلم او کتابچې د ورکړې او ښوونځي ته یې د تګ سپارښتنه کړې ده.
ځینو فېسبوک کاروونکو بیا په پېغور سره لیکلي، چې په افغانستان کې باید بچیانو ته دغه ډول د ټوپک او نښو ویشتل وښودل شي، ځکه تعلیم خو په افغانستان کې مباح دی.
د تعلیم د مباح ګڼلو بحث له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو له تړل کېدو وروسته هغه مهال دود شو، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست د عصري علومو زده کړې مباح وبللې.
د دغه عکس په یوه کمېنټ کې لیکل شوي، چې په اوسني وخت کې جګړه ټکنالوژیکي جګړه او په وینا یې اوس د سنګر او مورچې جګړې وخت پایته رسېدلی او مثال هم د اسراییل او ایران د جګړې ورکوي، چې اسراییل څنګه په نیمه شپه کې له ټکنالوژۍ په استفادې سره د ایران نظامي چارواکي په نښه کړل.
د دغه فېسبوکي پوسټ په کمېنټونو کې یو شمېر کسانو د دغه ماشوم پر لباس نیوکې کړي، چې ولې یې کاوبای یا دریشي ته ورته جامې اغوستي او پر ځای یې باید وطني جامې پر ځان وای.
په یوه کمېنټ کې خالد ځدراڼ ته په خطاب کې لیکل شوي: «تاسو ډېر قتلونه کړي نو لږ تر لږه دغه نوي نسل ته له یو بل سره د مرستې کولو چل ورزده کړئ.»
یوه بل کمېنټ ورکوونکي بیا د دغه ماشوم عکس په مصنوعي ځيرکتیا کې په داسې ډول جوړ کړی، چې د ټوپک په څېر د وسیلې پر ځای قلم یې په لاس کې ښکاري.

یوه افغان هندو هم دغه پوسټ ته په غبرګون کې لیکلي: «خپلو ماشومانو ته نور د ټوپک د کارولو چل مه ورښيئ، بلکې پر ځای یې عصري علوم او ټکنالوژي ورزده کړئ، څو ورسره افغانستان له نورې نړۍ سره سیال شي.
خالد ځدراڼ یوازې د دغه افغان هندو کمېنټ ته ځواب ویلی او زیاته کړې یې ده، چې دا هسې یوه شوخي وه او بچیان یې ښوونځي ته ځي او په ټولو درسونه وايي.

خالد ځدراڼ دغه انځور په داسې حال کې خپور کړی، چې څه موده وړاندې یې یو کتاب هم لیکلی و.