د ښځو د ځپنو سره هم‌مهاله؛ طالبان وايي، د یوې ۱۱ کلنې نجلۍ د جبري نکاح مخه یې نیولې ده

په افغانستان کې د ښځو د نیونو، ځپنو او پر وړاندې یې د پراخو بندیزونو سره هم‌مهاله؛ د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وایي، چې د دغه وزارت محتسبینو د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د یوې ۱۱ کلنې نجلۍ د جبري نکاح مخه نیولې ده.

د دغه وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه نجلۍ یو ۶۵ کلن سپین ږېرې ته ودېده.