طالبانو حبیبي د القاعده د پخواني مشر د وژنې او له هغه شرکت سره د سي ای اې د احتمالي اړیکو په تړاو نیولی، چې نوموړي پکې کار کاوه.
حبیبي د «ای ار اېکس» په نوم په یوه خصوصي شرکت کې کار کاوه. دې شرکت په کابل کې د موبایل ټاورونو او د نظارتي کامرو د نصب په برخه کې فعالیت درلود.
د امریکایي سرچینو په وینا، دغه شرکت امنیتي کمرو ته د سي ای اې لاسرسی په کابل کې د القاعدې د پخواني مشر اېمن الظواهري په پیژندلو او وژلو کې مهم رول لوبولی دی.
رویټرز له یو شمېر پخوانیو او اوسنیو امریکایي چارواکو سره مرکې کړي او د حبیبي په اړه یې د امریکا د حکومت ځینې اسناد هم کتلي دي.
د ۱۴۰۱ کال د زمري په ۹مه امریکايي بې پیلوټه الوتکو د کابل د شېرپور د ډيپلمات کېشتې په سیمه کې پر هغه ودانۍ برید وکړ، چې اېمن الظواهري پکې اوسېده او هغه یې وواژه.
له پېښې دوې ورځې وروسته د زمري په ۱۱مه د امریکا پخواني ولسمشر جوبایډن د اېمن الظواهري وژل تایید کړل.
جو بایډن وویل، د امریکا استخباراتي ادارو د القاعدې د مشر پټنځای کشف کړی و.
له دې برید وروسته طالبانو محمودشاه حبیبي چې یو افغان-امریکایي وګړی دی، په کابل کې ونیوو.
په راپور کې راغلي، چې د طالبانو استخباراتي ځواکونو د ښاغلي حبیبي موټر چې یو لندکروزر وو، محاصره کړ.
هم مهاله، نور طالبان د هغه اپارتمان ته ننوتل، دروازه یې ماته کړه، د هغه لیپ ټاپ او اسناد یې له ځان سره یووړل.
د څو اسنادو او شواهدو له مخې چې د امریکا حکومت ترلاسه کړي او رویټرز هم لیدلي دي، د طالبانو استخباراتو د حبیبي او د هغه د موټر چلوونکي سترګې ور تړلي، دواړه یې د موټر شاته وغورځول او له ځان سره یې یوړل.
۳۷ کلن حبیبي د افغانستان د ملکي هوايي چلند پخوانی مشر و. هغه په یوه خصوصي شرکت کې کار کاوه او د امریکا او کابل ترمنځ یې تګ راتګ کاوه. هغه په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د امریکا تابعیت ترلاسه کړ.
طالبانو د محمودشاه حبیبي نیول کېدل رد کړي دي. د طالبانو ویاند تېره میاشت ویلي، چې دوی د حبیبي د کورنۍ په غوښتنې سره له ټولو اړوندو ادارو څخه پوښتنه کړې، خو هېڅ داسې نښه نه شته، چې وښيي حبیبي د طالبانو اړوند کوم ارګان نیولی وي.
خو دا موضوع د نورو شواهدو او اسنادو سره لکه د حبیبي د موبایل له معلوماتو سره چې یوه پخواني او یوه اوسني امریکایي چارواکي رویټرز ته ورکړي، په ټکر کې ده.
د طالبانو دا انکار د اف بي ای لپاره چې هڅه کوي حبیبي خوشې کړي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لپاره یوه ستونزه ګرځېدلې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د حبیبي بندي ساتل د افغانستان سره د اړیکو د پراخولو پر وړاندې لوی خنډ دی.
د محمودشاه حبیبي ورور د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) سخته غندلې، چې ولې د هغه د ورور د خوشې کولو لپاره اقدام نه کوي.
د هغه کورنۍ وايي، چې سي ای اې د طالبانو له استخباراتو سره تماس لري؛ خو دا اړیکې یې د حبیبي د ازادولو لپاره نه دي کارولې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بهرنیو هېوادونو په زندانونو کې د نیول شویو امریکایانو خوشې کول خپل لومړیتوب ګڼي او تر دې دمه یې لسګونه کسان له افغانستان، روسیې او وینزویلا خوشې کړي دي؛ خو د حبیبي قضیه تر ټولو ستونزمنه شوې ده.
په هغه وخت کې امریکایي چارواکو خبریالانو ته ویلي وو، چې د القاعدې د مشر وژنه د سي ای اې عملیات وو. امریکایي سرچینو رویټرز ته ویلي، حبیبي په دې پلان خبر نه و او کله چې اېمنالظواهري ووژل شو، حبیبي له دوبۍ نه کابل ته په یوه کاري سفر تللی او بیا ونیول شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند رویټرز ته ویلي: «موږ پوهېږو چې طالبانو شاوخوا درې کاله مخکې محمود شاه حبیبي تښتولی او موږ د هغه سمدستي خوشې کېدل غواړو.»
یو کس چې د حبیبي ملګری او له هغه سره نیول شوی و؛ خو وروسته خوشې شو ویلي، چې حبیبي یې د طالبانو د عمومي استخباراتو په مرکز کې لیدلی.
نوموړی وایي، له حبیبي څخه دا پوښتنه کېده چې ایا سي ای اې ته کار کوي او که د اېمن الظواهري په وژنه کې لاس لري؟
د طالبانو په استخباراتو کې د حبيبي ټلیفون
د اوسنیو او پخوانیو امریکایي چارواکو په وینا، د ۲۰۲۳ کال د جون او اګست په میاشتو کې د امریکا حکومت معلومه کړه، چې د محمودشاه حبیبي موبایل ټلیفون د طالبانو د عمومي استخباراتو په مقر کې فعال شوی و.
یوه امریکایي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې دا شواهد طالبانو ته هم سپارل شوي دي.
د ټرمپ حکومت د هغه د خلاصون لپاره خپلې هڅې ډېرې کړې دي او ان د هغه د موندلو او نیولو په بدل کې یې د پنځه میلیونه ډالرو جایزه اعلان کړې ده.
د حبیبي ورور احمد وايي: «زموږ کورنۍ ته یوه نوې هیله پیدا شوې، چې د ټرمپ ټیم به بریالی شي.»
هغه وایي که د «ای ار اېکس» شرکت یا سيای اې حبیبي ته خبرداری ورکړی وای، چې د الظواهري تر وژلو وروسته کابل ته تګ خطرناک دی، نو هغه به هېڅکله د عملیاتو څخه څلور ورځې وروسته کابل ته نه وای تللی.
احمد رویټرز ته وویل: «هېچا هغه ته څه ونه ویل، نه شرکت، نه سي ای اې، نه بل څوک. نو ځکه بېرته افغانستان ته ولاړ.»
د امریکا حکومت رسما حبیبي یو یرغمل ګڼي، ځکه چې نه د هغه نیول رسما منل شوي او نه هم د ساتلو ځای یې مشخص شوی دی.
د امریکا د فدرالي پلټنو ادارې رویټرز ته ویلي، چې له خپلو شریکانو او د حکومت له بېلابېلو ادارو سره چې د یرغمل شویو د خلاصون لپاره کار کوي، په ګډه هڅه کوي او ژمنه کوي چې حبیبي بېرته خپلې کورنۍ ته راولي.
طالبانو تېر کال هغه وړاندیز رد کړی و، چې له مخې یې غوښتل شوی و حبیبي د ګوانتانامو له وروستي افغان بندي محمد رحیم افغان سره تبادله شي.
یوه امریکایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي: «موږ هم هڅه وکړه چې طالبان وهڅوو او هم دا چې فشار پرې راوړو، خو طالبانو عملا یو دېوال درولی دی.»
په موبایل ټاورونو کې د کامرو نصب او د اېمنالظواهري وژل
د اوسنیو او پخوانیو امریکایي چارواکو په وینا، سي ای اې د اېمنالظواهري پر وړاندې د عملیاتو پر مهال د «ای سي جي» په نوم شرکت ته نفوذ کړی و، چې دا شرکت د «ای ار اېکس» فرعي شرکت دی.
دغه شرکت په کابل کې د موبایل ټاورونو د نصب قرارداد درلود او د دغو ټاورونو د خوندي ساتنې لپاره ورباندې د نظارتي کامرو (CCTV) نصب شوی و.
له دغو کامرو څخه یوه هغه کور ته نږدې وه، چې د کابل د ډیپلوماتمېشتې سیمې په زړه کې پروت و او ویل کېږي، چې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراجالدین حقاني د استوګنې ځای و.
دغه کور د امریکا او برېتانیا له تړل شویو سفارتونو سره ډېر نږدې و.
سرچینو ویلي، چې هغه کامرې سي ای اې ته یوه ویډیو استولې وه، چې په دغه کور کې د اېمنالظواهري شتون یې تاییداوه. همدې کار سي ای اې سره مرسته وکړه، چې پر الظواهري هغه مهال دوه توغندي وتوغوي، کله چې هغه کړکۍ ته راوتلی و او هغه ووژني. د هغه مېرمن او کورنۍ په دې برید کې ژوندي پاتې شول.
که څه هم د بایډن د حکومت چارواکو هغه مهال د CIA د بېپیلوټه الوتکې عملیات تشریح کړل، خو د ځمکنيو عملیاتو جزیات لکه د کامرې شتون او د الظواهري په پېژندلو کې د هغه رول نه و افشا شوی.
د محمود شاه حبیبي نیول
د حبیبي ورور احمد ویلي، چې د نیول کېدو په ورځ حبيبي د کابل په شېرپور کې په خپل کور کې و او خپل وسایل یې ټولول ترڅو بېرته نیو جرسي ته لاړ شي.
هغه زیاته کړه، چې د ځایي وخت غرمه مهال د «ای سي جي» شرکت له دفتر څخه ورسره اړیکه ونیول شوه او ورته ویې ویل، چې طالبانو یې پر دفتر یرغل کړی دی.
د احمد په وینا، حبیبي خپلې خور ته وویل چې باید لاړ شي؛ خو دلیل یې نه و ورته ویلی. همدا چې هغه موټر ته وخوت، طالبانو سمدستي ونیوو.
څو دقیقې وروسته، یو کس چې ځان یې د طالبانو د استخباراتو غړی معرفي کړ، د اپارتمان دروازه وټکوله، د حبیبي خور دروازه نه پرانیستله او ورته ویې ویل، چې د طالبانو د قوانینو له مخې باید په کور کې یو بالغ نارینه خپلوان موجود وي.
احمد او یو بل شاهد وایي، چې طالبانو دروازه ماته کړه، کور ته ننوتل او د حبیبي لپټاپ یې لټاوه. کله چې طالبان په پنځو موټرو کې راغلل، په سړک کې ګڼه ګوڼه راټوله شوه. طالبانو سړک وتاړه او د حبیبي موټر یې محاصره کړ، بیا یې هغه له ځانه سره یووړ.
د طالبانو استخباراتو د «ای سي جي» ۳۰ نور کارکوونکي هم ونیول، خو له حبیبي او یو بل کس پرته یې نور خوشې کړل.
د هغو اسنادو له مخې چې رویټرز کتلي، داسې ښکاري چې د طالبانو د مخابراتو وزارت د حبیبي د نیول کېدو موضوع تایید کړې او ویلي، چې هغه د طالبانو د استخباراتو په اداره کې بندي دی.
د محمودشاه حبیبي ژوندلیک
محمودشاه حبیبي د افغانستان په سوېل کندهار ښار کې زېږېدلی دی او د یوې کورنۍ له اتو اولادونو څخه یو دی. دی او د هغه کورنۍ د کابل په کارته پروان سیمه کې لوی شوي دي.
پر انګلیسي ژبې تسلط دا زمینه ورته برابره کړه، چې په ۲۰۰۸ کال کې د ملګرو ملتونو د هوايي چلند ادارې (ICAO) په کابل دفتر کې دنده تر لاسه کړي.
له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۳ پورې یې د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې (FAA) لپاره د امریکا په سفارت کې کار کاوه.
تر هغه وروسته د پخواني افغان حکومت د هوايي چلند د وزارت مرستیال وزیر وټاکل شو او د افغانستان د هوایي ترافیک د کنټرول سیسټم له امریکا څخه کابل ته د انتقال په بهیر کې یې مهم رول ادا کړ.
حبیبي په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان د ملکي هوايي چلند د ادارې رییس شو او تر ۲۰۱۹ پورې په همدې دندې پاتې شو.
په ورته وخت کې هغه د امریکا د فلوریډا ایالت د «امبری ریدل» په نوم د هوايي چلند په برخه کې د ماسټرۍ سند هم تر لاسه کړ.
په ۲۰۱۹ کې یې استعفا وکړه او د «ای آر اکس» شرکت سره یوځای شو تر څو د کابل نړیوال هوايي ډګر د مدیریت قرارداد ترلاسه کړي.
حبیبي د کابل او امریکا ترمنځ سفر کاوه او په ۲۰۲۱ کال کې یې د امریکا د تابعیت لپاره د پنځه کلنې استوګنې اړتیا ټولټال ۳۰ میاشتې پوره کړې.
کله چې امریکایي ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه وتل، حبیبي په کابل کې و.
هغه د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۴مه له دوبۍ څخه کابل ته ولاړ، وروسته له هغې چې په قطر کې یې له خپلې کورنۍ سره ولیدل. کورنۍ یې هلته د امریکا د نظامي اډې په تمه د کډوالۍ ویزې لپاره منتظر و؛ خو یوه اوونۍ وروسته ونیول شو.
د حبیبي مېرمن، لور، مور او پلار چې تر اکټوبر میاشتې پورې په قطر کې د ویزې په تمه وو، وروسته کالفورنیا ته ولاړل او له هماغه وخته تر ننه د حبیبي په اړه هېڅ خبر نه لري.
یو امریکایي چارواکی وايي، چې د حبیبي د قضیې حل د طالبانو لپاره تر ټولو ساده لاره ده، چې له امریکا سره خپلې اړیکې ښه کړي.
له هغه وخته چې حبیبي نیول شوی، طالبانو څلور نور امریکایان هم نیولي؛ خو بېرته یې خوشې کړي دي.