زېلېنسکي: له اوکراین پرته هر ډول پرېکړه به د سولې پر ضد وي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې هغه د ټرمپ او پوتین تر منځ پلان شوې غونډه غندي. زېلېنسکي خبرداری ورکړی، چې له اوکراین پرته هر ډول خبرې به د سولې پر ضد او بې‌پایلې وي.