د غزې کړکېچ؛ په غزه کې ۱۴ نور فلسطینیان ووژل شول

له نن سهار راهیسې اسراييلي پوځیانو په غزه کې لږ تر لږه ۱۴ مرستو ته په انتظار ولاړ فلسطینیان وژلي دي. له دې ډلې ۱۱ وژل شوي کسان د غزې شمال «العوده» روغتون ته وړل شوي دي.

له نن سهار راهیسې اسراييلي پوځیانو په غزه کې لږ تر لږه ۱۴ مرستو ته په انتظار ولاړ فلسطینیان وژلي دي. له دې ډلې ۱۱ وژل شوي کسان د غزې شمال «العوده» روغتون ته وړل شوي دي.
په وژل شویو فلسطینیانو کې هغه شپږ کسان هم شامل دي، چې نتساریم دهلېز ته نږدې د خوړو په تمه ولاړ وو. په سوېلي غزه کې هم دوه کسان وژل شوي، چې مرستو ته په تمه وو. د دغه فلسطینیانو جسدونه «ناصر» روغتون ته لېږدول شوي دي.
له بل پلوه په خان یونس کې اسراييلي هوايي ځواکونو یو اپارتمان په نښه کړی، چې په پایله کې یې یوه ښځه وژل شوې او یو بل کس ټپي دی.


د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي:« موږ د اسراییل دا کار په کلکه غندو، چې د غزې له ښار څخه فلسطینیان په زور شړي او ټوله غزه نيسي. د اسراييل دغه کړنه بشپړ نسل وژنه ده.»
ښاغلي بقايي نن شنبه (د زمري ۱۸مه) پر اېکس پاڼه د غزې بشپړ نیول «جرم» وباله. هغه زیاته کړې، فلسطین داسې یوې ډلې اشغال کړی چې نړۍوالې جزایي محکمې (ICC) او نړۍوالې عدلي محکمې (ICJ) د فسطینیانو په نسلوژنه تورنه کړې ده.
بقایي د ټولو حکومتونو او ملګرو ملتونو قانوني او اخلاقي مسوولیت ته په اشارې سره وايي:« باید د نسلوژنې او په نیول شویو فلسطیني سیمو کې د روانو لویو جنایتونو مخه ونیسي.»
بقایي د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) څخه غوښتي، چې په دې اړه بېړنۍ غونډه راوبولي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې هغه د ټرمپ او پوتین تر منځ پلان شوې غونډه غندي. زېلېنسکي خبرداری ورکړی، چې له اوکراین پرته هر ډول خبرې به د سولې پر ضد او بېپایلې وي.
زېلېنسکي پر خپل ټېلګرام پاڼه لیکلي، چې د اوکراين ځمکنۍ بشپړتیا د اساسي قانون برخه او د دغې غونډې موضوع نه شي کېدای. زېلېنسکي زیاته کړې، چې اوکراين به روسیې ته نه کومه ډالۍ او نه به هم خپله خاوره ورکړي.
د راپورونو له مخې؛ د اوکرايني چارواکو ویلي، ښايي کيف ونه شي کړای چې خپلې له لاسه وتلې سيمې د جګړې له لارې بېرته ونیسي.

افغانستان کې د ټرافيکي پېښو پر دوام؛ نن او پرون په هلمند، بلخ، کندوز او بدخشان ولایتونو کې د موټرو د اوښتو او ټکرونو له امله ۹ کسان مړه او ۹ نور ټپيان شوي دي.
د هلمند ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند عزتالله حقاني وايي، د جمعې په ورځ د کندهار- هرات پر لويه لاره واشېر ولسوالۍ کې اکوا او ټېلر موټر سره ټکر شوي چې په پایله کې یې يوه ښځه، يو ځوان او څلور ماشومان مړه شوي دي.
د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند جمعهالدين خاکسار بیا وايي، په دشت ارچي ولسوالۍ کې يو کرولا ډوله موټر اوښتی چې له امله یې يو کس مړ شوی او څلور نور ټپيان دي.
دارنګه د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس ذبيحالله اميري ويلي، تېره شپه يو ټېلر موټر پر کوچني موټر ور اوښتی چې په پایله کې یې د کوچني موټر چلوونکی مړ شوی دی.
له بل پلوه د بلخ امنیې قوماندانۍ نن شنبه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د حیرتان بندر او د قوشتېپې کانال پر لارې ټرافیکي پېښه کې یوه مېرمن مړه شوې او درې ماشومان ټپیان دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه (د زمري ۱۸مه) د غزې د بشپړ کنټرول په اړه د اسراييل د کابینې پرېکړه غندلې ده. د دغه وزارت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پرېکړه د اندېښنې وړ ده او دا کار به د فلسطیني ملت پر وړاندې شته کړکېچ لا پراخ کړي.
طالبانو دارنګه د سیمې پر هېوادونو غږ کړی، چې په دې اړه خپل مسوولیت ادا کړي او په غزه کې اوربند او د بشري مرستو رسولو ته زمینه برابره کړي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې د اسراييل لهخوا د غزې بشپړ کنټرول ناقانونه کار دی او دا کار د فلسطینیانو پر وړاندې د جګړې پراخېدل دي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر اېکس پاڼه کاږلي: « موږ د غزې د بشپړ کنټرول پلان په کله غندو، دا کار به د سولې ټولې هیلې له خاورو سره خاورې کړي. موږ باید دا هېر نهکړو، چې د غزې اوږدمهاله اشغال د جګړې اصلي لامل دی.»
هغه زیاته کړې، غزه تر دې مخکې لا ډېره ځپل شوې او دا کار به د سولې ټولې هیلې له منځه یوسي.
نوموړي له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې ډېر ژر مداخله وکړي او د اسراييل د دغه ناقانونه کړنې مخه ونيسي.