طالبانو په نورستان کې ۱۰ کیلوګرامه بېروج د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پلورلي دي

طالبانو د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې ۱۰ کیلوګرامه بېروج د ۳ میلیونه او ۲۵ زره افغانیو په ارزښت پلورلي دي.
طالبانو د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې ۱۰ کیلوګرامه بېروج د ۳ میلیونه او ۲۵ زره افغانیو په ارزښت پلورلي دي.
په نورستان کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس سید رحیم عمیر د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۹مه) د دې ډلې تر واک لاندې باختر اژانس ته ویلي، چې یاده اندازه بېروج له پشګردرې کانونو څخه ترلاسه شوي دي.
طالبانو تر دې وړاندې هم په ځلونو په نورستان او کونړ کې د بېروج ګران بیه ډبرې پلورلې دي. په دغو دوو ولایتونو کې د افغانستان تر بل هر ځایه د ګران بیه ډبرو کانونه ډېر دي.
د راپورونو له مخې؛ په نورستان او کونړ کې په ناقانونه توګه هم د طالبانو د ځینو قوماندانانو له لوري کانونه کېندل کېږي، چې ترلاسه کېدونکي عواید یې د دغه ډلې د ځینو لوړپوړو غړو جېبونو ته ځي.
همدا راز نیوکې کېږي، چې په یادو ولایتونو کې په خورا غېرمسلکي توګه کانونه کېندل کېږي.
همدا راز پر طالبانو تور دی، چې د افغانستان په کانونو یې منګولې ښخې کړي او پرته له ځانګړو معیارونو یې د خپلو عوایدو ډېرېدو لپاره تړونونه کړي.
وېره ده، چې د دغو خپلسرو او نامعیاري تړونونو له کبله به د افغانستان کانونه تر سختو اغېزو لاندې راشي او دغه طبیعي شتمني یې د لوټ کېدو له ګواښ سره هم مخ کړي دي.