دروغ د مېړه وزرونه دي

جانو: (لږ په غمجن انداز) سالاره خدای دې ستا مور ته معافي وکړي.
جانو: (لږ په غمجن انداز) سالاره خدای دې ستا مور ته معافي وکړي.
سالار: (په تعجب) نو هغه خو څلور کاله مخکې وفات شوې ده، ستا نن درپه یاد شوه؟
جانو: نن هسې په هدیره کې راتېرېدم قبر ته مې یې پام شو او دعا مې ورته وکړه.
سالار: (په غرور) زما مور خدای بښلې ده، ستا دعا ته هیڅ اړتیا نهلري.
جانو: څنګه خدای بښلې ده؟
سالار: ما تېره شپه خوب لیده، چې زما د مور جنازې ته امیرالمومنین راغلی وي.
جانو: (په خندا) دروغ مه وایه امیرالمومنین تر اوسه چا په ويښه نه دی لیدلی او ته یې په توره تیاره کې په خوب کې وينې.
سالار: (جدي) ولاکه دروغ درته وایم، رښتیا راغلی و.
جانو: ښه څه ډول سړی و؟
سالار: توره شپه وه ولاکه مې سم لیدلی وي، خلکو ویل دغه امیرالمومنین دی.
جانو: خو بیا هم ستا تر مور زما د مور مرتبه لوړه ده.
سالار: ولې؟
جانو: امیرالمومنین خو څه کوې، زما د مور جنازې ته د خدای رسول راغلی و.
سالار: زما د مور جنازې ته نه یوازې دا چې د خدای رسول راغلی و، ټول اصحابان یې هم ورسره وو او بل دا چې لمر هم راغلی و.
جانو: (په تعجب) لمر بیا څنګه راغلی و؟
سالار: لمر په هدیره کې خدای ته پر سجده پرېوت، ویل الهي د سالار مور ته معافي وکړې.
جانو: ما ته خوږ شه! زما د مور جنازې ته لمر، سپوږمۍ او ستوري ټول راغلي وو. په هدیره کې ځای نه و.
سالار: نو بیا مو څه وکړل؟ ستاسې هدیره خو ډېره وړه ده.
جانو: بس نور یې څه کوې ټوله دنیا له رڼا ډکه وه.
سالار: یاره که رېښتیا درته ووایم ستا تر مور زما د مور مرتبه څو برابره لوړه ده.
جانو: هغه څنګه؟
سالار: زما د مور جنازې ته ټول پيغمبران، ټولې فرښتې، لمر، سپوږمۍ، ټول ستوري او اووه اسمانونه راغلي وو.
جانو: (لږ موسکی کېږي) ملایان خو وايي، چې د خدای د رسول جنازه هم دومره لویه نه وه، دا ستا مور څه کاره وه؟
سالار: څه کاره یې څه کوې زما مور هر کاره وه.
جانو: بیا هم څه کاره وه؟
سالار: زما مور له ابۍ سره کار کاوه.
جانو: ابۍ خپله څه کاره وه؟
سالار: ابۍ د کلي مزدوره وه.
جانو: (د ملنډو په ډول) متل دی وايي زه د ابۍ مزدوره او ابۍ د کلي مزدوره.
سالار: (په قهر) خدای وهلی زه خوبونه درته وایم او ته متلونه راته وایې.
جانو: نو سړی خوبونه ووايي، دا خو خوبونه نهدي سم د نس بادونه دي.
سالار: (په قهر) ستا عقیده خرابه ده، ته پر خوبونو باور نه لرې؟ پرون خلیفه صاحب مبارک نه ویل، چې ځينې خوبونه بشارتونه وي، یانې زېري وي.
جانو: (په خندا) هو ځينې خوبونه رښتیا هم بشارتونه وي؛ خو ستا دغه بشارتونه نهدي، د دروغو اوږده لاړونه دي.
سالار: (په خندا) سالاره که رېښتیا درته ووایم ولاکه مې شی لا په خوب کې لیدلي وي، بس هسې مې ستا څخه د دروغو سیالي ګټله. ما ویل زما مور په څه شي کې ستا تر مور پاتې ده.
(دواړه خاندي)
جانو: (په خندا) په پاکستان کې به یې د رېکشو پر شا لیکلي و، چې (هم کېسي سې کم نهي)، یانې زه تر هیچا کم نه یم.
سالار: (په خندا) بس هغه د پاکساني رېکشو کيسه ده، زه هم تر خلیفه صاحب کم نه یم.
(دواړه خاندي)