د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د اروپا له فوټباله د اسراییل د اېستلو غوښتنه وکړه

په غزه کې د فلسطیني مشهور فوټبالر سلیمان العبید له وژل کېدو وروسته، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي د یکشنبې په ورځ له یوفا غوښتنه وکړه، چې اسراییل دې «د جنګي او د بشریت ضد د جنایتونو» د ترسره کولو له امله له ټولو سیالیو وباسي.