په ایران کې د افغان کډوالو د نیولو بهیر ۴۵ سلنه زیات شوی دی

د ایران د پولیسو ویاند وايي، د هغو افغان کډوالو د پېژندلو او نیولو کچه چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري، ۴۵ سلنه لوړه شوې او د روان کال د لومړیو څلورو میاشتو په ترڅ کې دوه برابره شوې ده.
د ایران د پولیسو ویاند وايي، د هغو افغان کډوالو د پېژندلو او نیولو کچه چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري، ۴۵ سلنه لوړه شوې او د روان کال د لومړیو څلورو میاشتو په ترڅ کې دوه برابره شوې ده.
سعید منتظر المهدي د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۹مه) وویل، چې د ایران سرحدي ځواکونو خپلې ګزمې زیاتې کړې دي، څو ایران ته د افغان کډوالو د داخلېدو مخه ونیسي.
هغه رسنیو ته وویل، چې د ایران پولیس په قاطعیت سره د افغان کډوالو د نیولو عملیات ترسره کوي، چې له امله یې یو میلیون او ۱۴۰ زره کډوال شړل شوي دي.
ایران د افغانانو د پراخې اېستنې ترڅنګ، له افغانستان سره پر خپلو پولو څار هم زیات کړی دی. د پولیسو د ویاند په وینا، هره ورځ د افغان کډوالو د داخلېدو د مخنیوي لپاره له ۲ زرو څخه ډېرې سرحدي ګزمې ترسره کېږي، چې د تېر کال په پرتله ۱۴ سلنه زیاتوالی ښيي.
هغه وویل، د دغو ګزمو په پایله کې ایران ته د لږ تر لږه ۲ زرو او ۵۰۰ بې اسنادو افغان کډوالو له داخلېدو مخنیوی شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو له څرنګوالي سره مخالفتونه لا هم روان دي. د ایران د ټولنیزو مرستندویانو د ټولنې مشر حسن موسوي چیلیک د شنبې په ورځ د ایران د کډوالۍ پر تګلارې سخته نیوکه وکړه. هغه وویل، چې د افغانانو د شړلو په عملیاتو کې ایراني مامورانو د «قانوني» او «غېرقانوني» کډوالو ترمنځ هېڅ توپیر نه دی کړی.
هغه همداراز زیاته کړه، چې یو ایراني ماشوم د افغان په توګه وشړل شو، خو د ایران په قونسلګرۍ کې له ګوتو د نښې له اخیستو وروسته د هغه هویت د ایراني په توګه وپېژندل شو او بېرته راوګرځول شو. د ده په وینا، په ځینو مواردو کې د شړل شویو افغان کورنیو ماشومان په ایران کې پاتې شوي دي.