طالبانو له پاکستان څخه وارد شوي ۱۵ ټنه ليمو د کانکر ناروغۍ له امله بېرته لېږلي

د طالبانو د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د قرنطين مديريت مسوولينو په تورخم کې له پاکستان څخه وارد شوي پنځلس ټنه ليمو چې کانکر ناروغۍ وهلي وو، بېرته ياد هېواد ته لېږلي دي.