سیاسي او پوځي لیدنې؛ د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر یو ځل بیا امریکا ته تللی

د پاکستان پوځ ویلي، چې لوی درستیز عاصم منیر د سیاسي او پوځي ناستو لپاره یو ځل بیا امریکا ته تللی او هلته به د یاد هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره ځانګړې ناستې ولاړې وکړي. هغه د دغه سفر په لړ کې د امریکا مرکزي قوماندانۍ د نوي قوماندان د پېژندګلوۍ مراسمو کې هم ګډون کړی.