طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بېلابېلو جنايي پېښو کې ښکیل ۲۸ تنه نیولي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په شپږو ولایتونو کې د غلا، انسانتښتونې، اخلاقي فساد، د لاسي بم غورځولو او نورو جرمونو په تړاو ۲۸ تنه نیولي دي. دا کسان په ننګرهار، سمنګان، خوست، فراه، هرات او نیمروز ولایتونو کې نیول شوي.