ټامي بروس ملګرو ملتونو کې د امریکا د مرستیالې استازې په توګه ټاکل کېږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خواله رسنیو اعلان کړی، چې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس په عالي توګه خپله دنده ترسره کړې او له همدې کبله یې په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالتونو مرستیاله استازې ټاکي.

بروس به د دغې دندې لپاره له سنا مجلس څخه د تایید رایې ته هم اړتیا ولري.