اروپايي ټولنې د اوکراین او روسیې د جګړې پای ته رسولو لپاره د ټرمپ له هڅو ملاتړ کړی

د شپږو اروپايي هېوادونو او د اروپايي ټولنې مشرانو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین جګړې د پای ته رسولو له خبرو هرکلی کړی.
د دوی لهخوا ټینګار شوی، چې تر یوې عادلانه او تلپاتې سولې پورې باید د کېیف ملاتړ او پر مسکو فشار دوام ومومي.