په غزني ولایت کې په دوو جلا-جلا ترافیکي پېښو کې یو کس مړ شوی او درې نور ټپیان دي

د غزني ولایت په قره باغ او ګېلان ولسوالیو کې په دوو جلا-جلا ترافیکي پېښو کې یو کس مړ شوی او درې نور ټپیان دي.

د غزني ولایت په قره باغ او ګېلان ولسوالیو کې په دوو جلا-جلا ترافیکي پېښو کې یو کس مړ شوی او درې نور ټپیان دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۹مه) د یاد ولایت د سیمه ییزو چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې لومړۍ پېښه د قرهباغ په ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې یو مازدا موټر له موټرسایکل سره ټکر وکړ او درې کسان پکې ټپیان شول.
د راپور له مخې، دویمه پېښه بیا د ګېلان په ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه، کله چې یو ټراکټور چپه شو او چلوونکی یې مړ شو.
په راپور کې د دغو پېښو لامل د موټر چلونکو بې احتیاطي او چټکتیا ښودل شوې ده.

په غزه کې د فلسطیني مشهور فوټبالر سلیمان العبید له وژل کېدو وروسته، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي د یکشنبې په ورځ له یوفا غوښتنه وکړه، چې اسراییل دې «د جنګي او د بشریت ضد د جنایتونو» د ترسره کولو له امله له ټولو سیالیو وباسي.
فرانچسکا البانیز په خپل اېکس کې لیکلي: «راځئ چې ورزش له اپارټایډ او نسل وژنې پاک کړو. یو توپ، په هر وار کې یو ګوزار.»
د البانیز دا غوښتنه د پخواني فلسطیني لوبغاړي سلیمان العبید د وژل کېدو پر وړاندې له غبرګون وروسته مطرح شوه.
د فلسطین د فوټبال فدراسیون په وینا، العبید د چهارشنبې په ورځ هغه مهال ووژل شو، چې د اسراییل پوځ د غزې په سوېلي برخه کې د مرستې د وېش یوې نږدې سیمې ته د مرستو د ترلاسه کولو په تمه ولاړو ملکي وګړو باندې ډزې وکړې.
۴۱ کلن العبید چې د غزې اوسېدونکی او د پنځو ماشومانو پلار و، د فلسطین د فوټبال د تاریخ له غوره لوبغاړو څخه ګڼل کېده.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان له مشر ایډوین سنیزا سلاوډر سره په کتنه کې په هېواد کې د سرطاني ناروغیو د درملنې په برخه کې د همکاریو غوښتنه وکړه.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، نور جلال جلالي په دې کتنه کې د سرطاني ناروغیو د درملنې په برخه کې د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د سرطاني ناروغیو د روغتونونو لپاره د طبي تجهیزاتو د برابرېدو، د عامې روغتیا وزارت د جوړې شوې پالیسۍ د تطبیق او د نویو ستراتیژیو د جوړیدو په تړاو د همکاریو غوښتنه وکړه.
نوموړي همداراز وویل، د شري ناروغۍ د واکسین ملي کمپاین باید په ښه توګه ترسره شي او د شري ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید مناسب پلان جوړ او عملي شي.
په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان مشر په دې کتنه کې په یادو برخو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د سرطان ناروغي ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده، خو د تشخیص، درملنې او تخصصي روغتیايي مرکزونو کمښت له دې ناروغۍ مړینه زیاته کړې.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د اټکل له مخې، هر کال زرګونه افغانان د سرطان له بېلابېلو بڼو سره مخ کېږي، خو یوازې محدود شمېر یې په داخل هېواد کې درملنه مومي. د امکاناتو، تجهیزاتو، متخصصو ډاکترانو او درملو نشتوالی خلک اړ باسي، چې بهرنیو هېوادونو ته مراجعه وکړي، چې دا کار له اقتصادي او ټولنیز پلوه ډېرو کورنیو ته ستونزمن تمامېږي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وايي، د فراه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې ۳ نارینه له خپلو ښځو سره د ناوړه چلند له امله نیولي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، یادې درې ښځې له څو کلونو راپدېخوا له جدي کورني تاوتریخوالي سره مخ وې او بالاخره د دغه ولایت د امربالمعروف او نهی عن المنکر محتسبینو د یادو تاوتریخوالو عاملین یعنې د دغو ښځو مېړونه نیولي او هغوی ته یې لازمې سپارښتنې هم کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د مدني فعالانو په وینا، د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت کارکوونکي په ځينو مواردو کې په کابل ښار او نورو لویو ښارونو کې ځینو ښځو ته د حجاب د نه مراعاتولو له امله په عام محضر کې سپکې سپورې وايي او په لومړیو کې یې ځينې ښځې وهلي هم دي.
له دې سره سم، هغه نجونې او ښځې چې د طالبانو له بند خونو ازادې شوي بیا په زندانونو کې له دوی سره شوی چلند بوږنونکی بولي، خو طالبان او په ځانګړې توګه د امربالمعروف اداره یې بیا په دې اړه چوپه خوله دي.

له زابل وروسته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال محمد ابراهیم صدر غزني ته تللی او هلته یې د دغې ډلې له والي عبدالصمد جاوید او پوځي مسوولینو سره لیدلي دي. په دې ناسته کې د طالبانو د مشر پر اطاعت، د همغږۍ پر پیاوړتیا، یووالي او ستونزو بحث او خبرې شوې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې د غزني لپاره د دغې ډلې والي ملا عبدالصمد جاوید په حواله راغلي، چې په «اسلامي نظام» کې اطاعت اصل دی او د مشرتابه له لوري په هر امر او لارښوونه عمل «واجب» ګڼل کېږي.
د خبرپاڼې له مخې؛ په ناسته کې ښاغلي صدر په یاد ولایت کې د امنیتي بنسټونو ترمنځ پر ښې همغږۍ، د امنیت د ټینګښت، د طالبانو د مشر د فرمانونو د پلي کولو او له خلکو سره د ښه چلند په اړه اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې کړې دي.
نوموړي تر دې مخکې نورو ولایتونو ته هم سفرونه کړي، چې په دې لړ کې پرون زابل ولایت ته تللی و.
هغه د ملاهبت الله د فرمانونو د تطبیق او د یونیفورم د عملي کېدو لړۍ په موخه زابل ته تللی و او هلته یې ځايي طالبانو ته سپارښتنه کړې، چې باید پولیس یې یونیفورم واغوندي.

د پاکستان پوځ ویلي، چې لوی درستیز عاصم منیر د سیاسي او پوځي ناستو لپاره یو ځل بیا امریکا ته تللی او هلته به د یاد هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره ځانګړې ناستې ولاړې وکړي. هغه د دغه سفر په لړ کې د امریکا مرکزي قوماندانۍ د نوي قوماندان د پېژندګلوۍ مراسمو کې هم ګډون کړی.
تر دې دمخه د جون په میاشت کې عاصم منیر د غرمنۍ لپاره واشنګټن کې د ډونالډ ټرمپ مېلمه و او هلته یې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې اترې کړې وې. همدا راز اسلاماباد کې رسنیو خبر ورکړی، چې ښايي د امریکا ولسمشر په سپټمبر میاشت کې پاکستان ته سفر وکړي.
